Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې د سرطاني ناروغیو د درملنې روغتون پرانېستل شو

ننګرهار کې د سرطاني ناروغیو د درملنې روغتون پرانېستل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/27

د عامې روغتیا وزير ننګرهار کې د سرطاني ناروغیو د درملنې۵۰ بستریز روغتون پرانېسته وکړه. مولوي نور جلال جلالي وايي، د دې روغتون له جوړېدو موخه دا ده چې پر سرطاني ناروغیو اخته ناروغانو درملنه په هېواد کې دننه وشي او بهر ته د تګ له احتیاجه خلاص شي.

د عامې روغتیا وزیر وايي: « موږ د کنسر یا سرطاني ناروغیو د درملنې لپاره معیاري روغتون نه درلوده. اوس دا دی پنځوس بستریز روغتون پرانیستل شو؛ له دې سره په آی‌سي‌يو برخه کې چې ډېره مهمه ده، ټول لس بستره موږ درلودل چې اوس شلو بسترونو ته پورته شول.»

د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، پر حوزوي روغتون باندې د ناروغانو ګڼه ګوڼه زیاته ده او امکانات کم دي چې د دوی په خبره، باید مجهز طبي وسایل ورته برابر شي.

د چارواکو په وینا، د درملو داخلي فابریکو ملاتړ ترڅنګ باید د پاکستان پرځای له نورو هېوادونو سره د درملو واردولو برخه کې قراردادونه وشي.

ډاکټر نجیب‌الله انورزی وايي: « موږ د څو محدودو طبي آلاتو په درلودلو سره د سرطاني ناروغیو مقابله کوو؛ دا په هېڅ صورت کافي نه ده بلکې د طبابت په برخه کې عصري ټکنالوژۍ ته اړتیا ده. موږ وسایل غواړو، زه د ټولو ډاکټرانو او زون په استازیتوب خبرې کوم او له حکومت غواړم چې موږ ته عصري وسایل چمتو کړي.»

د ننګرهار مرستیال والي عزیز الله مصطفی وايي: « موږ د  درملو په برخه کې هم ستونزې لرو او دا حالت ټولو ته څرګند دی. زموږ وړاندیز دا دی چې که نړیوال شرکتونه د درملو او وسایلو لپاره دلته را دعوت شي او د پانګونې زمینه ورته برابره شي، همدارنګه په ملي سوداګرو هم غږ وشي چې د روغتیا په برخه کې پانګونه وکړي، ترڅو موږ له احتیاج خلاص شوو.»

همدارنګه، د عامې روغتیا وزير وايي حکومت ژمن دی چې د درملو داخلي فابریکو له تولیداتو څخه په روغتونونو کې ګټه واخلي او دغه راز درملو ته د شته اړتیا پوره کولو لپاره له روسیې او ایران سره نوي قراردادونه وکړي.

د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي وايي: « زموږ هڅه دا ده چې خپل تولیدات پر پښو ودروو او له هغوی څخه خریداري وکړو. د اوس لپاره ښايي زموږ ملګري ایران او روسیې ته هم سفرونه وکړي. په روسیه کې یوه کمپنۍ چې ډېره معیاري ده، ۸۰۰ قلمه تولیدات لري. که خدای کول له دې کمپنۍ سره به د غوره او ارزانه درملو یو تړون لاسلیک شي.»  

د عامې روغتيا وزارت چارواکو د معلوماتو له مخې، افغانستان دا مهال پر پاکستان سربېره له بنګله‌ دېش، ترکیې، ایران، هند او ازبېکستان سره هم د درملو د واردېدولو قراردادونه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي
روغتیا

هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي

جنوري 28, 2026
عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي

جنوري 28, 2026
چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی
روغتیا

چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی

جنوري 27, 2026
عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي

جنوري 27, 2026
هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي
روغتیا

هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي

جنوري 26, 2026
حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي
روغتیا

حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي

جنوري 21, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist