Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
لوړ رتبه افغان او ترکمن چارواکو د ټاپي پروژې له چارو لیدنه کړې

لوړ رتبه افغان او ترکمن چارواکو د ټاپي پروژې له چارو لیدنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/21

د ریاست الوزرا اقتصادی مرستیال تورغونډۍ بندر کې د ترکمنستان ملي رهبر سره په لیدنه کې د ټاپي پروژې د چارو پرچټکتیا، له یاد هېواد سره د اقتصادي دهلېز پر رامنځته کولو او اقتصادي همکاریو ټینګار وکړ.

په لېدنه کې د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر ويلي، ټاپي د هېوادونو ترمنځ د سیمه ییزې همکارۍ او اقتصادي یووالي نښه ده او دوی هڅه کوي چې افغانستان د سیمه ییز اتصال او اقتصادي راکړه ورکړې په مرکز بدل کړي.

د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر زیاته کړې:« زموږ لیدلوری یوازې تر ټاپي پروژې محدود نه دی بلکې موږ د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي دهلېز د پراختیا په هدف کار کوو؛ دا دهلېز یوازې د یوې پروژې نوم نه دی بلکې د یو ه ستر سټراټیژیک هدف پر لوري حرکت دی چې په کې د ټاپ د پنځه سوه برېښنا مزي د انتقال پروژه، د رېل ګاډي پټلۍ جوړونه، سړکونه، لوجسټیکي مرکزونه او ګڼ شمېر نورې اقتصادي پروژې شاملې دي.»

په ورته مهال، د ترکمنستان ملي رهبر قربان قلي بردي محمدوف د ټايي په څېر د ورته پروژو تطبیق د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړېکو پیاوړتيا لامل ګڼي.

د ترکمنستان ملي رهبر  قربان قلي بردي محمدوف ویلي: « د داسې لويو پروژ تطبیق د دوستانه اړېکو د پیاوړتيا لامل ګرځي او د دواړو هېوادونو د نېک نيت او دوستانه اړېکو ثبوت وړاندې کوي.»

مسوولان همداراز وایي، اوسمهال د ټاپي ګازو نل لیکه ۱۴ کیلومټره غځول شوې او په پام کې ده چې د ۱۵۳ کیلومټرو په اوږدوالي تر هرات ښاره د دې نل لیکې غځولو چارې د ۲۰۲۶ زیږدیز کال تر پایه بشپړې شي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت  وايي: « دا پروژه چې اوس یې د افغانستان په خاور کې ۱۴ کیلومټره بشپړه شوې، تر هراته به د ۱۵۳ کیلومټرو په اوږدوالي غځېږي. د دې پروژې د دویمې برخې چې شاوخوا سل کیلومټره کېږي، سیمه ورته برابره شوې او نږدې ۷۰ کیلومټره ساحه هواره شوې او د جغل په توګه سړک هم ورته جوړ شوی دی.»

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان په دې اړه وايي: « کله چې دا پروژه هرات ته رسېږي، نو صنعتي پارکونه، کورونه او عام وګړي به له دې پروژې برخمن شي.»

بله خوا، د اقتصادي چارو کارپوهان هم د ټاپي پروژې بشپړېدل د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او په کور دننه د صنعتي ودې لپاره ګټور بولي.

ټاپي د هېواد په کچه یوه ستره اقتصادي پروژه ده چې په لومړي ځل یې ۱۴ کیلومتره نل لیکه غځول شوې او دواړه هېوادونه یې د بشپړیدو لپاره د پوره هڅو ډاډ ورکوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist