د ننګرهار عامې روغتیا ریاست مسولین وايي، ټاکل شوې نن دوشنبه د ختیځ زون په څلورو ولایتونو کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شي.
دوی زیاتوي، د دې کمپاین پر مهال به ننګرهار کې ۹ سوه زره او په ټول زون کې یو میلیون ۳۵۰ زره له پنځو کالو کم عمره ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق
شي.
د ننګرهار عامې روغتیا رییس امین الله شریف وايي: « دا کمپاین د دوشنبې په ورځ پيل کېږي او تر پنجشبې ورځې به ادامه ولري. د دې کمپاین پرمهال به ننګرهار کې ۹۵۰ زره ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړل شي. زموږ ټیمونه ټولو ولسوالیو او کلیو ته استول شوي او تر پنځو کالو کوچنیو ټولو ماشومانو ته به واکسین ورکړل شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي، د نومبر له ۲۴ تر ۲۷ پورې په کابل، ننګرهار، لغمان، کونړ، بلخ، کندز، کندهار، هلمند، اروزګان، زابل، غزنی، خوست، پکتیا، پکتیکا، هرات او فراه ولایتونو کې هم د پولیو واکسین کمپاین پیلیږي چې په ترڅ کې به یې شاوخوا ۷.۴ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکړل شي.