پرافغانستان د پاکستان پوځي رژيم له بريد سره دې هېواد د سوداګرۍ او ټرانزيټ پر مخ ټولې لارې وتړلې او د لسو ورځو په تېرېدو سره، لاهم نه دي پرانيستل شوې.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، دواړو غاړو ته زرګونه موټر له خوراکي توکو او تازه میوو بار ولاړ دي چې په کې د يادو توکو د خرابېدو له امله سوداګرو ته ميليونونه ډالر زيان اوښتی.
دوی وايي، یوازي د تورخم په لاره په ورځني ډول ۲۰۰۰ باروړونکو موټرو تګ راتګ کاوه چې اوس د لارې بندښت د دوام له امله دواړو خواوو ته زرګونه هغه اېسار پاتې دي.
د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې رییس خان جان الکوزی وايي: « دا موټر چې اوس هلته ولاړ دي، تقریبا ً تر ۲۵۰ زرو ډالرو پورې توقف ورکوو. له تېرو لسو ورځو راهیسې دغه رقم تر ۲ میلیون ډالرو رسېدلي. دا تاوان هم دلته رسېدلی او هم په کراچۍ بندر کې.»
د دې خونې د چارواکو په خبره، پاکستان تل سوداګري د سیاسي موخه قرباني کړې او زياتوي چې د افغانستان پر حکومت د فشار راوړلو په موخه له دې تکتيک کار اخیستل کېږي. دوی وړانديز کوي چې اوسنی حکومت دې د پاکستان پر ځای له نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ لپاره د بديلو لارو پرموندلو غور وکړي.
خان جان الکوزی زیاتوي: « بله خبره دا ده چې موږ باید د نړیوالو اصولو تابع شو. پاکستاني چارواکي د نړیوالو اصولو تابع نه دي. په جګړو کې اقتصاد ته دومره ضربه نه رسېږي، مګر دا چې لارۍ او توکي په جګړو کې وسوځېږي.»
شنونکي له پاکستان سره د راکړې ورکړې عمده لامل ارزانه سوداګري بولي، خو باوري دي چې که پاکستان په سوداګرۍ کې اېجاد کړې ستونزې حل نه کړي، د دواړو خواوو سوداګر به لا زيانمنه شي.
د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « د حل لاره د بدیلو لارو او بدیلو بندرونو پيدا کول دي. باید له چین، ایران او د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره په دې اړه کار وشي؛ ځکه افغانستان له دغو هېوادونو سره پراخې پولې او ښې اړیکې لري.»
له وروستۍ جګړې وړاندې هم پاکستان تل په افغانستان کې د مېوو او موسمي محصولاتو د رسېدو پرمهال په بېلابېلو پلمو لارې بندولې او په دې توګه يې هڅه کوله چې په توکو سربېره افغان سوداګر هم زيانمن کړي.