د بریټانیا چاپ ټلېګراف ورځپاڼې په يوه تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، په پاکستان او د دې هېواد تر کنټرول لاندې سيمو کې د د کوکنارو کرکیله او له امله یې د نشه يي توکو د توليد کچه په مراتبو زياته شوې.
د ورځپاڼې د راپور له مخې، هلته د يادو توکو د کښت اندازه وروسته له هغې زياته شوې چې په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت او توليد بنديز ولګېد او په دې توګه اوس پاکستان په نړيواله کچه د نشه يي توکو د زيات توليد له پلوه د افغانستان ځای ناستی شوی.
په راپور کې اندېښنه ښودل شوې چې د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې د نشه يي توکو د کر له زياتېدو سره دا احتمال شته چې ميليونونه ډالر د ترهګرو ډلو لاس ته ورشي دا کار به د سيمې پر امنيت مخامخ اغېز وکړي.
د ټلېګراف ورځپاڼې په راپور کې زیاته شوې: « د ترسره شوې سروې له مخې، یوازې د بلوچستان په دوو وړو سیمو کې لږ تر لږه ۸ زره او ۱۰۰ هکټاره ځمکې باندې د کوکنارو کروندې پېژندل شوې دي چې دا د ټول افغانستان د دوه درېیمې برخې د کوکنارو د کرکېلې ۸ زره هکټاره برخه جوړوي؛ هم یو څه لوړه ده.»
موده وړاندې د افغانستان حکومت امنیتي او تصفیوي کمیسیون هم په دې اړه راپور خپور و چې په کې په بلوچستان کې د نشه يي توکو د کرکيلې پراخېدو او د حاصلاتو په راټولولو کې يې په جبري توګه له افغانانو د استفادې يادونه شوې وه.
د اسلامي امارت امنیتي او تصفیوي کمېسیون ویلي: « د بلوچستان په هرنايي، لورلايي، ګلستان او ګڼو نورو سیمو کې په زیاته پیمانه کوکنار کرل شوي. هلته له مېشتو افغان مهاجرو د کښتګرو، نېښ وهونکو او پروسېس کونکو په توګه کار اخیستل کېږي چې ښايي بیا یې نړۍ ته د افغانانو په نوم تصویر وښودل شي او نړۍ په افغانستان بدګمانه کړي.»
شنونکي وایي، د پاکستان ډېری چارواکي په دې سترګې پټوي چې په پاکستان کې د نشه يي توکو کاروبار ورځ تر بلي پراخېږي.
د دوی باور دا دی چې پاکستان له دې کار سره غواړي خپل اقتصاد د نامشروع اقتصاد په وسيله پر پښو ودروي.
د نړیوالو اړیکو شنونکی نجیب الرحمن شمال وايي: « که د پاکستان حکومت ونه شي کولی په خپله خاوره کې د نشه يي توکو د کرکیلې، تولید او قاچاق مخه ونیسي، ښکاره خبره ده چې سیمه کې به د بې ثباتۍ سبب شي.»
دې ته په پام سره، د نړیوالو اړیکو شنونکي وایي، نړیواله ټولنه دې پر پاکستان سیاسي فشارونه زیات کړي، ترڅو د نشه یي توکو له کښت او تولید لاس واخلي.
د نړیوالو اړیکو شنونکی سمیر انګار وايي: « پاکستان دا کار د اقتصادي ګټې، د ترهګرۍ د تمویل او د سیمې امنیت د خرابولو لپاره کوي. نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې پر پاکستان فشارونه ډېر کړي، ترڅو له دې کاره لاس واخلي.»
دوې میاشتې وړاندې د افغانستان سولې لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي و چې په پاکستان کې د کوکنارو کرکيله بې مخینې زیاته شوې او د اندېښنې وړ يې بللې وه.
د نوموړي په خبره، پاکستان د کوکنارو په کرکیله کې د افغانستان ځای نیولی او حال دا چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر شوی دی.