Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کرېکټ: له ۱۹ کالو کم عمره کرېکټ لوبډله له دوو بریاوو وروسته راستنه شوه

کرېکټ: له ۱۹ کالو کم عمره کرېکټ لوبډله له دوو بریاوو وروسته راستنه شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/03

د کرېکټ له ۱۹ کالو کم عمره لوبډله د بنګله‌دېش او هندوستان لوبډلو له ماتولو او د اتلولۍ له جامونو ګټلو وروسته هېواد ته راستنه شوه.

دا لوبډله هند او بنګله‌دېش لوبډلو ته له ماتو ورکولو وروسته د سې‌شنبې په سهار هېواد ته راستنه او تود هرکلی يې وشو.

د تنکیو ځوانانو دې لوبډلې د بنګله‌دېش له لوبډلې سره د پنځوس اورونو ۵ سیالۍ درلودې چې په لوړ توپیر یې د ۲ سیالیو له ګټلو سره دا سیریز په خپل نوم کړ، حال دا چې وروستۍ لوبه يې د باران له امله لغو شوه.

له ۱۹کالو کم عمره لوبډلې له بنګلادېش وروسته هند ته سفر وکړ او هلته یې هم خپلې هندۍ سیالې لوبډلې ته د پنځوس اورونو سیالیو د پنځه لوبو سیریز کې درې د یو پر وړاندې توپیر سره د دې سریز جام هم په خپل نوم کړ.

د ۱۹ کالو کم عمره لوبډلې روزنکي بیا په خپلو خبرو کې بنګله‌دېش او هندوستان ته د دوی دا سفر بریالی او له لاسته راوړنو ډک وباله او دا باور یې څرګند کړ چې د لوبو د روانې سطحې په ساتلو سره به د نورو سیالو ډلو په وړاندې هم ښه وځلېږي.

له ۱۹کالو کم عمره ملي لوبډلې روزونکې رییس احمدزی وايي: « د هند الف لوبډله او د هند A او B لوبډلې چې د هند د کرېکټ ټول غوره لوبغاړي په کې راټول شوي وو او ټاکل شوې وه چې له همدې لوبډلې بیا سکواډ جوړ کړي، زموږ لوبډلې ترې ۳ لوبې وګټلې. همدارنګه زموږ لوبډلې له بنګله‌دېش څخه دوه لوبې وګټلې.»

په ورته مهال، لوبغاړي وايي چې له هند او بنګله‌دېش سره له دغو سریزونو ګټلو وروسته ډاډه دي چې له نولس کالو کم عمره لوبډلو په راتلونکو آسیايي او نړیوال جام کې به هم ښه وځلېږي.

له ۱۹ کالو کم عمره ملي لوبډلې لوبډلمشر تسکین محبوب وايي: « زه د خپلو لوبغاړو محنت او د دوی کارکردګي او دغه راز له موږ سره په کور دننه او بهر کې شوي کار ته په کتو، ویلی شم چې په آسیا جام کې به هم ښه وځلېږو.»

له ۱۹کالو کم عمره ملي لوبډلې لوبغاړی عبدالعزیز وايي: « موږ د آسیا جام لپاره پوره چمتوالی لرو. بنګله‌دېش او هند ته په خپلو کورونو کې ماتې ورکولو موږ ته پرځان باور راکوي او له همدې امله به آسیا جام او نړیوال جام کې ښې لوبې ولرو.»

د همدې لوبډلې بل لوبغاړی فیصل وايي: « دا بریاوې موږ ته د آسیا جام او نړیوال جام لوبو لپاره ډېر اعتماد او باور راکوي او ډاډه یو چې ښې لوبې به وکړو.»

ټاکل شوې د روانې ډسمبر په ۱۲د کرېکټ له ۱۹ کالو کم عمره لوبډلو آسیا جام سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې پیل شي او د همدې میاشتې تر۲۱ نیټې به دوام وکړي. افغانستان به د کرېکټ له آسیايي شورا سره په ګډه د دې لوبو کوربه توب پر غاړه ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي
لوبې

د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي

فبروري 17, 2026
د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل
لوبې

د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل

فبروري 17, 2026
کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله
لوبې

کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله

فبروري 12, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه
لوبې

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول
لوبې

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول

جنوري 27, 2026
ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه
لوبې

ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه

جنوري 26, 2026

وروستي خبرونه

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist