هرات کې د هېواد نورو ښارونو په څېر د ژمي په راتګ سره لیلامي توکي د پام وړ بازار لري او په ډېر شمېر خلک له دغو لیلامیو استفاده کوي.
د هرات اوسېدونکي وايې، کمزوري اقتصاد له امله نه شي کولی کورنۍ ژمني لباسونه واخلي او د دې لپاره لیلامي ښه او ارزانه توکي دي.
د هرات اوسېدونکی محمد سرور وايي: « دا څو دلایل لري، یو بې کاري ده او بل اقصتادي وضعیت خراب دی. دا لیلامي توکي ارزانه دي او خلک کولی شي ويې پېري.»
د هرات اوسېدونکی جمعه خان وايي: « لیلامي له اقتصاد سره مرسته کوي، نوي توکي قېمته دي او موږ نه شو کولی را یې نیسو.»
له بلې خوا، هټۍ وال وایي سږ کال د خلګو کمزوري اقتصادي وضعیت له امله د دوی پېرودونکي لږ شوي او نه شي کولی د دوکانونو کرایې او لګښتونه پوره کړي.
هټۍ وال وکیل احمد وايي: « تېر کال مو بازار ښه و، سږ کال د خلکو د بې کارۍ له امله بازار سوړ شوی، که څه هم هوا سړه ده.»
هټۍ وال همت الله وايي: « په دې فصل کې خلک تودې جامې اخلي، تر ډېره یې ماشومانو ته اخلي.»
لیلامي توکې که څه هم د نویو هغو په پرتله د خلکو لپاره د ځان تود ساتلو ارزان بدیل دی، خو دا بدیل له روغتیایي زیانونو هم خالي نه دی.
روغتیا پالان وایي، که لیلامي توکي له ګټې اخیستنې وړاندي و نه وینځل شي، د بېلابېلو حساسیتي او ساري ناروغیو لامل کېږي.
د حساسیت او داخله ناروغیو متخصص لایق احمد احمدي وايي: « له زړو او لیلامي جامو څخه جلدي ناروغۍ انتقالېږي، یوه له دغو ناروغیو هم ګال یا اسکاویس ناروغي ده. دا ناروغي ساري ده او له یو ډول سپږې څخه منځته راځي. لیلامي جامې باید له اغوستلو وړاندې په صابون ووینځل شي.»
که څه هم د خلکو په خبره لیلامي توکو ډېر کله د خوښې وړ او ډېر ښه توکي ارزانه لاس ته ورځي، خو باور دادی چې که کاري فرصتونه ډېر او بي روزګاري راکمه شي، د دې ډول توکو چې د ساري ناروغیو لرلو اندېښنې هم ورسره شته، کارول به را محدود او ذوقي شي.