Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د تورخم دروازې تړل کېدو سوداګرو ته میلیونه افغانۍ تاوان اړولی

د تورخم دروازې تړل کېدو سوداګرو ته میلیونه افغانۍ تاوان اړولی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/21

د تورخم دروازه له تېرو څو ورځو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې له امله تړل شوې.سوداګر او موټر چلوونکي وايي، له امله یې دوی ته په زیاته اندازه مالي زیانونه اوښتي. د دوی په خبره، پاکستان ته صادرېدونکې تازه مېوې او سبزیجات يې د دروازې بندېدو له امله خراب شوي.

تورخم کې یوتن موټر چلوونکی وايي: « سوداګرو، مال لرونکو او موټر چلوونکو ته سخته درنه ضربه ورسېده. په دې موټرو کې تازه ترکارۍ لکه رومیان او تازه مېوې لکه انګور او انار بار دي چې ټول خراب شول او درانه مالي زیانونه ورسېدل.»

د لارې یو موټر چلوونکي وايي: « موږ موټر چلوونکي یو، په دې لاره له ۱۰۰ تر ۱۵۰ زره روپیو محصول ورکوو او تازه سبزیجات مو بار کړي، خو ټول خراب شوي او سوداګرو ته زیات زیان ورسېد. موږ غواړو دروازه خلاصه او بیا بنده نه شي.»

په همدې حال کې یو شمېر سوداګر وايي، پاکستاني لوري تل د افغانستان د مېوو او سبزیجاتو په وخت کې په بېلابېلو بهانو د تورخم دروازه بندوي چې له امله یې د دواړه خواوو ترمنځ سوداګري اغېزمنیږي او دوی ته مالي زیانونه اوړي.

سوداګر د خبرو له لارې د ستونزې د حل او سوداګرو ته د اسانتیاوو په برابرولو ټینګار کوي.

د تازه مېوو او سبزیجاتو سوداګر ستانه ګل وايي: « زموږ سوداګرو ته هره ورځ میلیونونه افغان زیان رسېږي. زموږ کاروبارو د سبزیجاتو او مېوه جاتو په برخه کې دی، خو دا توکي ډېر نه شي ساتل کېدای. کله چې لارې پرې بندېږي، طبعا ً خرابېږي او تاوان رسوي.»

د تازه مېوې سوداګر عبد الغفار وايي: « هرکله چې د دولتونو ترمنځ ستونزه رامنځته کېږي، تاوانونه یې سوداګرو ته رسېږي. باید دولتونه خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.»

د ننګرهار صنعت او سوداګرۍ ریاست مسولین هم مني چې د تورخم دروازې له تړل کېدو سره سوداګرو ته زیان اوښتی، خو د خلاصېدو په برخه کې د مسوولینو د هڅو خبر ورکوي.

د ننګرهار صنعت او سوداګرۍ ریاست د سوداګریزو چارو امر شاکرالله ستانکزی وايي: « د صنعت او سوداګرۍ ریاست هم په ولایتي سطحه له ولایت مقام سره په همغږۍ او هم وزارت مقام په دې هڅه کې دی چې لاره بېرته د سوداګرو پرمخ پرانیزي، ټرانزیټ او سوداګري پيل شي.»

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان ته صادرېدونکې تازه میوې او سبزیجات د پاکستان له لوري د تورخم دورازې تړل کېدو له امله خرابیږي بلکې تر ډېره د دغو صادرېدونکو توکو د پخېدو پر مهال هم یادې ستونزې رامنځته کیږي چې خلک او سوداګر يې پر دایمي حل ټینګار کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist