د خوست صعنتي پارک چې کلونه وړاندې ورته ۴۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې وه، په لومړي ځل په کې د تولیدي کارخونو مالکانو ته د ځمکو وېش بهیر پیل شو.
د خوست ولايتي مسوولین وايي، د پارک په داخل کې اړينې اسانتياوې به هم په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي.
په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې له صعنتکارانو وغوښتل چې د توکو تولید پر مهال کيفيت ته پام وکړي.
خوست والي عبدالله مختار وايي: « له ټولو صنعتکارانو مې هیله ده چې د کمیت په ځای باید کیفیت ته ډېره پاملرنه وکړي. پروا نه لري، لږ تولید د ولرو خو ښه او با کیفیته تولید د ولرو.»
په ورته وخت کې ځایي مسوولین د صنعت د ودې په برخه کې دا لوی ګام ګڼي او زیاتوي چې له دې سره به د خوست صنعتي وده لا ډېره او ورسره به شاوخوا ۲۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د دوی په خبره، که حکومت د صنعت د پرمختګ لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي، نو ژر به په کور دننه د کورنیو تولیدي توکو اړتیا هم پوره شي.
د خوست صنعت او کانونو خونې رییس ګلزالي جانان زوی وايي: « موږ په ټول افغانستان کې ۶۵۰۰ فابریکې لرو، په دې فابریکو کې ۴۲۰ زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او ۱۳۸ قلمه اجناس چې تقریبا ً ۴۷ سکټورونه کېږي، په کې ځان بسیاینې ته رسېدلي یو.»
د خوست سوداګرۍ خونې رییس نواب امیرزی وايي: « دغو فابریکو ته چې نن یې اساس کېښودل کېږي، باید پراختیا ورکړی او حکومت له خصوصي سکټور سره همکاري وکړي.»
اخوا د کارخونو مالکان خوښ دي چې صنعتي پارک کې ورته د ځمکو وېش پيل شو. د دوی په خبره، اوس اکثریت کارخونې په استوګنیزو سیمو کې فعالیت کوي چې د تولید پرکیفیت او کمیت یې منفي اغېز کړی. دوی غوښتنه کوي چې د فابریکو د فعالیت لپاره دې ټولې اسانتیاوې ژر برابره شي.
صنعتکار شرف الدین ایوبي وايي: « ترټولو لومړی مهمه دا ده چې صنعتي پارک ته برېښنا راشي، سړک یې جوړ شي. که څه هم موږ فابریکې جوړې کړې دي، خو چې برېښنا نه وي فعالیت نه شو کولی.»
صنعتکار رضوان الله وايي: « زما دا آرمان و چې په خپل پاتې عمر کې د خوست خلکو ته خدمت وکړم او په خپلو کارونو سره د هېواد پر ځان بسیاینې کې ونډه واخلم.»
که څه هم دا مهال په خوست کې نږدې۲۳۰ کوچنۍ او منځنۍ توليدي کارخونې موجودې دي، خو ټولې يې د استوګنې په سيمو کې فعاليت کوي. اوس به شاوخوا ۲۰۰ هغو کارخونو ته په دې صنعتي پارک کې د ودانیو او نورو اړینو اسانتیاوو په موخه ځمکې ووېشل شي.