Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عامې روغتیا وزیر د سنتي طب اړوند د روغتیا نړیوال سازمان په دویمه سرمشریزه کې ګډون وکړ

عامې روغتیا وزیر د سنتي طب اړوند د روغتیا نړیوال سازمان په دویمه سرمشریزه کې ګډون وکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/21

د عامې روغتیا وزیر چې اوسمهال هند ته په یوه رسمي سفر بوخت دی، د دودیزې درملنې یا سنتي طب د نړیوال کنفرانس د سرمشریزې په څنډه کې د نړۍ د ۲۳ هېوادونو له روغتیا وزیرانو سره جلا جلا ناستې کړې.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان د دغو ناستو موخه د تجربو تبادله،  د دودیزې درملنې وده او د همکاریو پراختیا بللې.  

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي: « د دې ناستې موخه چې د ګډو تجربو تبادله، د دودیزې درملنې برخې پياوړي کول، د همکاريو پراختيا او د‌ هېوادونو تر منځ روغتيا برخه کې د دومداره همغږۍ رامنځته کول وو. د عامې روغتيا وزير مولوي نور جلال جلالي په خپله وینا کې د دودیزو درملو اهمیت او د عامې روغتیا په پرمختګ کې د دې درملنې ارزښت بیان او ويې ويل، په معيار برابره دودیزه درملنه د روغتیايي خدمتونو پراخوالی تضمینوي او په روغتيايي سکټور د خلکو باور هم زیاتوي.»

د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو په خبره، دا نړیوال کنفرانس د ۲۰۲۵ تر ۲۰۳۵ کلنو ترمنځ د دودیزي درملنې نړیوالې سټراټیژۍ پیاوړتیا او پلي کېدو لپاره جوړ شوی و او افغانستان هم د دغې سټراټیژۍ ملاتړ کړی.  

د عامې روغتیا وزارت ویاند په دې اړه وايي: « دا دوهم نړیوال کنفرانس د روغتیا نړیوال سازمان د دودیزې درملنې د نړیوالې ستراتیژۍ(۲۰۲۵–۲۰۳۴) کلونو پورې د پلي کېدو د پیاوړتیا لپاره جوړ شوی؛ هغه ستراتیژي چې د شواهدو پر بنسټ د دودیزې او تکمیلي درملنې پیاوړتیا، د دودیزې درملنې خوندي او اغېزمنې کارونې لپاره د یو منظم چوکاټ رامنځته کول، له روغتیايي سیسټمونو سره معقول ادغام او د ټولنو پیاوړتیا اساسي محورونه ګڼي. دغه راز، ښاغلي وزير ټینګار وکړ چې افغانستان په رسمي ډول د یادې سټراټیژۍ ملاتړ کوي او ژمن دی چې د خپلې دوديزې درملنې ملي تګلارې، نصابونه او مقررات له نړیوالو معیارونو سره همغږي کړي.»

د یادونې وړ ده چې په یاده ناسته کې د هند هېواد د درملو پراختیایي ادارې له لوري افغانستان سره د موسمي ناروغیو درملنې په موخه د شاوخوا سل زره ډوزه واکسین مرسته هم وشوه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي
روغتیا

هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي

جنوري 28, 2026
عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي

جنوري 28, 2026
چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی
روغتیا

چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی

جنوري 27, 2026
عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي

جنوري 27, 2026
هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي
روغتیا

هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي

جنوري 26, 2026
حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي
روغتیا

حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي

جنوري 21, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist