Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
میرویس روغتون: د پښتورګو په ناروغۍ اخته ناروغان ډېر شوي

کندهار کې د زړه او تنفسي ناروغیو پېښې ډېرې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/13

د کندهار میرویس حوزوي روغتون کې د داخله ناروغیو څانګه، د ګڼو تنفسي او زړه اړوند ناروغانو کوربه ده.

دلته هره ورځ سلګونه ناروغان له لرې پرتو سیمو او آن له ګاونډیو ولایتونو مراجعه کوي.

د روغتون مسوولین وایي، د زړه او تنفسي ناروغیو کچه د پخوا په پرتله لوړه شوې.

د دوی په وینا، یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې ۳۷۲ تنه د زړه ناروغان په دې روغتون کې د بېلابېلو جراحي عملیاتو او نورې درملنې لپاره راغلي دي.

د میرویس حوزوي روغتون د داخله څانګې مسوول عزت‌الله نېکزاد وايي: « تنفسي ناروغیو له پله په درېیو میاشتو لکه سرطان، اسد او سنبلې کې موږ ۱۹۹ تنه ناروغان لرل. همدارنګه د سږ کال په همدې درېیو میاشتو کې مو ۱۷۹ تنه د زړه ناروغان بستر کړي دي. زموږ د معلوماتو له مخې، د دغو ناروغانو کچه کال په کال زیاتېږي.»  

ډاکتران وایي، د هوا ککړتیا، ناسالم خواړه او د عامه پوهاوي کموالی هغه اصلي عوامل دي چې د زړه او تنفسي ناروغیو د زیاتوالي لامل ګرځي.

دوی ټینګار کوي چې باید د عامه پوهاوي پروګرامونه او د ناروغیو د مخنیوي هڅې پیاوړې شي.

میرویس حوزوي روغتون کې د زړه او تنفسي ناروغیو متخصص شفیع‌الله شمس وايي: « زموږ ځوانان فزیکي فعالیت نه کوي، داسې خواړه خوري چې په غوړو کې سره شوي وي او همدا د دې لامل کېږي چې په دوی کې د زړه ناورغۍ ډېرې شي. همدارنګه د تنفسي ناروغیو په اړه ځوانان دوخانیات کاروي، د سیګرېټو او چلم څکول سبب کېږي چې تنفسي ناروغۍ ډېرې شي.»

بله ‌خوا، یو شمېر ناروغان چې له لرې پرتو سیمو د درملنې لپاره راغلي وایي، د خصوصي روغتونونو د درملنې توان نه لري او له مسوولینو غواړي چې په دې برخه کې روغتیایي خدمات زیات کړي.

د زړه ناروغ توریالی وايي: « څلور پنځه ورځې وړاندې مې د سیمې په قفس کې درد احساس کړ. روغتون ته راغلم او له معایناتو وروسته ښکاره شوه چې د زړه حمله راباندې راغلې او یو رګ مې بند دی.»

د زړه ناروغ فضل محمد وايي: « ما د ساه لنډي ناروغۍ درلوده، دلته راغلم او درملنه مې پيل کړه. اوس څه نا څه ښه شوی یم. زه له چارواکو غوښتنه کوم چې خدمات نور هم زیات او معیاري کړي.»

د یوه بستر ناروغ مل او پایواز وايي: « ما له هلمند ولایت څخه ناروغ راوستی، اوس یې وضعیت ښه دی. له چارواکو غوښتنه لرم چې خدمات نور هم زیات کړي.»

د زړه او تنفسي ناروغیو له ډېروالي داسې مهال اندېښنې شریکېږي چې کندهار کې ورځ تر بلې وچکالي او د هوا ککړتیا مخ پر ډېرېدو ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي
روغتیا

هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي

جنوري 28, 2026
عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي

جنوري 28, 2026
چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی
روغتیا

چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی

جنوري 27, 2026
عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي

جنوري 27, 2026
هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي
روغتیا

هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي

جنوري 26, 2026
حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي
روغتیا

حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي

جنوري 21, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist