د افغانستان عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د مور او ماشوم د مړینې پېښو کمولو او د پېچلو ناروغیو په درملنه کې د مسلکي روغتیایي کارکوونکو په رول ټینګار وکړ.
د دې وزارت د پالیسۍ او روغتیایي خدمتونو پراختیا مرستیال ډاکټر حسن غیاثي چې د چهارشنبې په ورځ یې د روغتیایي کارکوونکو د وړتیاوو لوړولو د دویمې روزنیزې دورې د پای غونډې ته وینا کوله ویلي، د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي کارکوونکو د مسلکي وړتیاو لوړولو او د روغتیایي خدماتو معیاري کولو ته ژمن دی.
ډاکټر حسن غیاثي وړاندې له هغو روغتیایي کارکوونکو چې په دې روزنیز پروګرام کې یې ګډون کړې و، وغوښتل چې په پوره ژمنتیا سره دې خلکو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي.
د عامې روغتيا وزارت د پالیسۍ او روغتيايي خدمتونو د پراختيا معين محمد حسن غیاثي وايي: « د عامې روغتیا وزارت د ټولو روغتیايي کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو ته ژمن دی او په مختلفو برخو کې به له ښوونیزو او ظرفیت جوړونې له پروګرامونو ملاتړ وکړي. د دانش او مهارت، تعهد او صداقت او خلکو ته د خدمت رسولو ترڅنګ، یو بل اصل هم شته چې باید تر ټولو مخکې رعایت شي.»
د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د مسلکي وړتیاوو د لوړولو په دویمې روزنیزې دورې کې چې د امفنېټ موسسې په همکارۍ جوړه شوی وه، شاوخوا نهه ویشتو روغتیایي کارکوونکو ګډون کړی و او دا دوره یې په بریالیتوب سره پای ته ورسوله.
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت ځینې نور چارواکي بیا وايي، اوس مهال په هېواد کې د روغتیایي کارکوونکو د وړتیاوو لوړولو لپاره د تخصصي څېړنو کوم ځانګړی مرکز نه شته. دوی د عامې روغتیا او لوړو زده کړو وزارتونو له مشرتابه وغوښتل چې په هېواد کې د داسې یوه مرکز جوړولو ته جدي پاملرنه وکړي.
د امفنېټ موسسې چارواکو بیا د مدیترانې په حوزه کې شته ستونزو ته په اشارې وايي، د دوی موسسه له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې خدماتي او مالي همکاریو ته ژمنه ده.
د امفنېټ موسسې استازی سیفالدین الهنداوي وايي: « زه د امفنیت د مشر په استازیتوب دلته خبرې کوم. د مدیترانې په حوزه کې د شته ستونزو سربېره خوښ یو چې د عامې روغتیا په برخه کې د وړتیاو د لوړولو له روزنیز مرکز نه د ډاکټرانو د فراغت شاهد یو. موږ د پخوا په شان له افغانستان سره د عامې روغتیا په برخه کې همکاریو او مالي مرستو ته ژمن یو.»
د روغتیایي کارکوونکو د وړتیاوو لوړولو لومړنۍ روزنیزه دوره تېرکال د امفنیت موسسې په همکارۍ جوړه شوی وه.
د عامې روغتیا وزارت له لورې د روغتیایي کارکوونکو د وړتیاوو لوړولو لپاره دا روزنیزه دوره داسې مهال جوړه شوې چې په هېواد کې د غیرمعیاري روغتیایي خدماتو له کبله اکثریت هغه کسان چې جدي روغتیایي ستونزې لري، د درملنې لپاره د سیمې او ګاونډ هېوادونو ته ځي.