د هېواد په څلورو ولایتونو کې د وزیر محمداکبرخان دویمه درجه کرېکټ سیالۍ پیل شوې. د مسوولیو په خبره، په هدې سیایلو کې۴۰ لوبډلې په ۸ ګروپونو کې لوبې کوي.
د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکي وايي، ننګرهار، کونړ، خوست او کندهار هغه ولایتونه دي چې دا لوبې په کې پیل شوې او هره لوبډله به څلور سیالۍ ترسره کوي.
د افغانتسان د کورني کرېکټ مسوول نظیم جار عبدالرحمیزی وايي: « په دې سیالیو کې ۴۰ لوبډلې دي او هره لوبډله به ۴ سیالۍ کوي. دا لوبډلې موږ په اتو ګروپونو وېشلې دي او په هر ګروپ کې پنځه لوبډلې ځای لري. دا لوبې به په څلورو ولایتونو کې درې اوونۍ دوام کوي.»
د کرېکټ مسوولین زیاتوي، له دغو سیالیو موخه دا ده چې کرېکټ لوبغاړي تجربه ترلاسه او د ښو لوبو په ترسره کولو سره د افغانستان نورو کورنیو کرېکټ لیګونو ته لار پیدا کړي.
نظیم جار عبدالرحمیزی زیاتوي: « د دې لوبو موخه دا ده چې موږ وکولی شو د لومړۍ درجه سیالو لپاره لوبغاړي په ګوته کړو. دا لوبغاړي به د شپږیزې لیګ سیالیو او بیا نورو لوبډلو ته غوره کېږي.»
په دې سیالیو کې لوبېدونکي لوبغاړي وايي، دا ډول سیالیو کې لوبېدل یې کرېکټ برخه کې د ظرفیت لوړونې لپاره مهم دي.
لوبغاړی یاسین ناصري وايي: « دا ټولې ښې لوبډلې دي، هریو لوبغاړی غواړي له همدې ځایه مخکې لاړ شي. موږ ټول خواري کوو چې وړاندې لاړ شوو.»
لوبغاړی جلات خان موسی زی وايي: « د لوبغاړو لپاره هره لوبه او سیالۍ ډېرې مهمې دي. د سور بال کرېکټ زموږ لپاره ځکه ډېر مهم دی چې د کورني کرېکټ پيل له سور بال څخه کېږي.»
د یادونې ده چې دا سیالۍ به درې اوونۍ په یادو څلورو ولایتونو کې دوام وکړي. د کرېکټ څارونکو په باور، د کورني کرېکټ وده او یادې برخې ته پاملرنه د ملي لوبډلې لپاره د ځوانو استعدادونو په پيداکولو کې خورا مهم رول لري.