Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا ته د وېنزوېلا خبرداری: له افغانستان هم اوږده جګړه کې به مو ښکېل کړو

امریکا ته د وېنزوېلا خبرداری: له افغانستان هم اوږده جګړه کې به مو ښکېل کړو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/17

په دې وروستيو کې وېنزوېلا ته څېرمه په کارایب سمندر کې د نشه ‌يي توکو له قاچاق سره د مبارزې په اړه د امريکا هڅو، د دواړو هېوادونو ترمنځ فضا کړکېچنه کړې او ان يوه بل ته يې د جګړې خبرداري هم ورکړي.

د وېنزوېلا ولسمشر امریکا ته خبرداری ورکړی چې که امريکا يې د هېواد پر وړاندې کوچنی اقدام هم وکړي، نو په داسې يوه اوږده جګړه کې به يې ښکېله کړي لکه په افغانستان کې يې چې تجربه کړه.

نېکولاس مادورو دغه څرګندونې د امریکا سي‌اېن‌اېن ټلوېزيون ته کړې. نوموړي جګړې ته له تګ وړاندې له امريکا سره له سوله ‌ييزو لارو د اړيکو پر رغولو ټينګار کړی.

د وېنزوېلا ولسمشر نیکولاس مادورو دغه راز ویلي: « نور نه اوږدمهاله جګړې، نه ناعادلانه جګړې، نه لېبيا، نه افغانستان، ژوندۍ دې وي سوله!»

د امريکا ولسمشر وار له مخې له وېنزوېلا سره مستقيمه جګړه رد کړې، خو د دې هېواد د جنګ وزير د مادورو څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي، هغه سيمې به د نشه‌يي توکو له قاچاق او توليد پاکې کړي چې عام امريکايان يې قرباني دي.

د امريکا جنګ وزير پيټ هېګسټ ویلي: « ولسمشر ټرمپ امر کوي او جنګ وزارت يې عملي کوي! د سويلي برخې له عملياتو موخه د نشه‌يي توکو له  ترهګرو د هېواد ساتنه او د امريکا له نيمې کرې د نشه‌يي توکو له منځه وړل دي. لويديځه نيمه کره زموږ ګاونډ دی او موږ به يې خوندي کړو.«

د امريکا په مشرۍ د ناټو غړيو هېوادونو پوځي ایتلاف په ۲۰۰۱ کال کې خپل ځواکونه افغانستان ته واستول. د لوېديځ زبرځواک هېوادونو دې ایتلاف په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې خپل شل کلن حضور له اسلامي امارت سره د دوحې هوکړې له مخې په افغانستان کې پای ته ورساوه.

کارپوهان په افغانستان کې د امريکا د دوو لسيزو اوږد حضور په اړه داسې نظر لري.

د سياسي چارو شنونکی محمد زلمی افغانيار وايي: « هر هغه اشغال چې د زور پر بنسټ وي، یوه ورځ پای ته رسېږي. اوس دا د نړیوالې ټولنې مکلفیت دی چې له امریکا او ناټو پوښتنه وکړي چې افغانستان کې یې شل کاله حضور د څه لپاره و؟»

د امريکايي براون پوهنتون د موندنو پر بنسټ، د ناټو په ایتلاف کې يوازې امريکا په افغانستان کې د شل کلن حضور پرمهال نږدې ۳ زره بشري ځواک بايللی او څه باندې ۲ ټرېلیون ډالره لګښتونه پرې راغلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026
مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو
نړۍ

مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist