Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له طاعون ناروغۍ وېره؛ کندهار او هلمند کې له ۱۶۰ زرو ډېر څاروي واکسینیږي

له طاعون ناروغۍ وېره؛ کندهار او هلمند کې له ۱۶۰ زرو ډېر څاروي واکسینیږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/29

کندهار کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرني نړیوال سازمان له لوري د څارویو طاعون ناروغۍ د مخنیوي په موخه د واکسینولو کمپاین پیل شو. چارواکي وايي، په دې کمپاین کې به د کندهار ښار په شمول د دې ولایت په ۱۰ ولسوالیو کې کوچنیو څارویو ته واکسین ورکړل شي.

د کندهار کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، په دې ولایت کې یوازې تېرکال ۳۰ سلنه څاروي د طاعون ناروغۍ له امله تلف شوي، خو دا مهال د پاتې څارویو د ژغورني ترڅنګ، د یادې ناروغۍ د مخنیوي په موخه هم پراخې هڅې پیل شوې دي.

د کندهار کرنې ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وايي: « په کندهار کې یو ځل بیا د طاعون ناروغۍ یا پي‌پي‌آر واکسین لرو چې د کندهار کرنې ریاست په هڅو او د اې‌پي‌او موسسې په مالي ملاتړ تطبیق کېږي. دا واکسین د کندهار په ۱۰ ولسوالیو او ښار کې تقریبا ً ۸۰ زره څارویو ته ورکول کېږي. طاعون یوه خطرناکه او وژونکې ناروغي او تېر کال یې په کندهار کې زموږ د اټکل له مخې شاوخوا ۳۰ سلنه څاروي وژلي. دا واکسین په همدې موخه پلی کېږي، ترڅو د څارویو د تلفاتو مخنیوی وشي.»                             

په کندهار کې د څارویو د روغتیا عمومي مدیر ډاکټر توریالی قیام وايي: « دا ډېره د خوښۍ خبره ده چې زموږ مالدارانو ته دا چانس برابر شو چې د دوی څاروي واکسین کېږي. له نېکه مرغه دغه واکسین د پنځو کالو لپاره معافیت لري.»          

له بلې خوا، مالداران وایي تر دې وړاندې يې د واکسين د نه شتوالي له امله یو شمېر څاروي مړه شوي، خو تمه لري چې د واکسينونو په مرسته د څارويو د تلف کېدو کچه را ټيټه شي.

د کندهار اوسېدونکی او مالدار نورشاه وايي:« موږ ډېر خوښ یو چې څاروي مو واکسین کېږي، ځکه طاعون ډېره خطرناکه ناروغي ده. تېر کال دغې ناروغۍ زموږ ډېر څاروي ووژل.»

د کندهار اوسېدونکی عادل احمد وايي: « طاعون ډېره خطرناکه ناروغي ده او تېر کال یې زموږ اکثریت څاروي ووژل. سږ کال موږ ډېر خوشاله یو چې واکسین را ورسېد او زموږ حیوانان به له طاعون څخه وژغورل شي.»

له کندهار وړاندې هلمند ولایت کې هم ٨٠ زره څارویو ته د طاعون د واکسین ورکولو لړۍ پیل شوې ده. د دې ولایت د مسوولینو په خبره، د مرکز لښکرګاه ترڅنګ به د ولایت په ١٢ ولسوالیو کې هم د ې واکسین لړۍ پلې شي.

دا په داسې حال کې ده چې وروستۍ وچکالۍ او حیواني ناروغیو په هېواد کې مالدارانو ته ډېر تاوان اړولی. دوی له حکومت او مرستندویه ټولنو غواړي چې په دې برخه کې ورسره مرستې وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

فبروري 5, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist