Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستاني چارواکي: تېر۴ کاله جګړه کې مو ۲۴زره پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پاکستاني چارواکي: تېر۴ کاله جګړه کې مو ۲۴زره پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/01

په قبايلي سيمو، خيبرپښتونخوا، بلوچستان او ټول پاکستان کې د ناامنیو زياتېدو له امله پاکستان په خپلو یو شمېر تېروتنو اعتراف ته اړ شوی او تازه يې بهرنيو چارو وزير ويلي، تېر۴ کاله يې د پوځيانو لپاره ډېر خونړي وو.

محمد اسحاق ‌ډار د شنبې په ورځ خبري کنفرانس ته ويلي، په دې موده کې ځينې تېروتنې د دې سبب شوې چې ۴زره پاکستاني پوځيان په جګړه کې ووژل شي او ۲۰زره نور ټپيان شي.

نوموړي دا نه ده روښانه کړې چې تېروتنې يې څه دي، خو وايي د دې تېروتنو ټوله قرباني پاکستاني پوځيانو ورکړې ده.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق‌ډار زیاته کړې: « موږ د ترهګرۍ پر وړاندې عملیات پیل کړل او ومو ځپله. که تاسې د پاکستان تېرو کلونو ته پام وکړئ، نو وبه ګورئ چې هلته په دې برخه کې جدي ګامونه نه ‌دي پورته شوي، خو موږ دغه کار وکړ. موږ خپله هم ځینې تېروتنې کړې دي چې له امله یې موږ اوس قرباني ورکوو. تاسې خبر یاست چې له ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۲۵کال پورې څلور زره پاکستاني سرتېري د ترهګرۍ قرباني شوي. موږ په دې برخه کې له۲۰زرو زیات ټپیان هم لرو.»

شنونکي د پاکستان تېروتنه د ترهګرۍ پر تمويل او روزنې د دې هېواد تکيه ګڼي او زياتوي، اوس د دې تګ‌لارو پايلې معکوسې شوې دي او پاکستان يې د پوځي تلفاتو په زياتېدو سره خوند څکي.

د سیاسي چارو شنونکي محمداسماعیل ځدراڼ وايي: « دا د پاکستان غلطه پالیسي وه، دوی خپله جوړه کړې وه او اوس یې ښکار شول. پاکستان اوس په کور دننه له زیاتو ستونزو سره مخ دی.»

ځينې نور شنونکي وايي، پر ملکي او پوځي چارواکو د عامو پاکستانيانو باور کم شوی او د بېرته ترلاسه کولو لپاره چانس هم له لاسه ورکړی. دوی باوري دي چې که پاکستان د ترهګرۍ له تمويل او تجهيز لاس په سر نه شي، د دې امکان شته چې ناامني تر اسلام‌اباد پورې ورسېږي.

د سیاسي چارو  شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « د پاکستان پوځ د ظلمونو پر وړاندې د ټي‌ټي‌پي او بلوڅانو آزادي غوښتونکي غورځنګ په څېر د ټولو تحرکات اساسي لامل د پاکستاني پوځیانو او ملکي حکومت ناسمې پالیسۍ دي. که پاکستان غواړي دغو ناامنیو ته د پای ټکی کېږدي، ښه دا ده چې د خپلو ناراضي خلکو غوښتنو ته غاړه کېږي.»

پاکستاني چارواکو په وار وار د یاد هېواد د ناامنیو ګوته افغانستان ته نېولي، خو باور دا دی چې د پاکستان پوځ د خپلو ګټو په خاطر ملکي وګړي په جګړې کې د سپر په توګه کاروي او د دې ترڅنګ يې له ملکي حکومت سره وخت ناوخت ناندرۍ د دې سبب شوې چې هلته د امنيتي بحران ترڅنګ سياسي او اقتصادي بحران نور هم ژور شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ
نړۍ

اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ

جنوري 28, 2026
د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی
نړۍ

د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی

جنوري 22, 2026
ټرمپ: ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته غواړم د بګرام پوځي اډه بیا ترلاسه کړم
نړۍ

ټرمپ: د ایران لپاره د نوي مشرتابه د لټون وخت دی

جنوري 19, 2026
ټرمپ: موږ افغان جګړه ګټلی شوه، خو د سیاسي دلایلو له امله مو بایلوده
نړۍ

ډونالډ ټرمپ: د لاريون کوونکو اعدامول به تهران ته بدې پایلې ولري

جنوري 15, 2026
عراقچي: د افغانستان او پاکستان د اختلافونو حلولو لپاره سیمه ییزه ناسته جوړوو
نړۍ

د ایران بهرنیو چارو وزیر امریکا ته: ایران هم جګړې او هم خبرو ته چمتو دی

جنوري 14, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist