Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
راپورونه: پر پاکستاني پوځیانو د مخالفینو بریدونه څو برابره ډېر شوي

راپورونه: پر پاکستاني پوځیانو د مخالفینو بریدونه څو برابره ډېر شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/03

په دې وروستيو کې د خیبرپښتونخواه په قبايلي سيمو، بلوچستان او د پاکستان تر کنټرول لاندې نورو سیمو  کې د دې هېواد پوځي رژيم پر وړاندې جګړه تر دې حده سخته شوې چې د ځینو په باور، د دې هېواد پوځ او امنیتي ادارو یې د مخنیوي توان له لاسه ورکړی.

د پاکستان پوځي رژیم له خوا د شمالي وزیرستان لپاره ټاکل شوی مرستیال کمېشنر شاه ولي او درې تنه ساتونکي یې تازه په یوه وسله‌وال برید کې وژل شوي او دوه نور کسان ټپیان دي. 

د یاد برید مسوولیت تر اوسه کومی ډلې په غاړه نه دی اخیستی. په ورته مهال، په خواله رسنيو کې د پاکستاني طالبانو تحریک(ټي‌ټي‌پي) ته منسوبو ادرسونو ادعا کړې چې په قبايلو کې يې پر پاکستاني پوځیانو مرګوني بریدونه کړي.

ټي‌ټي‌پي د جنوبي وزیرستان په سرارواغې سیمه کې شاوخوا ۲۰ پاکستاني پوځيانو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر هم ورکړی او دغه راز د هغه ډرون برید ویډیو یې خپره کړې چې په میرانشاه کې یې د پاکستاني پوځیانو مرکز په نښه کړی.

د دې ترڅنګ، په بلوچستان کې د بلوڅ آزادي غوښتونکي غورځنګ(بي‌اېل‌اې) په تازه خپره کړې اعلامیه کې ویل شوي، د نومبر له ۲۸مې تر ۳۰مې نېټې یې د پاکستان پوځي رژیم پر وړاندې په نږدې ۳۰ پلان شویو بریدونو کې له ۴۰ زیاتو پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې.

بلوڅ آزادي غوښتونکو غورځنګ ویلي: « د نومبر له ۲۸مې تر ۳۰مې پورې آزادي غوښتونکو جنګیالیو د پاکستان اشغالګرو پوځيانو پر وړاندې ۲۹ هدفمند بریدونه پلان کړل چې په کې ۲۷ پاکستاني اشغالګر پوځيان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.»

د بلوڅ آزادي غوښتونکي غورځنګ(بي‌اېل‌اې) ترڅنګ بلوڅ آزادي غوښتونکو جبهې هم ویلي چې د بلوچستان په نوکندۍ سیمه کې د سادو په نوم د پوځي عملیاتو په بشپړولو سره یې د هغو کانونو د استخراج مخنیوی هم کړی چې د بهرنیو کمپنيو له خوا سپړل کېدل.

د سیمه ییز وضعیت څارونکي وايي، د پاکستان پوځي رژیم د خپلو ناسمو پالیسیو له امله په کور دننه له پراخ تقابل سره مخ دی او له لسیزو راهیسې له بلوڅو، پښتنو او یو شمیر نورو قومونو سره د ياد رژيم توپیري چلن د دې وروستیو ناکراریو اساسي لامل دی.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « پاکستان د خپلو چارواکو د غلطو پالیسو، غلطو سیاستونو، ناسمو محاسبو، ظلم او فساد له امله د نا امنیو ښکار شوی. اوس د دوی ملتونه هم د حکومت په ضد راپورته شوي، ګاونډیان یې هم ناراض دي او د چین له امله یې غربي نړۍ ته هم باور له لاسه ورکړی.»

د سیاسي چارو شنونکی عبدالواحد فقيري وايي: « د پاکستان امنیتي، سیاسي او اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي. د پاکستان حکام د دې پرځای چې د خپلو ستونزو غم وخوري، ښکاري چې په لوی لاس نورې ستونزې هم ځان ته ایجادوي. زه فکر کوم چې د پاکستان وضعیت به لا خراب شي، سیاسي حالات به یې لا کړکېچن شي او له ګاونډیو سره به په نورو لانجو واوړي.»

د پاکستان پوځي رژیم امنیتي او اقتصادي ترینګلی وضعیت داسې مهال د لا خرابېدو خواته روان دی چې هلته لا هم د یو شمېر مطرحو سیاسي ګوندونو فعالیتونه له جدي خنډونو سره مخ دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند(پي‌ټي‌آی) بنسټګرعمران خان زوی قسیم خان رویټرز ته ویلي، له پلار سره يې اړیکې پرې شوې او کورنۍ يې د نوموړي روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنه لري.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د یاد ګوند  بنسټ اېښودونکی د ۲۰۲۳ زېږدیز کال په اګسټ کې د اداري فساد په تور ونیول شو او دا مهال زنداني دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ
نړۍ

اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ

جنوري 28, 2026
د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی
نړۍ

د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی

جنوري 22, 2026
ټرمپ: ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته غواړم د بګرام پوځي اډه بیا ترلاسه کړم
نړۍ

ټرمپ: د ایران لپاره د نوي مشرتابه د لټون وخت دی

جنوري 19, 2026
ټرمپ: موږ افغان جګړه ګټلی شوه، خو د سیاسي دلایلو له امله مو بایلوده
نړۍ

ډونالډ ټرمپ: د لاريون کوونکو اعدامول به تهران ته بدې پایلې ولري

جنوري 15, 2026
عراقچي: د افغانستان او پاکستان د اختلافونو حلولو لپاره سیمه ییزه ناسته جوړوو
نړۍ

د ایران بهرنیو چارو وزیر امریکا ته: ایران هم جګړې او هم خبرو ته چمتو دی

جنوري 14, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist