اتصالات دا ځل بلخ کې له نوي نوښت سره! د بلخ مرکز مزار شریف ښارکې اتصالات مخابراتي شرکت د پېرودونکو لپاره نوي خدمات او اسانتیاوې رامنځته کړې.
د برېښنا بېل اداء کول، په کور دننه او بهر د پیسو لېږد را لېږد، حواله او ورته نورې چوپړتیاوې هغه څه دي چې نن یې مزار شریف کې فعالیت پیل شو.
مسوولین وایي، د دغو خدماتو موخه مشتریانو ته د لا غوره خدمتونو وړاندې کول او هېواد کې د ډیجیټل مخابراتي پولي خدماتو رواجول دي.
بلخ کې د اتصالات مخابراتي شرکت استازی سید وحیدالله وايي: « موږ له مني ګرام سره قرارداد لرو او زموږ ټول مشتریان کولی شي د خپلو سیمکارټونو له لارې پیسې ترلاسه او حواله کړي. دوی باید د پیسو له الکټرونیکي حوالې وروسته د اتصالات استازولۍ ته ورشي او فزیکي پیسې ترلاسه کړي. دوییمه موضوع د برېښنا بېل دی. اوس د اتصالات مشتریان کولی شي د خپلو سیمکارټونو له لارې ډیجیټلي پیسې پرداخت کړي.»
اخوا بیا د اتصالات مخابراتي شرکت پېرودونکي خوښ دي چې تر دې وروسته به کولی شي د نويو خدماتو له لارې د برېښنا بېل تحویل کړي او پیسې په اسانۍ سره حواله کړي.
د اتصالاتو پېرودونکی محمد طاهرصدیقي وايي: « د افغانستان خلک دې ډول پروګرامونو ته اړتیا لري او ټکنالوجي باید پرمختګ وکړي، ترڅو وکولی شو خپلې ستونزې له کور څخه حل کړو نه له بانکه. موږ له ټولو مخابراتي شبکو هیله لرو چې د انټرنېټ بیې ټیټې کړي، ترڅو له نړۍ سره وصل شو او له ټولو امکاناتو ګټه واخلو.»
د اتصالاتو پېرودونکی خیرمحمد خیري وايي: « د اتصالاتو له خوا رامنځته شوي سهولتونه د ستایلو وړ دي. موږ د هغو ټولو کسانو مننه کوو چې د دې شرکت له لارې د خلکو خدمت کوي.»
په ورته مهال، د بلخ ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست چارواکي د اتصالات شبکې وړاندې کېدونکي خدمات ستایي او وایي، هڅه کې دي چې ټول اداري خدمات برېښنایي سیسټم ته واړوي، ترڅو له ګڼو سهولتونو برخمن شي.
د بلخ مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس سردار محمد ثاقب وايي: « د اسلامي امارت د مخابراتو وزارت ولایتي ریاستونه دېته ژمن دي چې خپل سیسټمونه او اداري چارې ډیجیټلي کړي. همدارنګه د معاملاتو مراکزو ته هم پاملرنه لرو او غواړو ډیجیټلي شي.»
د اېم – حواله پولي خدماتي سیسټم چې په ۲۰۱۳ کال کې یې د افغانستان بانک له خوا د فعالیت جواز صادر شو، ګڼ هېوادوال یې له غوره او اسانه خدماتو برخمن شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د دې ډول پولي خدماتو اپلېکشنونو د ژوند په بېلابېلو برخو کې زیات سهولتونه را منځته کړي، خو ښاریان د انټرنېټ له کم سرعت او لوړو بیو شکایت کوي.