په هرات کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رواني او ټولنیزو خدماتو مرکز څخه ۳۳ تنه رواني ناروغان له دوه کلنې درملنې وروسته روغ او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
مسوولین وایي، ناروغانو ته په دې موده کې درملنه، رواني مشورې او نور اړین خدمات هم برابر شوي وو.
لوېدیځ زون کې د افغاني سرې میاشتې عملیاتي آمر محمد آصف صدیقي وايي: « له نېکه مرغه د ډاکټرانو په هلو ځلو مو وکولی شول چې نن ورځ ۳۳ تنه ناروغان خپلو کورنیو ته روغ تسلیم کړو. د دغو کسانو له ډلې ۸ تنه هم ښځې دي.»
په افغانستان کې د تېرو جګړو پاتې اغېزې، بې روزګاري، اقتصادي فشارونه او ټولنیزې ستونزې د رواني ناروغیو تر ټولو مهم لاملونه ګڼل کېږي.
د روغتیاپالانو په باور، د کورنیو ملاتړ او دوامداره څارنه د ناروغانو د اوږدمهاله رغېدو لپاره حیاتي اهمیت لري.
لوېدیځ زون کې د افغاني سرې میاشتې د رواني ناروغانو درملنې مرکز یو تن ډاکټر محمد شاپور نایل وايي: « کلونه جګړې، بېوزلې، محیطي او اجتماعي عوامل، کورنۍ ستونزې او په نشه يي توکو اعتیاد هغه عوامل دي چې له امله یې یو کس په عقلي او عصبي ناروغیو اخته کېږي.»
دلته تر درملنې لاندې ناروغان چې اوس رخصت شول، له دغو خدماتو خوښ او ډاډ ورکوي چې بېرته به خپل عادي ژوند او چارې پيلوي.
له رواني ناروغۍ رغېدلی مهدي وايي: « دوه کاله تر درملنې لاندې وم. د درملو او رواني مشورې له لارې مې روغتیا ترلاسه کړه.»
رغېدلی حسین وايي: « له سرې میاشتې او ډاکټرانو ډېره مننه کوم چې زما درملنه یې وکړه.»
د یوه ناروغ خپلوان وايي: « زما ورور ناروغ و، ډېر شخصي روغتونونو ته مې یوړ، خو درملنه یې ونه شوه. بیا مې دلته سرې میاشتې ته راوړ، یو کال او دوه میاشتې کېږي چې دلته بستر دی. د خدای فضل دی اوس یې وضعیت مخ په ښه کېدو دی.»
د مسوولینو د معلوماتو له مخې، لا اوس هم نږدې ۱۱۰۰ کسان هرات کې د افغاني سرې میاشتې د رواني ناروغانو پالنې مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي چې څه باندې ۱۸۰ هغه یې ښځې دي.