Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د رستمي غېږنیونکو او وزن پورته کوونکو لوبغاړو بریاوې وستایل شوې

د رستمي غېږنیونکو او وزن پورته کوونکو لوبغاړو بریاوې وستایل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/02

د اولمپیک ملي کمېټې چارواکو د رستمي غېږنیونې او وزن پورته کولو د هغو لوبغاړو هرکلی وکړ چې په دې وروستیو کې یې متحده عربي اماراتو او ایران کې لوبې ګټلې وې.

د بدني روزنې فډراسيون رییس وایي، اسلامي امارت هڅه کوي چې د ټولو ملي لوبغاړو کلک ملاتړ وکړي، ترڅو په نړیواله کچه د پام وړ نورې لاسته راوړنې هم ولري. احمدالله وثیق د افغان لوبغاړو اوسنۍ لاسته راوړنې د افغانستان په تاریخ کې بې ‌ساري بولي.

د افغانستان د بدني روزنې فډراسيون عمومي رییس احمدالله وثیق وايي: « دا لاسته راوړنې د افغانستان د ورزش په تاریخ کې کمسارې دي، داسې چې له دې وړاندې د ورزش برخې دا ډول لاسته راوړنې نه لرلې. دا د دې ښکاروندويي کوي چې د ورزش اداره او د افغانستان اسلامي امارت د ورزشکارانو تر شا ولاړ دي، ملاتړ یې کوي او شته امکانات په واک کې ورکوي.»

تېره اوونۍ په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په ګډون د ۳۵ هېوادونو لوبغاړود غېږنیونې سیالیو کې برخه اخیستې وه چې افغان لوبغاړو په کې ښې لاسته راوړنې لرلې.

په همدې حال کې، د وزن پورته کولو په سیالیو کې چې په ایران کې جوړې شوې وې افغان لوبغاړي فضل کریم ترکمن درېیم مقام خپل کړ.

لوبغاړي په دغو سیالیو کې خپل ګډون مهم بولي او وايي، هڅه کوي لا ډېرې لاسته راوړنې ولري. دوی له حکومت هم غواړي چې په بشپړ ملاتړ سره يې ستونزې ور حل کړي.

د غېږنیونې لوبغاړی ملا ميرويس شېربادغیس وايي: « له حکومت مې غوښتنه دا ده چې ورزشکارانو ته لا ډېره پاملرنه وکړي، ځکه چې ورزشکاران خپل هېواد ته ویاړونه راوړي.»

پهلوان فضل کریم ترکمن وايي: « له حکومت مې غوښتنه دا ده چې په ورزش بوختو لوبغاړو او پهلوانانو ملاتړ وکړي، دوی ته ښه کلبونه جوړ کړي او ویې هڅوي؛ ترڅو دوی هېواد ته د اتلولۍ مډالونه راوړي.»

روزونکي هم له حکومت غواړي چې په بېلابېلو برخو کې دې د لوبغاړو کلک ملاتړ وکړي او په خبره يې، تر ټولو مهمه يې دا ده چې د ستونزو پر وخت دې يې لاس نيوی وکړي.

روزنکی ميرعبدالغفور رسولي وايي: « زموږ د مثبت ۱۱۰ کیلو وزن پورته کوونکي لوبغاړي وکولی شول د برونزو ۳ مډالونه وګټي. دا مډالونه نه یوازې زموږ د فډراسیون بلکې د ټول افغان ملت لپاره لویه لاسته راوړنه ده.»

روزنکی حکمت الله حکیمي وايي: « له حکومت او د اولمپیک له ملي کمېټې څخه غوښتنه دا ده چې د بهرنیو سفرونو پرمهال د ورزشکارانو لګښتونه برابر کړي. زه ډاډ ورکوم چې زموږ لوبغاړي او پهلوانان چې هر هېواد ته لاړ شي، له مډال پرته نه راځي.»

په وروستیو درېيو کالو کې افغان لوبغاړي په بېلابېلو برخو کې د پام وړلاسته راوړنې لري چې د افغانستان له ۱۷ کالو کم‌عمره ځوانانو د فوټسال ملي لوبډلې له خوا د اسیايي سیالیو اتلولي ګټل یې غوره بېلګه ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي
لوبې

د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي

فبروري 17, 2026
د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل
لوبې

د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل

فبروري 17, 2026
کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله
لوبې

کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله

فبروري 12, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه
لوبې

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول
لوبې

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول

جنوري 27, 2026
ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه
لوبې

ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه

جنوري 26, 2026

وروستي خبرونه

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist