Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عمران خان: د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې باید د خبرو له لارې هوارې شي

عمران خان: عاصم منیر د لوېدیځ په اشارې له افغانستان سره اړېکې خرابې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/04

له افغانستان سره د جنجال له امله د پاکستان پر پوځ د عامو پاکستانيانو پر نيوکو سره بېره، د دې هېواد پخواني لومړي وزیر ويلي چې د پوځ مشر له افغانستان سره د لوېدیځ په اشارې اړیکې ترېنګلې کړې دي.

عمران خان د پاکستان پر پوځي مشرعاصم منیر نیوکه کړې چې د خپل هېواد ګټو ته نه ګوري او ټولې چارې یې د لوېدیځ خوشالولو او په اشارې روانې کړې دي.

خان پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، عاصم منیر په قصدي ډول هڅه کوي چې له افغانستان سره اړېکې خرابې کړي، ترڅو نړیوالو ته ځان باتور وښیي. هغه دغه څرګندونې په اډیاله زندان کې له خپلې خور سره د لیدنې پرمهال هم کړې دي.

عمران خان دغه راز ویلي: « د پاکستان پوځي مشر عاصم منیر د خپل هېواد د ګټو هېڅ پروا نه ‌لري او دا هر څه یې د لوېدیځ په اشارې او خوښه روان کړي. هغه له افغانستان سره وضعیت په قصدي ډول خراب کړی چې موخه یې نړیوالو ته د ځان باتور ښودل دي. هغه افغانانو ته ګواښونه وکړل، بیا یې کډوال په زوره وشړل او وروسته یې پر ولسي خلکو ډرون بریدونه هم وکړل.»

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان همدارنګه د دې هېواد پر اوسنۍ پوځي پالیسۍ هم سخته نیوکه کړې او وايي، له مخې يې په هېواد کې ناامني لا زیاته او پراخه شوه.

د عمران خان په خبره، د پاکستان پوځ له خوا په خپلو ولسي خلکو هوایي بریدونه او عملیات وسله‌وال له منځه نه شي وړلی بلکې لا یې زیاتوالی شي. هغه پرعاصم منیر تور پورې کړی چې د خپلو شخصي موخو او ګټو د تحقق په تکل کې یې ټول هېواد په لوی لاس د جګړې ښکار کړی.

عمران خان په دې اړه زیاته کړې: « تل مې ویلي چې پر خپل ولس ډرون بریدونه او پوځي عملیات ترهګري لا زیاتوالی شي. د عاصم منیر پالیسي د ټول هېواد لپاره خورا تباکوونکې ده. د منیر ناکامې پالیسۍ وې چې نن په هېواد کې د ترهګرۍ څپه له کابو کولو وتلې ده. هغه د خپلو شخصي موخو لپاره ټول هېواد د ترهګرۍ قرباني کړ.»

عمران خان همدارنګه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د پاکستان پوځ مشر عاصم منیر یو رواني ناروغ او اخلاقي نېمګړتیاوې لري. د خان په خبره، د عاصم منیر د دې وضعیت له کبله د پاکستان ولس له بنسټیزو بشري حقونو محروم دی او ټول قوانین تر پښو لاندې شوي دي.

د چارو څارونکي بیا وایي، د پاکستان پوځ مشرعاصم منیر هڅه کوي له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره خرابې اړېکې وساتي، ترڅو خپلې پوځي موخې لاسته راوړي.

د چارو شنوونکی معین ګل څمکنی وايي: « پاکستان اوس د چین او امریکا ترمنځ په رقابت کې بند دی او دغه راز یې له خپلو ګاونډیانو سره اړیکې ښې نه دي. عمران خان له دې وړاندې هم دا خبره کوله چې پاکستان باید له ګاونډیانو سره ښې اړیکې ولري، خو پوځیان یې دا کار نه غواړي.»

د چارو ځینې نور څارونکي وایي، د پاکستان پوځ هڅه کوي له افغانستان او هند سره تل اړېکې ترینګلي وساتي، ترڅو د خپلو خلکو پام له اصلي کورنيو مسایلو واړوي. د دوی په خبره، دا ټول څه د پاکستان پوځ په شعوري ډول او د خپلو ګټو لپاره روان کړي دي.

د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « دا چې عاصم منیر او د پاکستان نور نظامي مشران غواړي له هند او افغانستان سره خپلې اړیکې خرابې وساتي، علت یې دا دی چې دوی خپل خلک وډار کړي او خپله واکمني جاري وساتي.»

د پوځي چارو څارونکي بیا وایي، د پاکستان پوځي مشر په دې هڅه کې دی چې ټوله سیمه د ترهګرۍ ښکار کړي او د لوېدیځ په اشارې یو ځل بیا سیمه د جګړې په ډګر بدله کړي.

د پوځي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « دا خپله د عاصم منیر کړنې او اعمال دي چې سبب کېږي د پاکستانیانو کورونه اور واخلي او پاکستان د ړنګېدو پر خوا لاړ شي.»

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان داسې مهال د خپل هېواد د پوځ پر مشر نیوکې کوي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د پاکستان پوځي رژیم له افغانستان سره اړیکې ترینګلې کړې او له بېلابېلو لارو هڅه کوي چې پر افغانستان بې‌ځایه او تېر ایستونکي تورونه پورې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026
مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو
نړۍ

مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist