Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د ۲۲میلیون ډالرو په ارزښت د اوسپنې وېلې کولو کارخونې دویم فاز پرانیستل شو

هرات کې د ۲۲میلیون ډالرو په ارزښت د اوسپنې وېلې کولو کارخونې دویم فاز پرانیستل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/22

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال هرات کې د اوسپنې وېلې کولو کارخونې دویم فاز پرانیست. ملا برادر د پرانستنې په دې مراسمو کې د صنعتکارانو او پانګوالو د ملاتړ ډاډ ورکړ.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړه، اوسمهال په کور دننه تر بل هر وخت د پانګونې زمینه برابره شوې او له پانګوالو غواړي چې په کور دننه پانګونه وکړي او دوی یې د ستونزو حل ته ژمن دي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي: « هرڅوک چې په هره برخه کې پانګونه کوي، موږ د کار زمینه ورته برابروو؛ ملاتړ یې کوو او ستونزو ته یې رسېدنه کوو.

بله خوا، د کار خونې مسوولان وایي، د یادې کارخونې دویم فاز کې یې ۲۲ میلیون ډالره پانګونه کړې او له دې سره به یې د ګول سیخ د ورځني تولید کچه څه باندي۷۰۰ ټنو ته لوړه شي.

د اوسپنې ویلي کولو کارخونې رییس عطالله وردک وايي: « موږ دا مهال له ۷۰۰ تر ۷۵۰ تنو ته د کار زمینه برابره کړي او هره ورځ شاوخوا ۶ تر ۷ سوه ټنو ګول سیخونه په نړیوال ستندرد تولید لرو.»

د اوسپنې وېلې کلوو په دې کارخونه کې شاوخوا ۷۵۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې.

دلته په کار بوخت کسان وایي، خوښ دي چې په کور دننه ورته د کار زمینه برابره شوې او له نورو پانګوالو هم غواړي چې د بهرنیو هېوادونو په ځای خپل هېواد کې پانګونه وکړي.

د کارخونې کارګر الله یار وايي: « غوښتنه کوم چې ټول پانګوال، تجاران او شتمن کسان کارخونې جوړې کړي او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي. نو له مهاجرت ستړي شوي یو، که دلته کار وي هېڅ ځای ته نه ځو.»

کارګر سید جواد وايي: « زموږ ډېر خلک بې کاره دي، غوښته مو دا ده چې شتمن کسان دې هېواد کې پانګونه وکړي، هم به خلکو ته کار برابر شي او هم به وطن آباد شي.»

که څه هم هرات صنعتي ښارګوټي کې ورځ تر بلې پانګونې ته د پانګوالو لېوالتیا زیاتېږي، خو د برېښنا او خامو موادو کمښت یې د تولیدي فعالیتونو پر وړاندې جدي ننګونې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist