افغانستان لا هم داسې هېواد دی چې د فلج یا ګوزن ناروغي په کې په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې او هر کال په کې د دې ناروغۍ متعددې مثبتې پېښې ثبتېږي.
د عامې روغتیا وزارت چهارشنبه د پولیو د مخنیوي په اړه د یوه ورکشاپ کوربه و. د دې وزارت چارواکي وايي، د تېر کال په پرتله روان کال د پولیو یا ګوزڼ پېښې کمې شوې دي.
چارواکي وايي، د ګوزڼ ضد مبازره يې چټکه کړې او همدا سبب دی چې په روان کال کې يوازې ۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي وايي: « په هغو ساحو کې چې کورنۍ خپل ماشومان واکسین ته نه شي حاضرولی، دوی ته د یوه ځانګړي پروګرام له لارې د واکسین خدمات رسول کېږي. دا هڅې د دې سبب شوې دي چې روان کال د تېر کال په پرتله د پولیو یوازې نهه پېښې لرو،حال دا چې پخوا به ډېر کېسونه رامنځته کېدل. له بده مرغه سږ کال درې میاشتې مخکې یوه مثبته پېښه ثب شوې ده.»
له دې هڅو سربېره، ملګري ملتونو د ګوزڼ په اړه د عامه پوهاوي کچې لوړوالی مهم بولي او زياتوي چې په دې برخه کې د ديني عالمانو او قومي مشرانو رول ډېر مهم دی.
په افغانستان کې د یونیسف استازی علي سلاط صابري وايي: « موږ دلته نن د دې لپاره راغونډ شوي یو چې څنګه کولی شو د پولیو په اړه له نورو سره مرسته او یا یې پر وړاندې مبارزه وکړو. موږ غواړو په دې برخه کې ځانګړې همغږي ولرو، ترڅو افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ په اړه د هغو ناسمو معلوماتو مخه ونیسو چې د خلکو په منځ کې خپرېږي. دا کار باید له رسنیو سره په ګډه وکړو.»
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی خوشال خان زمان وايي: « موږ د روغتیا نړیوال سازمان(ډبلیواېچاو) له خوا دې پروګرام سره بشپړه همکاري لرو او دا همکاري به نوره هم زیاته کړو. انشالله افغانستان به ډېر ژر له پولیو پاک شي.»
ګوزڼ وهلي هم په ورځينو چارو کې د معلوليت له امله د خپلو ستونزو کيسې کوي. دوی دغو ستونزو ته په کتو، د نورو د خونديتوب په موخه له کورنيو غواړي چې خپلو ماشومانو ته په وخت د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکړي.
ګوزڼ وهلی نقيبالله همت وايي: « ماته د معلولیت پېغور را کول کېږي او زه دا تر قیامته نه شم هېرولی. څوک راته ګوډ، څوک شل او څوک شوټی وايي؛ حتا ځینې راته وايي چې ته الله پېژندلی یې، ځکه یې په دې حال کړی یې. دا حالت چې زه ګورم، زړه مې ډېر ناهیلی کېږي او ډېر خفه کېږم. زه له ټولو کورنیو هیله کوم چې کله رضاکاران راځي، ماشومان مو واکسین ته ور وباسئ.»
د پولیو يا ګوزڼ ضد واکسین افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۵ زېږدیز کال پیل شو. د معلوماتو له مخې، په دوامداره توګه يې له تطبیق سره اوس تر مخکنیو کلونو مثبتې پېښې ډېرې کمې شوې دي.
ډاکټران وايي، پر ګوزڼ د اخته کېدو نښو کې ځان دردي، اسهال او دوامداره تبه شامله ده او په خبره یې، د مخنیوي لپاره یې لازمه ده چې ماشومانو ته وار له مخې د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شي.