Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روان کال کندهار کې پر شاوخوا۲۰۰۰ هکټاره ځمکې د پنبې کښت شوی

روان کال کندهار کې پر شاوخوا۲۰۰۰ هکټاره ځمکې د پنبې کښت شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/11

د کندهار کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، تېرو څو کالو کې د پنبې د ترویج په برخه کې هڅې بریالۍ شوې دي او هرکال یې حاصلاتو کې نږدې ۱۰ سلنه زیاتوالی راځي.

د هغوی په خبره، سږکال کندهار کې پر ۲ زره ۱۵۰ هکټاره ځمکو د پنبې کرنه ترسره شوې او تمه کېږي چې کروندګر به ترې شاوخوا ۸ زره ۶۰۰ ټنه حاصل ترلاسه کړي.

د کرنې ریاست د مسوولین په خبره، د کوکنارو بدیل او د کندهار خاورې او اقلیم ته په کتو، د پنبې کښت اوسنيو شرایطو کې کروندګرو ته تر ټولو ښه پایله ورکړې.

د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وايي: « سږ کال په کندهار کې پر ۲۱۵۰ هکټاره ځمکو پنبه کرل شوې چې د تېر کال په پرتله سل هکټاره ځمکه زیاته شوې. موږ تمه لرو چې له دغو ځمکو څخه ۸۶۰۰ ټنه حاصلات ترلاسه کړو.»

کندهار کې کروندګر هم سږ کال د پنبې په حاصلاتو کې د ډېروالی پخلی کوي، خو وايي بیه یې ډېره ټیټه ده او بازار نه لري.

د دوی په خبره، حکومت دې ورته زمینه مساعده کړې؛ ترڅو د خپلو ځمکو تولید شوې وطني پنبې حاصلات نړیوالو مارکېټونو ته ورسوي.

کندهار کې د پنبې کروندګر عبدالکافي وايي: « سږ کال ډېره ښه حاصل شوی او ښه پنبه ترلاسه شوې، خو نرخونه یې ډېر ښکته دي او بزګرو ته هېڅ ګټه نه کوي.»

د پنبې یو کروندګر نادر جان وايي: « د پنبې پر کښت ډېر مصرف کېږي، خو اوس ډېر ارزانه ده. موږ له حکومت څخه هیله لرو چې د پنبې پلورلو په برخه کې مرسته وکړي.»

په ورته وخت کې د کندهار د صنعت او معدن خوني مسوولین وایي، هڅې یې پیل کړې دي چې راتلونکي کې د کندهار د پنبې حاصلات د روسیې، چین، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو بازارونو ته وړاندې له نړیوالو معیارونو سره سم، صادر کړي.

دوی له کروندګرو غواړي چې راتلونکی کال د نړیوال بازار د معیارونو او غوښتنو مطابق د خپلې پنبې حاصلات راټول کړي.

د کندهار صنعت او معدن خونې اداري مدیر احمدالله عزیزي وايي: « کندهار کې د پنبې حاصلات د تېر په پرتله زیات شوي مګر بازار نه لري. له بده مرغه دلته د پنبې د پروسېس ډېرې محدودې فابریکې شته او هغه هم نسبي فعالیت لري. موږ له کروندګرو غوښتنه کوو چې حاصلات په پلاسټیکي بوجیو کې راوړي. موږ راتلونکی کال هڅه کوو چې د پنبې حاصلات په مناسبو بوجیو کې تر کارخانو پورې را ورسېږي. په لنډمهاله کې موږ د ترکیې، چین او ایران له سفارتونو سره په اړیکه کې یو، ترڅو خپلو توکو ته لاره او بازار پيدا کړو.»

د یادونې وړ ده چې د کندهار دامان، ډنډ، شاه ولیکوټ، میوند، ارغستان، معروف او ارغنداب هغه ولسوالۍ دي چې په پراخه کچه پنبه په کې کرل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist