د امریکا بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، پاکستان په خپله غزې ته د پاکساتني ځواکونو له استولو وړاندیز کړی.
مارکو روبیو په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، غزې ته د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو په ډله کې د پاکستاني پوځیانو شاملېدل د اسلام اباد خپله غوښتنه او وړاندیز دی.
نوموړي د پاکستان په دې وړاندیز خوښي څرګنده کړې او وایيي، داسې هېوادونه هم شته چې په رضاکارانه ډول او د خپلې لېوالتیا له مخې غواړي امریکا سره په اړیکو کې یو ګام مخ ته لاړ شي او د غزې په اړه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلان له مخې، خپل ځواکونه د سوله ساتو په چوکاټ کې غزې ته واستوي.
د امریکا بهرنیو چار وزیر مارکو روبیو زیاته کړې: موږ ډېر خوښ یو چې پاکستان په خپله غوښتي د دې پلان یوه برخه وي او یا لږ تر لږه د دې پلان د یوې برخې په توګه په نظر کې ونیول شي. خو موږ وړاندې له دې چې له هغوی په دې برخه کې ژمنه وغواړو، باید یو څه وضاحت او څو پوښتنو ته ځوابونه ووایو. زه ډاډه یم چې داسې نور هېوادونه هم شته چې ټولو خواوو ته د منلو وړ دي او غواړي یو ګام مخ ته لاړ شي او د سوله ساتو ځواکونو برخه وي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له دې څرګندونو وړاندې، پاکستان د امریکا په کوربه توب په قطر کې د هغې ناستې ګډونوال و چې څو ورځې وړاندې غزې ته د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو د لېږد په تړاو جوړه شوې وه.
خو د دې خلاف د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د وړمې ورځې په خبري کنفرانس کې ویلي و چې پاکستان لا تر دې دمه له امریکا سره غزې ته د سوله ساتو ځواکونو د لېږد په تړاو پرېکړه نه ده کړې.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر دغه راز ویلي، غزې ته د پوځیانو د لېږد په سر له ترکیې او قطر سره مشوره نه ده کړې، خو تر دې ورهاخوا یې وخت ناوخت د غزې په برخه کې د ښکېلو مهمو اړخونو سره خبرې کړې.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهرحسین اندرابي وايي: « غزې ته د سوله ساتو ځواکونو د لېږد په تړاو د دواړو هېواونو ترمنځ خبرې او بحثونه روان دي، خو لنډ ځواب یې دا دی چې زه په واضېح ډول له دې خبر نه یم چې له پاکستان څخه په دې اړه څه غوښتل شوي وي. لکه څنګه چې ما وړاندې وویل، لا تر دې دمه پرېکړه نه ده شوې.»
غزې ته د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو لېږد، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې شل ماده ییزې طرحې مهمه برخه ده چې د «سولې پلان» په نامه یې د روان ۲۰۲۵زېږدیز کال د سپټمبر په ۲۹مه په غزه کې د اوربند او د سولې د ټینګښت په موخه وړاندې کړ.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر هم دې پلان ته په اشارې په غزه کې د اوربند د دویم پړاو عملي کېدل، د حماس اسلامي غورځنګ په بشپړ ډول بې وسلې کولو پورې مشروط کړ.
بله خوا، د حماس غورځنګ مشر خلیل الحیه د وسلو لرل د ځان مشروع حق بولې، حال دا چې اسراییل یې پر بې وسلې کولو ټینګارکوي.
تاریخپوه او د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « پاکستان له دې وړاندې هم د پیسو په بدل کې دا ډول کارونه کړي. د اسراییلو یو مهم چارواکي وايي، موږ په ۲۵ کالو کې دومره فلسطینیان ونه وژل لکه د پاکستان پوځ چې په ۲۵ ورځو کې ووژل. د پاکستان پوځ د پیسو په بدل کې هرڅه کولی شي. زما په نظر، که دوی دا کار وکړي، دا به د پاکستان د سیاسي ژوند وروستۍ شېبې وي.»
پاکستان د لومړي مسلمان هېواد په توګه داسې مهال د حماس او غزې مېشتو د خوښې خلاف دغې تړانګې ته د خپلو پوځیانو د لېږد وړاندیز کړی چې بل هېڅ یو مسلمان هېواد تراوسه په ډاګه داسې کوم وړاندیز نه دی کړی.
اسراییلو د خپل قوي متحد امریکا په مرسته د ۲۰۲۳زېږدیز کال له اکټوبر راهیسې په خونړیو هوايي او ځمکنیو بریدونو کې څه باندې۷۰ زره ملکي فلسطینیان په شهادت رسولي او نږدې ۲۰۰زره نور یې ټپیان کړي دي.