Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
آی‌اېم‌اېف: پاکستان کې ورځ تربلې ډېرېدونکي فساد د دې هېواد خزانه تشه کړې

آی‌اېم‌اېف: پاکستان کې ورځ تربلې ډېرېدونکي فساد د دې هېواد خزانه تشه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/25

د پيسو نړيوال صندوق(آی‌اېم‌اېف) تازه موندنې ښيي چې د پاکستان په حکومت کې دننه پټ او پراخ فساد د دې هېواد اقتصاد له سقوط سره مخ کړی.

دا صندوق وایي، په پاکستان کې ورځ تر بلې د مالي او اداري فساد ډېرېدو، د مالیې نه ورکولو، عوایدو پټولو او نور پېچلو قوانینو له امله، د دې هېواد خرانې ته پراخ زیانونه اوښتي.

د پيسو نړيوال وجهي صندوق ۱۸۶ مخییز راپور خپور کړی چې د پاکستان ټول اقتصادي شاخصونه یې په کې په پراخ او بشپړ ډول ارزولي دي او ښکاري چې فساد په سیسټماټیکه او دوامداره توګه د د دې هېواد د دولتي ادارو تل ته ښکته شوی.

د پیسو نړیوال صندوق په خپل راپور کې ویلي: « په پاکستان کې فساد په پراخه کچه خپور شوی، داسې چې د ریښو له منځه وړل يې خورا ډېر وخت او کله ناکله ناممکن ښکاري. ښایي دا حالت د پاکستان اقتصاد له زوال سره مخ کړي. په پاکستان کې د مالیې نه ورکول،  ژور او پراخ فساد، د اصلي عوایدو پټول او نور پېچلي قوانین د دې هېواد خزانې ته پراخ زیانونه اړولي دي.»

د پیسو نړیوال صندوق همدارنګه د پاکستان پر حکومتي او پوځي چارواکو تور لګولی چې د دوی له امله په پاکستان کې د فساد ریښې پراخې او په ټولو دولتي ادارو کې په ژوره توګه خپرې شوې دي.

د پیسو نړیوال صندوق وايي، د دوی د لاس وهنو په پایله کې د رامنځته شوي فساد له امله په دې هېواد کې د عادلانه سیالۍ مخه نیولې، بازازونه یې ګډوډ کړي او عامه اقتصادي سرچینې یې د ړنګېدو له خطر سره مخامخ کړې دي.

د پیسو نړیوال صندوق راپور کې دغه راز راغلي: « د پاکستان د حکومتدارۍ پاتې ‌والی یوازې اداري ستونزې نه دي بلکې هغه بنسټیزې نیمګړتیاوې هم دي چې ځانګړې او امتیاز لرونکې شبکې ته یې اجازه ورکړې؛ ترڅو پر مهمو اقتصادي برخو واکمنې شي. دا شبکې فساد ته لار هواروي چې له امله یې د هېواد اقتصاد ته لوی ګوزارونه ورکوي.»

د پیسو نړیوال صندوق په راپور کې دا هم ويل شوي چې په پاکستان کې د ثبت شویو مالیه ورکوونکو اصلي شمېر هم تر رسمي اټکلونو ډېر لږ دی او د مالیه ورکونکو شمېر باید لږ تر لږه ۱۵ میلیون هغو ته لوړ شي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي همدې راپور ته په اشارې ویلي، پاکستان کې فساد پراخ او دوامداره دی او په خبره يې، دا به د پاکستاني وګړو پر اقتصاد ناوړه اغېز وکړي.

زلمي خلیلزاد ویلي، دا ګمان نه ‌شي کېدای چې په پاکستان کې پوځي حاکمه شبکه او نور شریکان دې يې د فساد پر ضد ګامونه واخلي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي ویلي: « ښايي د پاکستان ولسي وګړو لپاره دا راپور حیرانوونکی ځکه نه وي چې هلته فساد معمولي بڼه خپله کړې او حاکم چارواکي په ځانګړي ډول د پوځ مشران او نور شریک حکومتي چارواکي بیا دا هر څه د ځان په ګټه بولي. زه ګمان نه ‌کوم چې هغوی دې د فساد پر ضد چېرته ګام پورته کړي.»

د چارو څارونکي بیا وایي، فساد په پاکستان کې د مالي نظم له ‌منځه تلو، پر دې هېواد د پورونو زیاتېدو او د عامو خلکو د ژوند خرابېدو اصلي لامل دی.

د څارونکو په خبره، پاکستان نه یوازې اقتصاد بلکې پر سیاسي او منیتي ډګرونو کې هم خورا سختې ماتې خوړلې دي. د دوی په خبره، هلته له کلونو راهیسې کړکېچن وضعیت روان دی او حکومت یې پرې سترګې پټوي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي: « دوی په اقتصادي ډګر کې هم ماتې وخوړه او اوس د افغانستان په اړه تبیغاتي پروپاګنډا پرمخ وړي. اوس ټوله نړۍ په دې پوهه شوې چې پاکستان ۴۷ کاله د افغانستان ځپلو لپاره کار کړی.»

د پیسو نړیوال صندوق داسې مهال د پاکستان په حکومت کې دننه پټ او پراخ فساد برملا کړی چې داهېواد له تېرو څو لسیزو راهیسې له سختو سیاسي، امنیتي او اقتصادي کړکیچونو سره مخ دی او حاکم حکومتي چارواکي يې تل د پټولو لپاره له ګاونډیو هېوادونو سره په جنجالونو بوخت دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026
مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو
نړۍ

مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist