د خیبرپښتونخوا په اورکزۍ ولسوالۍ کې، پر پاکستاني پوځیانو د ټي.ټي.پي له بريد وروسته چې د دوو افسرانو په ګډون ۱۱ تنه پوځيان په کې ووژل شول، د دغه هېواد دفاع وزیر، پخوانی لومړی وزیر عمران خان د پاکستاني طالبانو تحریک پر ملاتړ تورن کړی دی.
خواجه محمد اصف پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، عمران خان زرګونه طالبان راوستل او په بېلا بېلو سیمو کې يې مېشت کړل او په خبره يې اوس هره ورځ د پوځيانو وينې توېيوي .
اصف دغه راز هلته مېشت افغان کډوالو ته هم د ایستلو ګواښ کړی چې د ده په وينا د افغان کډوالو د ۶۰ کلونو مېلمه پالنې بیه موږ د خپلو وینو په بدل کې ادا کوو.
هغه زیاته کړې:« په زرګونه طالبان عمران خان پاکستان ته راوستل او هلته يې مېشت کړل. کلونه کیږي زموږ د پوځ او ولس وینه تویېږي. ۶ میلیونه افغان کډوال د ۶۰ کلونو مېلمه پالنې بیه موږ د خپلو وینو په بدل کې ادا کوو. وخت رارسېدلی چې افغان مېلمانه خپلو کورونو ته ستانه شي .»
په ورته مهال د دغه هېواد پخواني لومړی وزیر عمران خان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، هغه تګلاره چې د ترهګرۍ پر ضد په ډرون بریدونو، جنګي الوتکو، او هاوان بمباريو عملي کېږي، یوه ډېره ناپوهانه ستراتیژي ده چې ملت یې په یوه پای نه لرونکي خطرناک دور کې بند ساتلی.
خان زیاته کړې:« هغه ناکامه تګلارې او غلط لومړیتوبونه چې له پاکستانه مافیايي حکومت پر ولس تحمیل کړي. پاکستان او په تېره بيا خیبر پښتونخواه يې د ترهګرۍ یوې ګواښوونکې څپې ته مخ کړې ده روان کال چې لا يې دوه میاشتې پاتې دي، خو د ریکارډ تر کچې دلته انساني ژوند صدمه لیدلې ده.»
خان ټینګار کړی چې پاکستان سره پرته له خبرو بله لار نشته او زیاتوي چې له ځايي حکومت او ولس سره په ګډه دې له افغان حکومت او مشرانو سره د ستونزو د حل او د ناامنۍ ډېرېدو مخنيوي لپاره خبرې وکړي.
هغه په دې اړه وايي:« زه بیا وایم چې خیبر پښتونخواه کې د بي ثباتۍ د ختمولو لپاره د خیبر پښتونخواه حکومت، قبایلي ولس، د افغانستان حکومت او د افغان ولس استازو سره خبرې مهمې دي.»
دا لومړی ځل نه دی چې عمران خان د پاکستان پوځ تګلارې ننګوي، بلکې تر دې وړاندې د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ورته څرګندونې کړي دي.
خليلزاد د پاکستان اوسني حکومت ته وړاندیز کړی و چې د پاکستاني طالبانو تحریک سره دې د جنګ پر ځای خبرې وکړي او باور يې ښودلی و چې جنګ او د دې تحریک پر وړاندې عملیات ناکامه پالیسې ده.