Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
راپورونه: پر پاکستاني پوځیانو د مخالفینو بریدونه څو برابره ډېر شوي

موندنې: د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې نا امني ۲۵ سلنه زیاته شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/09

په پاکستان کې د ګډوډيو په دوام، ناامني او سياسي بې‌ثباتي په پرله پسې توګه په شدت سره د پراخېدو په حال کې دي، هغه چې عام پاکستانیان يې لومړۍ درجه مسوول د دې هېواد پوځ ګڼي.

د اسلام‌اباد د شخړو او امنيتي څېړنو مرکز په يوه تازه څېړنه کې موندلې چې د روان کال له جنوري تر نومبر پورې په دې هېواد کې ناامني ۲۵ سلنه زياته شوې.

په څېړنه کې د زياتو امنيتي پېښو امله خيبرپښتونخوا او بلوچستان ډېرې ناامنه سيمې ښودل شوي چې په کې ۳ زره۱۸۷ کسانو له وژل کېدو سره د ټولو وژل شویو۹۲ سلنه او د ۲زره نورو له ټپي کېدو سره د ټولو ټپيانو ۹۲ سلنه تشکیلوي.

د اسلام‌اباد د شخړو او امنیتي څېړنو مرکز موندنې ښيي: « له جنورۍ تر نومبر پورې په عمومي توګه د ترهګرۍ په کچه کې ۲۵سلنه زیاتوالی راغلی چې له امله یې ۳ زره ۱۸۷ کسان وژل شوي دي. په داسې حال کې چې په ۲۰۲۴ کال کې۲۵۴۶ کسان وژل شوي وو. دا شمېرې شاوخوا ۲۰ سلنه زیاتوالی ښیي.»

دا شمېرې وروسته له هغې خپرېږي چې د خيبرپښتونخوا اعلی وزير سهیل افریدي په يوه اعتراضيه غونډه کې پوځ د پښتنو د وينو پر تويولو تورن کړی او په خبره يې په همدې پلمه يې په پښتونخوا کې بريدونه او عمليات کړي.

شنونکي د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې د ناامنيو زياتېدو اصلي لامل په خپله د پاکستان هغه پالیسۍ بولي چې په خبره يې، په سيمه کې یې د ترهګرۍ د ترويج لپاره طرحه کړې دي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی سمیر انګار وايي: « باید په پاکستان کې ټولپوښتنه ترسره شي او پر بنسټ یې د خلکو مشروع حکومت رامنځته شي؛ ترڅو هغه اقتصادي، سیاسي او ټولنیز مشکلات چې اوسمهال شته دي، حل شي.»

د پوځي چارو شنونکی توریالی ځاځی وایي: « په پښتونخوا او بلوچستان کې وژنې د پاکستان پوځ او استخبارات کوي. نړۍ په دې اړه چوپه خوله ده او دا ستر جنایت دی.»  

ځینې نور شنونکي د ناامنيو زياتېدو له امله د پاکستان پوځي رژیم له ګڼو ننګونو سره مخ ګڼي او باور لري چې که خپلو نیمګړتیاوو ته پاملرنه ونه کړي، نو د نظام پايښت يې له خطر سره مخ کېدونکی دی.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « یوه ستره ستونزه دا ده چې هلته د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ګراف ډېر لوړ دی، ترڅنګ یې د ملت او د حکومت ترمنځ د نفاق کچه له اندازې لوړه شوې. د پاکستان د ریاست ټوله توجه او پاملرنه له افغانستان سره د اړیکو خرابولو خواته ده او د همدې لپاره وخت نا وخت پر فرضي کرښه تاوتریخوالي ته لمن وهي. پاکستان باید په خپلو داخلي او بهرنیو پالیسیو له سره غور وکړي.»       

په پاکستان او د دې هېواد تر کنټرول لاندې سيمو کې په۲۰۲۴ کال هم ټول۲۵۴۶ کسان چې ډېری يې پاکستاني پوځيان وو، وژل شوي او ۱۹۸۱ نور ټپیان شوي وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026
مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو
نړۍ

مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist