Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان پوځ خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې ښځې او ماشومان وژلي

د پاکستان پوځ خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې ښځې او ماشومان وژلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/15

د پاکستان ترکنټرول لاندې قبايلي سيمو، خيبرپښتونخوا او بلوچستان کې د جګړو او ناامنيو له پراخېدو سره هم‌مهاله، د پاکستاني پوځيانو له خوا د عامو خلکو په وژنه کې هم زیاتوالی راغلی.

په وروستیو کې د پاکستان پوځ بې ‌پيلوټه الوتکو د بنو په مامندخېلو کې د عامو خلکو کورونه بمبار کړي چې په پايله کې يې درې ماشومان وژل شوي او يو بل سخت ټپي شوی دی.

دې بريد ځايي سياستوال غوسه کړي او وايي، د پاکستان پوځي رژيم اوس ماشومان هم د مخالفانو په ډول په نښه کوي.

پاکستان کې د ملي جمهوري ګوند مشر محسن داوړ ویلي: « پاکستانی پوځ زموږ ماشومان د خپل ټيکاو لپاره وژني او په داسې حال کې خپله غوسه په بې ګناه ملکي وګړو سړوي چې پر وړاندې يې وسله‌وال خوځښتونه نور هم پراخېږي.»

له دې سره هم‌مهاله، د بلوڅانو اړوند د بشري حقونو د څار يوه بنسټ په بلوچستان کې د پاکستاني پوځيانو له خوا په روان زېږدیز کال کې د ترسره شوي تاوتريخوالي راپور خپور کړی.

په راپور کې له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له نړيوالو مدافع سازمانونو غوښتل شوي چې پر پاکستان فشار راوړي، ترڅو په بلوچستان کې د عامو خلکو پر وړاندې تاوتريخوالی بس کړي.

راپور کې زياته شوې، پاکستاني پوځيانو د شنبې په ورځ د بلوچستان په اواران ولسوالۍ کې د ګڼې‌ګوڼې پر يوه بازار د هوان مرمۍ توغولې چې له امله یې د ماشومانو په ګډون ۷ تنه ټپيان شوي.

د بلوڅ غږ عدالت لپاره بنسټ په راپور کې راغلي: « د بلوڅ غږ د عدالت لپاره بنسټ په سمدستي توګه د نړيوالو بشري حقونو له ادارو د مداخلې غوښتنه کوي چې په خپلواکه توګه د دې نسل وژنکو بريدونو څېړنه پيل کړي او د ټپيانو له درمنلې سره هم همکاري وکړي.»

شنونکي وايي، د پاکستان پوځي رژيم تل په قبايلي سيمو، بلوچستان او ترخپل کنټرول لاندې يو شمېر نورو سيمو کې خلک محکوم او ځپلي دي. د دوی په خبره، ياد رژيم د خپل پايښت او نړيوالو متحدينو ته د ژمنتيا لپاره د بشري حقونو رعايت ته هېڅ پاملرنه نه کوي.

د سياسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « له بده مرغه جنګ او جګړې ټولې دلته کېږي او پروژې له غربي نړۍ اخیستل کېږي. په اسلام اباد او پنجاب کې امن دی، دوی خپل کاروبار او سوداګري کوي، حال دا چې پښتونخوا او بلوچستان په اور کې سوځي.»

په قبايلي سيمو او بلوچستان کې د پاکستان پوځي رژيم له خوا د ملکيانو په نښه کولو تازه راپورونه داسې مهال خپرېږي چې څو ورځې مخکې هم پاکستاني پوځيانو په کورمې ايجنسۍ کې ملکي کورونه او یو جومات بمبار کړل او ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026
مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو
نړۍ

مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist