Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې د ۱۴ ولایتونو ترمنځ د بایسکېل ځغلونې سیالیو پای لوبه وشوه

ننګرهار کې د ۱۴ ولایتونو ترمنځ د بایسکېل ځغلونې سیالیو پای لوبه وشوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/12

په ننګرهار کې د دې ولایت په کوربه توب د ۱۴ ولایتونو ترمنځ د بایسکېل ځغلونې ملی ټاکنیزو سیالیو پایلوبې مراسم جوړ شول.

مسوولین وايي، په دې سیالیو کې له ۵۵ لوبغاړو څخه ۲۵ تنو ملي لوبډلې ته لار پیدا کړې.

د ننګرهار بدني روزنې ریاست ویاند شاهد الله فضلي وايي: « د هېواد د ۱۴ ولایتونو ترمنځ د بایسکېل ځغلولو ملي سیالۍ ترسره شوې او نن یې پایلوبه وه. په دې سیالیو کې ټولټال ۵۵ تنو ګډون کړی و چې له ډلې یې ۲۵ تنو ملي سیالیو ته لاره پيدا کړه.»

د بایسکېل ځغلونې ملي فډراسیون روزونکي وايي، له دغو سیالیو یې موخه د غوره لوبغاړو ټاکنه ده، ترڅو په نړیوالو ډګرونو کې د افغانستان لپاره ښې لوبې وکړي.
د بایسکېل ځغلونې فډراسیون روزونکی اېمل نبي زاده وايي: « له دې سیالیو څخه د هغو ۲۵ تنو ټاکنه وه چې له مرکز او ولایتونو څخه به ټاکل کېږي، ترڅو په نړیوالو لوبو کې برخه واخلي. په دې سیالۍ تاسو ګورئ چې یاد ۲۵ تنه چمتو شول.»

د دې سیالیو له لارې ملي لوبډلې ته لاره موندونکي لوبغاړي ډاډ ورکوي چې د هېواد لپاره به ښې لوبې کوي. دوی دغه راز له خلکو او مسوولو ادارو د لا زیات ملاتړ غوښتنه هم کوي.
د بایسکېل ځغلونې لوبغاړی نقیب الله وايي: « د راتلونکي لپاره ډېر پروګرامونه لرم، دولت باید له موږ ملاتړ وکړي، ترڅو په نړیوالو لوبو کې برخه واخلم.»

د بایسکېل ځغلونې بل لوبغاړی عادل وايي: « ما په دې لوبو کې شپږم مقام خپل کړ او ملي ټیم ته شامل شوم. زه له چارواکو او ولس غواړم موږ ته د سیالیو زمینه برابره کړي، ترڅو موږ هم هېواد ته ویاړونه راوړو.»

د یادونې ده چې دا څلور ورځنۍ سیاليۍ له کابله، لغمان او له لغمان ولایت څخه بیا تورخم او ګمبیري دښتې پورې ترسره شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول
لوبې

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول

جنوري 27, 2026
ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه
لوبې

ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه

جنوري 26, 2026
خوست کې د مطیع الله تراب په یاد فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
لوبې

خوست کې د مطیع الله تراب په یاد فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

جنوري 18, 2026
خوست کې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې
لوبې

خوست کې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې

جنوري 6, 2026
د ملي اردو لوبډلې د کابل فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه
لوبې

د ملي اردو لوبډلې د کابل فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه

جنوري 6, 2026
کرېکټ بورډ د نړیوال شل اوریز جام لپاره لوبدله اعلان کړه
لوبې

کرېکټ بورډ د نړیوال شل اوریز جام لپاره لوبدله اعلان کړه

جنوري 1, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist