د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، دا ناممکنه ده، چې د نورو هېوادونو په غوښتنه دې د هېواد په قوانینو کې داسې نسخې شاملې شي، چې اسلامي شريعت يې نه اجابوي.
هغه په دې اړه ډېر وضاحت نه دی ورکړی، خو له هېوادونو يې غوښتي، چې له افغانستانه دې داسې څه نه غواړي.
مولوي عبدالکبیر وايي، که نړۍ له اوسني حکومته ګوزاره غواړي، نو د متقابلې همکارۍ پر اساس دې نړيوالو هم ورسره ګوزاره وکړي او د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا او حريم ته دې له درناوي سربېره د نظام څرنګوالي په اړه د افغانانو په اړوند چارو کې هم مداخله نه کوي.
هغه زیاته کړې:« که چېرې نړۍ له موږ سره ګوزاره کول غواړي او نړۍ دا غواړي چې له افغانستانه موږ ته مشکل جوړ نه وي، نو دوی به هم له موږ سره ګوزاره کوي. له موږ چې ګوزاره غواړې ته به هم راسره ګوزاره کوې. نو دی چې موږ سره ګوزاره کوي نو موږ هم یو څو غوښتنې لرو، یو به زموږ پر نظام کار نه لري، ستا د خوشالولو لپاره موږ نه شو کولی چې د قران کریم یوه سپاره کمه کړو. ته څوک یې؟ موږ ستا د خوشالولو لپاره نه شو کولای چې په قوانینو کې یهودیت او مسیحیت ورداخل کړو. موږ ستا د خوشالولو لپاره یوه بله کفري نخسه په خپلو قوانینو کې نشو ځای کولای، دا به له موږ نه غواړې. زموږ نظام به سوچه اسلامي وي. پر نظام به مو کار نه لرې. دویمه خبره دا ده چې د افغانستان ټول حریم ته به احترام لرې. ټولې ځمکې ته احترام لرې. یوه لوېشت ځمکه باندې هم ګوره چې تېری ونه کړئ، یوه لوېشت.؟»
د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، د ملګرو ملتونو د منشور پر اساس د افغانستان حکومت رسمیت پېژندنې لپاره هغه مهم عناصر پوره کړې، چې نړۍ یې د اصل په توګه پېژني.
دوی وايي، حکومت په ټول هېواد کې حاکمیت لري او قانون پلی کېږي، چې په خبره يې دا هغه شرایط دي چې د رسمیت پېژندنې لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشور کې وړاندې شوي.
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي:« د رسمیت پېژندنې لپاره درې عنصر دي. یو دا چې د حکومت ټوله خاوره په لاس کې وي، پلازمېنه یې په لاس کې وي او قوانین یې پلې کېږي، دا د رسمیت پېژندنې لپاره هغه اساسي درې شرطونه دي. دا چې په اوس وخت کې نړیواله ټولنه دا کار نه کوي، دا د افغانستان د ولس په مقابل کې یوه بې احترامي کوي. نو اسلامي امارت هم باید په دې ځینو مسایلو کې له ځانه ابتکار وښيي، ترڅو دوی موږ ته بهانې لټوي، هغو بهانو ته بدیل پیدا شي چې دا ستونزې له دوی سره په سوله ییز ډول حل کړو. موږ اړتیا لرو چې له نړۍ سره دوباره وصل شو.»
ځينې نور پر دې باور دي، چې د نړۍ له لوري پر افغانستان د سیاسي او اقتصادي بندیزونو دوام به نړۍ ته اقتصادي زیان ورسوي او مخکې له دې چې دغه ستونزه رامنځ ته شي، نړیواله ټولنه دې له حکومت سره اړیکې ټينګې کړي او د افغانستان عیني واقیعتونو پر اساس دې له کابل سره سیاسي اړیکې ورغوي.
دا په داسې حال کې ده چې له روسیې پرته بل هېڅ هېواد د افغانستان حکومت پر رسمیت نه دی پېژندلی، خو له هېواد بهر يې له۴۰ زیاتې استازولۍ او کونسلګيرۍ فعالې دي.
د دې ترڅنګ په کابل کې هم د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د اسلامي همکاریو سازمان د سیاسي استازولیو ترڅنګ د يو شمېر شمېر هېوادونو سفارتونه هم فعاله دي.