Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان لوبغاړو د ازبېکستان د موی تای په اسیایي سیالیو کې ۱۰میډالونه وګټل

افغان لوبغاړو د ازبېکستان د موی تای په اسیایي سیالیو کې ۱۰میډالونه وګټل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/19

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د ازبېکستان په تاشکند کې د موی تای په اسیایي سیالیو کې د افغان لوبغاړو د ښه ځلېدو هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې دوی باید په سیالیو کې د ترلاسه شویو بریاوو د خوندي ساتلو لپاره لا زیاتې هلې ځلې وکړي.

د ازبېکستان په تاشکند کې د ۲۰۲۵ میلادي کال د موی تای په اسیايي سیالیو کې چې په کې د ۱۳ هېوادونو لوبغاړو برخه اخیستې وه، افغان لوبغاړو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره لس میډالونه په خپل نامه کړل.

د المپیک ملي کمېټې رییس احمدالله وثیق په خپلو خبرو کې په بېلابېلو برخو کې د افغان لوبغاړو په ملاتړ ټینګار وکړ.

احمد الله وثیق زیاته کړې: « کله چې دوی ځانونه تر دغو هېوادونو رسوي، د اولمپیک د نړیوالې کمېټې له خوا دوی ته لګښتونه ورکړل شوي دي او دلته هم د تمرین پرمهال د بدني روزنې ادارې د دوی د تمریناتو د تعقیب لپاره یو ټیم ټاکلی و چې هره ورځ یې د د غو ورزشکارانو تمرینات کتل، ترڅو دوی د دې جوګه شي چې په دغو لوبو کې برخه واخلي.»

د افغانستان د موی تای فډراسیون د چارواکو په وینا، په دې سیالیو کې ۱۷ تنو افغان لوبغاړو ګډون کړې و چې د خپلو سیالانو په ماتولو سره یی ۲ د سره زرو میډالونه، ۴ د سپینو زرو او ۴ د برنزو میډالونه ګټلي دي.

د موی تای فډراسیون فني او مسلکي مرستیال عبدالصادق ابراهیمي وايي: « موږ دغه بریاوې د افغانستان د بدني روزنې ادارې او اولمپیک ملي کمېټې ته مبارکي وایو. همدارنګه د دغو ورزشکارانو کورنیو او د افغانستان ټول ولس ته هم مبارکي وایم. په دغو لوبو کې موږ دوه پلاوي او یو تن روزونکی هم درلودل چې د افغانستان په استازیتوب یې ګډون درلود.»          

د ازبېکستان په پلازمینه تاشکند کې د موی تای اسیایي سیالۍ د روانې نومبر میاشتې له ۱۱ نیټې تر ۱۶پورې دوام درلود.

له دې مخکې د هېواد د موی تای ملي لوبغاړي محمد یوسف جهانګیر د اسلامي هېوادونو د پیوستون په سیالیو کې د خپل ترکي سیال په ماتولو سره د سرو زرو میډال خپل کړی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول
لوبې

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول

جنوري 27, 2026
ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه
لوبې

ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه

جنوري 26, 2026
خوست کې د مطیع الله تراب په یاد فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
لوبې

خوست کې د مطیع الله تراب په یاد فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

جنوري 18, 2026
خوست کې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې
لوبې

خوست کې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې

جنوري 6, 2026
د ملي اردو لوبډلې د کابل فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه
لوبې

د ملي اردو لوبډلې د کابل فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه

جنوري 6, 2026
کرېکټ بورډ د نړیوال شل اوریز جام لپاره لوبدله اعلان کړه
لوبې

کرېکټ بورډ د نړیوال شل اوریز جام لپاره لوبدله اعلان کړه

جنوري 1, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist