Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له مډال ګټلو تر بوټ رنګولو؛ د ازادو سیالیو مډال لرونکی لوبغاړی اوس د خلکو بوټونه رنګوي

له مډال ګټلو تر بوټ رنګولو؛ د ازادو سیالیو مډال لرونکی لوبغاړی اوس د خلکو بوټونه رنګوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/17

کرزی زنداني په خوست کې د ازادو سیالیو لوبو کې ځانګړی نوم لري، خو غریبۍ او د کور سرپرستۍ پر دې نوم داسې سیوری غوړولی چې ټوله ورځ د لوبو او سیالیو په ځای، د نورو بوټان پالش کوي او کورنۍ ته له دې لارې نفقه برابروي.
که څه هم کرزي همت نه بایللی او خپلو سیالیو ته یې هم دوام ورکړی، خو وايي، که يې لاسنیوی وشي کولی شي په دې بخه کې ځانګړې لاسته راوړنې ولري.
 د ازادو سیالیو لوبغاړی کرزی زنداني وايي: « زه ډېرې اقتصادي ستونزې لرم، د کور کرایه، خواړه، روغتیايي لګښتونه او هرڅه زما په سر دي او زه یې لاندې کړی یم. ما خپل همت له لاسه نه دی ورکړی، د کور د سرپرستۍ ترڅنګ سپورټ هم کوم.»

نوموړي په ډېرو سیالیو کې برخه اخیستې او څو ځله یې د زون او ولایت په کچه مډالونه هم ګټلي دي.

روزونکی يې وایي، که ملاتړ یې وشي کولی شي د نړۍ په کچه هم د هېواد نوم وځلوي.

د ازادو سیالیو لوبغاړی کرزی زنداني وايي: « زه درې مسابقې لرم او تراوسه مې ماتې نه ده خوړلې او دا کمربند مې په خپل نوم دي. زه غواړم د نړۍ په کچه قهرمان شم او افغانستان ته ویاړونه راوړم.»

د ازادو سیالیو استاد رحمت الله اخلاص وايي: « کرزی ډېر استعداد لري، دی دوه دورې تمرین ته راځي او په خپل وزن کې تر ټولو غوره اتل دی. سره له دې چې بېوزله دی، خو بیا هم تمرین کوي.»

اخوا د ورزش ځایي مسوولین ډاډ ورکوي چې دوی په دې ولایت کې د ټولو برخو لوبغاړو ته پر وخت د امکاناتو برابرېدو زمینه برابره کړې او هڅه یې کړې چې د حکومتي ادارو د لاسنیوي ور هاخوا، ورزشي فعالیتونو ته د سوداګرو پام هم ور واړوي.
 د خوست اولمپیک آمر عطاءالله کډوال وايي: « زموږ کوښښ دا دی چې د ورزشکارانو ستونزې له مرکزي ادارې او تجارانو سره شریکې کړو. همدارنګه دلته د ورزشکارانو ښې اتحادیې دي، له دوی ټولو سره مو شریکې کړې دي.»

خوست او ښایي هېواد کې ګڼ شمېر داسې ورزشکاران وي چې له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دي، خو د ډېرو په باور که هڅې دوام ومومي او د ورته استعدادونو ملاتړ وشي، نو ډېر دا ډول ځوانان کولی شي د هېواد نوم په نړیواله کچه وځلوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي
لوبې

د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي

فبروري 17, 2026
د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل
لوبې

د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل

فبروري 17, 2026
کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله
لوبې

کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله

فبروري 12, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه
لوبې

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول
لوبې

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول

جنوري 27, 2026
ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه
لوبې

ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه

جنوري 26, 2026

وروستي خبرونه

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist