Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې د ناوړه دودونو مخنيوي په موخه ولسي غونډه وشوه

بلخ کې د ناوړه دودونو مخنيوي په موخه ولسي غونډه وشوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/10

د اسلامي امارت مشرتابه له هغوځانګړو فرمانونو وروسته چې په هېواد کې د ناوړه دودونو مخنیوي په موخه يې ورکړي، په مرکز او یو شمېر ولایتونوکې د ځايي چارواکو او ولسي خلکو له خوا پراخ هرکلي سره مخ شوي.
په همدې تړاو بلخ کې د بېلابېلو ادارو د مسوولینو له خوا ټولنه کې د ناوړه دودونو له منځه وړلو او یو بل منلو په موخه ولسي غونډه جوړه شوه.

چارواکو په دې ناسته کې د ناوړه دودونو پای ته رسول، د قاچاق مخنیوی او د خلکو تر منځ یووالی د ټولنې د ثبات لپاره مهمه بللی.

د بلخ حج او اوقافو رییس شيخ نوراغا هاشمي وايي: « موږ ته یو ښه فرصت په لاس راغلی او باید خپل کارونه په ښه توګه ترسره کړو. باید د خلکو ترمنځ اخلاص، صداقت او رفاقت پیدا شي. له دې وړاندې خلک د ژبې، قوم، سمت او مذهب له مخې وېشلي وو.»

دې ناسته کې ځايي اوسېدونکو دا ډول ناستې او یاده شوې برخه کې هڅې مهمې وبللې خو په ورته مهال يې دې سیمو کې د سړکونو، روغتیا، ښوونې او آمو سیند د تخریباتو د مخنیوي په برخو کې هم د کار غوښتنې وکړې.

د بلخ کلدار ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالصمد حارث وايي: « د تخریب شویو ځمکو په بدل کې باید نوروې ځمکې ورکړل شي. دلته د خلکو نفوس ورځ تر بلې زیاتېږي او ورسره د امو سید تخریب هم زیات شوی.»

د بلخ کلدار ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالرسول یلداش وايي: « د اسلامي امارت چارواکي د هغو ځمکو په اړه چې ویجاړېږي او اوسېدونکي یې بل ځای کډه کوي، غوښتنه کوو چې د دغو ځمکو په بدل کې نورې ځمکې ورکړي، ترڅو دا خلک بې کوره او بې کاره نه شي.»

په ورته مهال، د بلخ  سیمه ییز چارواکي وایي د مشرتابه له خوا د سرحدي ولسوالیو لپاره د یو میلیارد افغانیو په ارزښت پروژې منظورې شوې او دا مهال يې يو شمېر ولايتونو کې چارې هم پیل شوې دي. د دوی په خبره، ژر به د بلخ سرحدي ولسوالیو کې هم يو شمېر پروژې پلې شي.

د بلخ سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رییس مولوي سردار محمد محمدي وايي: « د کلدار ولسوالۍ خلکو ته ډاډ ورکوم چې ستاسو وار هم رارسېږي، بودیجه تخصیص شوې، ستاسو سړکونه به جوړېږي، روغتونونه به جوړېږي او ستاسو ټولو ستونزو ته به رسېدنه کېږي.»

ټولنه کې د ناوړه دودونو مخنیوی، خپلمنځي يووالی، نشه ‌يي توکو سره مبارزه او ښه ګاونډیتوب د اسلامي امارت د مشرتابه له هغو فرمانونو وو چې په دې غونډه کې د مسوولینو له لوري تشرېح او خلکو یې پراخ هرکلی وکړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist