نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، په پاکستان کې د بېوزلۍ کچه په وروستیو درېیو کالو کې د پام وړ لوړه شوې او اوس ۲۵.۳ سلنو ته رسېدلې ده.
د راپور له مخې، له ۲۰۲۰ کال وروسته په پاکستان کې د بېوزلۍ کچه شاوخوا ۷ سلنه لوړه شوې ده.
د نړیوال بانک د ارزونې له مخې، که څه هم د تېرو دوو لسیزو پرمهال په پاکستان کې د بېوزلۍ کچه له ۶۴.۳ سلنو(۲۰۰۱–۰۲) څخه ۲۱.۹ سلنې ته (۲۰۱۸–۱۹) راښکته شوې وه، خو له هغه وروسته دا کچه بېرته لوړه ختلې او لاهم روانه ده.
د نړیوال بانک په راپور کې ویل شوي: « په پاکستان کې د بېوزلۍ د بیا زیاتېدو اصلي لاملونه د کرونا وبا منفي اغېزې، لوړ انفلاسیون او اقتصادي کړکېچ، طبیعي ناورینونه لکه سېلابونه، د کارونو غیر رسمي سکټور پراختیا او د انساني پانګې کمزورتیا، لکه د ماشومانو د تغذیې ستونزې او د زده کړو ټیټ کیفیت د خلکو پر ژوند منفي اغېز کړی.»
د نړیوال بانک په راپور کې ویل شوي، شاوخوا ۴۰ سلنه ماشومان د تغذیې له کمښت سره مخ دي، یو شمېر ماشومان ښوونځي ته نه ځي او هغه چې ځي هم، ډېری یې د زده کړو بنسټیز مهارتونه نه لري. د پاکو اوبو، روغتیايي خدماتو او ښوونځیو ته د خلکو د لاسرسي کچه هم ټیټه ده، په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې.
نړیوال بانک د پاکستان حکومت ته یو لړ سپارښتنې هم کړې. په دغو سپارښتنو کې پر یو شمېر سېکټورونو د پانګونه خبره شوې.
د نړیوال بانک په سپارښتنو کې راغلي: « د پاکستان حکومت باید په زده کړو، روغتیا، پاکو اوبو او عامه خدماتو کې پانګونه وکړي. د ټولنیزو خوندیتوب پروګرامونو پراخ او اغېزمن کړي؛ خپل مالي نظام اصلاح او د مالیې عادلانه ټولګه او د معلوماتو او څار سیسټمونه پیاوړي کړي.»
د چارو څارونکي بیا وایي، په دې وروستیو څو لسیزو کې د پاکستان وضعیت له هر اړخه مخ په ځوړ روان دی. د دوی په خبره، د دې هېواد د ژغورنې لپاره اړتیا ده چې حکومت یې په ټولو پالیسیو له سره کتنه وکړي.
د نړیوالو چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « د پاکستان سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیتونه له یو بل سره مخامخ اړیکه لري او پاکستان له ډېر وخت راهیسې له دې درې ګونو ستونزو او چلنجونو سره مخامخ دی. تر هغو چې پاکستان له خپلو خلکو سره تفاهم ته نه وي رسېدلی، دا چلنجونه به ادامه ولري، ځکه پاکستان له خپلو خلکو سره په جنګ بوخت دی.»
په پاکستان کې دننه د اقتصادي چارو شنونکي هم مني چې د دې هېواد اقتصادي وضعیت تر پخوا ناوړه حالت ته تللی او خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس په ګرېوان دي.
د دې کارپوهانو په خبره، د پاکستان نړیوال قرضونه هم د دې سبب شوي چې د خلکو اقتصادي ستونزې لا زیاتې شي.
د اقتصادي چارو شنونکی ریاض حسین وايي: « د پاکستان حکومت د درنو مالیاتو او ټکسونو له امله د خلکو په ژوند منفي اغېز لوېدلی. دا چې پاکستان د پیسو له نړیوال صندوق(آیاېماېف) څخه وخت نا وخت پورونه اخلي او تر اوسه یې کچه ۸۰ زره میلیارد روپیو ته رسېدلي، نو له همدې امله حکومت هر ګام د ایاېماېف په خوښه پورته کوي.»
نړیوال بانک ټینګار کوي چې د پاکستان حکومت باید د خلکو ژوند ته په کتو ژور او دوامدار اصلاحات راولي، ترڅو بېوزلي راکمه، د ټولنې مقاومت پیاوړی او د زیانمنو قشرونو ژوند خوندي شي.
د اقتصادي چارو شنونکی یونس ځدراڼ وايي: « د پاکستان هېواد د اقتصادي بحران څو لاملونه دي چې د دوی اقتصاد یې له ستونزو سره مخ کړی. په اول قدم کې پر پاکستان د بهرنیو پورونو فشار دی، همدارنګه سیاسي بې ثباتي، د انرژۍ سکټور ستونزې، د مالیاتو ناسم راټولېدل او نور دي.»
د نړیوال بانک په راپور کې دغه راز راغلي، اقتصادي ستونزې، د قېمتونو لوړوالی او د عایداتو کمښت د بېوزلۍ د زیاتېدو مهم عوامل دي. نړیوال بانک خرداری هم ورکړی او وايي، که د اصلاحاتو بهیر چټک نه شي، ښايي د بېوزلۍ کچه نور هم زیاته شي.