Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د نوري فایبر پرېکول به پر ښوونیزو، روغتیايي، بانکي او سوداګریزو چارو دروند ناوړه اغېز ولري

د نوري فایبر پرېکول به پر ښوونیزو، روغتیايي، بانکي او سوداګریزو چارو دروند ناوړه اغېز ولري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/18

نوري فایبر د اوسني عصر باثباته او چټکه ټکنالوژي چې په څو ولایتونو کې د پرې کېدو پرېکړې یې پراخې اندېښنې را پارولې دي.

افغانستان ته دامهال شپږ کورني او بهرني شرکتونه د نوري فایبر انټرنېټ ورکوي. دا ټکنالوژي له دفترونو تر دولتي ادارو، له نړیوال بانکي سیسټم تر ټلویزیوني شبکو له یوبل سره وصلي او د ورځيني ژوند د ارتباطاتو اصلي سرچینه ده.

نوري فایبر انټرنټ څه شی دی، څومره مهم دی او پرې کول یې پر ښوونې روزنې، لوړو زده کړو، روغتیا، سوداګرۍ او نړیوالو اړیکو او دولتي چارو څه اغېز لرلی شي؟

نوري فایبر څه دی؟

نوري فایبر(فایبر آپټیکس) له ښیښې یا پلاسټیک څخه جوړ نري تارونه دي چې د رڼا د ذراتو له لارې د معلوماتو د لېږد لپاره کارول کېږي.

په دې ټکنالوژۍ کې د برېښنایي تارونو په ځای د نور له سرعت څخه کار اخیستل کېږي او پر همدې اساس دا یوه ګړندۍ، باثباته او عصري ټکنالوژي بلل کېږي.

د نوري فایبر انټرنېټ څه ډول کارول کېږي؟

د نوري فایبر انټرنېټ له لاندې درېیو لارو د کارونې وړ دی:

لومړی- د طلاعاتو سېګنالونه د لیزر یا اېل‌ايي‌ډي په مرسته په نور باندې بدلېږي،

دویم – دغه نور د فایبر تارونو له لارې په ډېر لوړ سرعت سره لېږدول کېږي، او

درېیم- د مقصد ټکي یا د انټرنېټ ګټه اخیستنې په ځای کې دغه نور په انټرنېټي سېګنالونو بدلېږي.

د نوري فایبر انټرنېټ ځانګړتیاوې:

لوړ سرعت لري

د امنیت له پلوه خوندي ‌دی

په لږ وخت کې ډېر کار کوي

لوړ ظرفیت لري

د اوږده واټن لېږدولو له ظرفیت برخمن دی

د نوري فایبر انټرنېټ ډولونه:

اېف‌ټي‌ټي‌اېچ – فایبر مخامخ ستاسو تر کور یا دفتر رسوي.

اېف‌ټي‌ټي‌بي –  فایبر تر ودانۍ رسېږي، دننه بیا نور کیبلونه کارول کېږي.

اېف‌ټي‌ټي‌اېن – فایبر تر یوې مرکزي نقطې رسېږي، له هغه وروسته مسي کیبلونه یو بل سره نښلوي.

د نوري فاېبرانټرنېټ د کارونې ځایونه:

که څه هم نوري فابیر انټرنېټ اوس د نړۍ په کچه د ژونده په هره برخه کې کارول کېږي، خو د کارولو اصلي سرچینې یې دا دي:

کورونه او دفترونه،

ټلویزیوني شبکې یا آی‌پي‌ټي‌وي،

د بانکونو، پوهنتونونو او دولتي ادارو لپاره د معلوماتو خوندي انتقال او په چټکتیا سره ورځنۍ چارې.

نوري فایبر د نړۍ تر ټولو عصري او ګړندۍ انټرنېټي ټکنالوژي ده چې لوړ سرعت، ثبات او د راتلونکي لپاره پیاوړې حل لاره برابروي.

د افغانستان لپاره لاندې شرکتونه فایبر انټرنېټ وړاندې کوي:

رها نېټ

انسټا ټلېکام

نېټ زون ټلېکام

افغان ټلېکام

ایزي کونېکټ

کاینات ټکنالوژي

د افغانستان هغه ولایتونه او سیمې چې نوري فایبر سره تړلي:

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، تر اوسه د افغانستان ۲۶ ولایتونه د نوري فایبر له آپټیک خدمتونو سره نښلول شوي دي.

په کابل کې د احصايې او معلوماتو ملي ا دارې په څېر ډېری شرکتونه اېف‌ټي‌ټي‌اېچ کاروي،

افغان ټلېکام مخابراتي شرکت هم له همدې ټکنالوژۍ کار اخلي،

نور ولایتونه لکه هرات، بلخ، کندز، ننګرهار، کندهار، فراه او ځینې نور ولایتونه هم د نوري فایبر خدمتونو ته لاسرسی پیل کړی یا کار ورباندې روان دی.

د نوري فایبر پر وړاندې شته ننګونې او محدودیتونه:

سیاسي محدودیتونه – د بلخ ولایت لپاره ځايي حکومت د فایبر انټرنېټ خدمات تر نامعلومې مودې بند کړي دي.

تخنیکي او زیربنایي ننګونې – ځینې سیمې د جغرافیایي ستونزو، امنیتي ستونزو او د زېربناوو کمښت له امله فایبر سره نه دي نښلول شوي.

قیمت او لاسرسی – که څه هم ویل شوي چې خدماتو ته د لاسرسي وړ ولایتونه ډېر شوي، خو بیا هم د انټرنېټ کیفیت او قیمتونه د سیمې هېوادونو په پرتله د پام وړ توپیر لري. ځینې کورنۍ ممکن خدمات په واک کې ولري، خو کیفیت یې کم یا بیه به یې لوړه وي.

قانوني او اداري حالت – د انټرنېټي خدماتو تنظیم او نظارت یا اترا ادارې لپاره مهم دي.

نوري فایبر له کومو هېوادونو افغانستان ته انټرنېټ لېږدوي؟

د مخابراتو وزارت او د افغان ټلېکام شرکت د معلوماتو له مخې، افغانستان له چین پرته د خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو له لارې له نوري فایبر سره وصل دی.

د نوري فایبر د انټرنېټ کېبلونه د شمال، لوېدیځ او ختیځ له لارې افغانستان ته ننوتي دي.  دغه کېبلونه په شمال کې د شېرخان بندر له لارې چې تاجیکستان له کندز ولایت نښلوي، را ننوتي دي.

همدارنګه د فاریاب ولایت د آقینې بندر له لارې چې ترکمنستان له افغانستان سره نښولي، د نوري فایبر شبکه افغانستان ته داخله شوې ده.

د ایران له لارې بیا په فراه او نیمروز ولایتونو کې افغانستان ته ننوځي او په ختیځ کې افغانستان ته د خیبرپښتونخوا او بیا تورخم له لارې افغانستان ته ننوځي.  

د خلکو په ورځني ژوند د نوري فایبر انټرنېټ پرې کېدو منفي اغېزې

ارتباط او اړیکې کمزوري کېدل: د نوري فایبر پرېکېدل د خلکو تر منځ د اتوماتيک او بېړنیو اړیکو لکه مسینجر، ایمېل، ویډیو کال او ټولنیزو شبکو کارول پرې کوي.

پر تعلیمي بهیر اغېزې: اوسمهال ډېری ښوونځي او پوهنتونونه انلاین کورسونه او  تدریس د انټرنیټ له لارې کوي. د دې خدمتونو بندېدل به د زده ‎کوونکو پرمخ درسونه پرې کړي.

روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي کمېدل: له ډاکټرانو سره انلاین مشورې او روغتیايي معلوماتو ته د لاسرسي سیسټمونه به بند شي او همدا راز به په بېړنیو حالاتو کې د معلوماتو تبادله او همغږي ستونزمنه شي.

بانکي او مالي خدمات – انلاین بانکداري، موبایل والټونه او بکسې، ادانیز سیسټمونه، کارټونه، د پیسو لیږد او تادیات به له ستونزو سره مخ او یا هم په بشبړه توګه بند شي.

اقتصادي فعالیتونو کمزوري کېدل – کاروبارونه او په ځانګړې توګه هغه کاروبارونه چې انلاین پېر او پلور کوي، مارکېټېنګ، وېب سایټونه، فری لانس کارونه او انلاین سوداګري به خپل کارونه له لاسه ورکړي او له امله به یې زرګونه کسان بې کاره شي.

اطلاعاتي تشه او عدم مسوولیت – خلک به معلوماتو ته له لاسرسي محروم شي؛ په ځانګړې توګه امنیتي معلومات، د طبیعي پېښو په اړه معلومات، د هوا حالات او داسې نور. دا چاره به د خفګان، ګنګوسو او ناسمو معلوماتو خپرېدو سبب شي.

پرحکومتولۍ، پرمختګ او ټکنالوژۍ څخه د لرې پاتې کېدو ناوړه اغېزې

پر برېښنایي حکومتولي ناوړه اغېزې: دا مهال د تابعیت تذکرو، پاسپورټ، جواز لیکونو، مالیاتو، ثبت احوال، دولتي خدماتو فورمونه او دوسیې انلاین ډول وړاندې کېږي. د انټرنیټ بندېدو سره به دولت به اړ وي چې بیا په دودیزو لارو کار وکړي؛ هغه څه چې زیات وخت او ډېرو امکاناتو ته اړتیا لري.

شفافیت او حساب ورکونه: باوري حکومتونه د شفافیت او معلوماتو د ورځنۍ تبادلې پر بنسټ خپلې چارې پر مخ وړي؛ که انټرنیټ وي، رسنۍ، عام خلک او څارونکي سازمانونه کولی شي د ستونزو راپور ورکړي؛ خو د انټرنېټ بندېدو سره به دا کړنې له منځه لاړې شي.

د نويو ټکنالوژیکي پرمختګونو درېدل: مصنوعي ځیرکتیا (اې‌آی)، کلاوډ حساب، ډېټا بېسونه، ساینس او پرمختګ، ټکنالوژي او داسې نورې چارې ټول انټرنېټ ته اړتیا لري چې بندېدل به یې دا پروژې ودروي.

نړیوالو اړیکو او سوداګرۍ باندې اغېزې: افغانستان له د بهرنیو بازارونو سره اړیکې له لاسه ورکړي، په ځانګړې توګه هغه سوداګرۍ چې د انټرنېټ له لارې پېر او پلور کوي. دا چاره به د هېواد صادرات او واردات اغېزمن کړي.

زده کړې او مهارتونه شاته پاتې کیږي: عصري مهارتونه (ډیجیټل سواد، پروګرامینګ، آنلاین کورسونه) چې اوس نړیوال بازار غواړي، ورسره به خلکو ته د ځان سمبالولو فرصتونه کم شي.

امنیتي ستونزې: دولتونه د سایبر امنیت، معلوماتو ساتنې او استخباراتي معلوماتو ته د لاسرسي لپاره انټرنېټ کاروي. له بندېدو سره به یې استخباراتي تبادله او همغږي له ستونزو سره مخ شي.

همدارنګه، که چېرته په هېواد کې د یوې میاشتې لپاره د نوري فایبر انټرنېټ په بشپړه توګه بند شي؛ سمدستي، منځنۍ، ژورې او اوږدمهاله منفي اغېزې درلودلی شي.

په سمدستي توګه به ټولنیزې شبکې، لکه واټس اپ، فېسبوک، اېکس، ټیک ټاک او نور کار ونه کړي. آنلاین بانکداري به له ستونزو سره مخ او د پیسو لېږد را لېږد به یوازې په نغدي بڼه ترسره کېږي او زده کوونکي به له آنلاین کورسونو او موادو څخه بې ‌برخې شي.

منځنیو اغېزو کې به د فري لانس او ډیجیټل مارکېټېنګ په څېر کاروبارونه وتړل شي. روغتیایي سکټور به له ستونزو سره مخ او د سوداګري په لوړه کچه زیانمنه شي.

همدارنګه، اوږدمهاله منفي اغېزې یې بیا د برېښنایي حکومتولۍ څخه لرې ‌والی، خلک به د معلوماتو د تشې له امله د ګنګوسو ښکار او د نړیوالو پانګوالو باور به کم شي. د دې برخې د متخصصینو په خبره، که په هېواد کې د نوري فایبرانټرنېټ یوه میاشت بند شي، دا به نه یوازې د اړیکو او تفرېح مسئله نه وي، بلکې د اقتصاد، زده کړو، حکومتولۍ، روغتیا او نړیوالو اړیکو په ټولو برخو به ژورې منفي اغېزې ولري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنېټ پرې شوی چې دې چارې له زده ‌کړو را نیولې تر حکومتي ادارو، بانکي سیسټمونو او روغتیایي سکټور ټولې برخې اغېزمنې کړې او په لوړه کچه یې د خلکو اندېښنې را پورته کړې.

نا تایید شوي راپورونه وايي چې د یو شمېر وزیرانو په ګډون ځینې لوړ پوړي حکومتي چارواکي کندهار ته تللي، ترڅو د نوري فایبر انټرنېټ د پرې کېدو په تړاو د حکومت له مشرتابه سره خبرې وکړې. هڅه مو وکړه په ‌دې تړاو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د اسلامي‌امارت د ویاندویانو نظر ولرو، خو خبرو کولو ته حاضر نه شول.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پکتیا زده کوونکو خپلې زده کړې په عملي بڼه نندارې ته وړاندې کړې
ټکنالوژي

د پکتیا زده کوونکو خپلې زده کړې په عملي بڼه نندارې ته وړاندې کړې

جنوري 15, 2026
اتصالات مخابراتي شرکت بلخ کې د اېم – حواله خدمات پيل کړل
ټکنالوژي

اتصالات مخابراتي شرکت بلخ کې د اېم – حواله خدمات پيل کړل

دسمبر 11, 2025
د سرپل بلخاب ولسوالۍ خلک د مخابراتي اړیکو نیولو لپاره څو ساعته مزل کوي
افغانستان

د سرپل بلخاب ولسوالۍ خلک د مخابراتي اړیکو نیولو لپاره څو ساعته مزل کوي

دسمبر 3, 2025
«اسانه درملنه» په نوم اپلکېشن فعال او د خلکو په واک کې ورکړل شو
ټکنالوژي

«اسانه درملنه» په نوم اپلکېشن فعال او د خلکو په واک کې ورکړل شو

اکتوبر 4, 2025
هرات کې د انجینرۍ او ټېکنالوژۍ درې ورځنی نندارتون جوړ شو
ټکنالوژي

هرات کې د انجینرۍ او ټېکنالوژۍ درې ورځنی نندارتون جوړ شو

جولای 1, 2025
د الکټرونیکي پروسې له لارې د ګومارنو نوی سیسټم پرانیستل شو
ټکنالوژي

د الکټرونیکي پروسې له لارې د ګومارنو نوی سیسټم پرانیستل شو

جون 26, 2025

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist