Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان کرېکټ بورډ د اسیا جام سياليو لپاره ملي لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرېکټ بورډ د اسیا جام سياليو لپاره ملي لوبډله اعلان کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/25

د افغانستان کرېکټ بورډ له لوري اسیا کپ کې د لوبېدو لپاره چې راتلونکې میاشت په متحده عرب اماراتو کې پیل کېږي، د راشد خان په لوبډلمشرۍ د افغان لوبغاړو ۱۷ کسیز نوملړ اعلان شو.

په دې نوملړ کې راشد خان، رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، صدیق الله اتل، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، دروېش رسولي، کریم جنت، شرف الدین اشرف، محمد اسحاق، مجیب ځدراڼ، الله محمد غضنفر، نور احمد لکڼوال، فضل الحق فاروقي، نوین الحق او فرید ملک شامل دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، راتلونکي اسیا کپ لپاره اعلان شوې لوبډله له هراړخیز غور او دقت وروسته ټاکل شوې ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات وايي:« د راتلونکي اسیا جام لپاره د افغانستان ملي لوبډله اعلان شوه. په دې نوملړ کې ۱۷ تنه اصلي لوبغاړي او ۳ نور هم احتیاطي لوبغاړي شامل دي. باید ووایم، مخکې له دې چې دا لوبغاړي اسیا جام کې ګډون وکړي، دوی خپل پوره چمتوالی نیولی.»

د کرېکټ لوبې څارونکي هم راتلونکي اسیا کپ لپاره اعلان شوې افغان لوبډله له هر اړخه متوازنه بولي او باور لري چې دا لوبډله کولی شي د اسیا کپ تر پایلې لوبې ځان ورسوي.

د دوی په نظر، دا لوبډله د توپ وهوونکو، توپ اچوونکو او په کې د الرونډرانو د انتخاب له پلوه یوه ځواکمنه لوبډله ده چې په راتلونکي اسیا جام کې به د افغانستان لپاره ښې لاسته راوړنې ولري.

د کرېکټ څارونکی عبدالمالک شینواری وايي: « په دې لوبډله کې د کریم جنت، ګلبدین نایب او عظمت عمرزي په څېر ښه الرونډران او دغه راز د ورو توپ اچونې په برخه کې الله محمد غضنفر، راشد خان، نور احمد، مجیب ځدراڼ شامل؛ همدارنګه په تېزو توپ اچوونکو کې نوین الحق، فضل الحق او ګلبدین شامل دي. دا یوه ډېره غوره لوبډله ده او له دواړو پخوانیو تجربه لرونکو او ځوانو لوبغاړو جوړه ده. له بلې خوا، د توپ وهنې په برخه کې هم د رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ په ګډون تکړه لوبغاړي شامل شي. موږ تمه لرو چې اسیا کپ کې به ښې لوبې ولرو او زموږ لوبډله به تر فاینل پورې ځي.»

په ورته وخت کې د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، راتلونکي اسیا جام ته د چمتوالي په موخه یې افغان لوبډلې ته په متحده عربي اماراتو کې له پاکستان او متحده عرب اماراتو ټیمونو سره درې اړخیز سیریز برابر کړی چې د اسیا کپ له پیل یوه ورځ وړاندې به پای ته ورسېږي.

باور دا دی که په دې لوبلړۍ کې افغانستان خپلو مقابلو لوبډلو ته چې پاکستان او متحده عربي امارات دي، ماتې ورکړي؛ نو له لوړ مرال سره به اسیا کپ ته ورشي او پر نورو لوبډلو به فشار زیات وي.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات وايي: « له اسیا جام وړاندې به زموږ درې اړخیزه لوبلړۍ هم ترسره کېږي. په ټوله کې ډېره ښه چمتوالی نیول شوی او زموږ تمه شته چې افغان لوبډله به په راتلونکي شل اوریز اسیا جام کې ښې لوبې وکړي.»

د کرېکټ څارونکی عبدالمالک شینواری وايي: « له پاکستان او اماراتو سره درې اړخیز سریز هم شته او دا به د افغانستان د ټیم لپاره یو تمریناتي او ښه سریز وي؛ ځکه چې له هغه څو ورځې وروسته اسیا جام پیل کېږي. که په دې سریز کې افغانستان متحده عربي امارات او پاکستان مات کړي او دا سریز وګټي، نو اغېز به یې اسیا کپ کې پر نورو ټيمونو زیات وي.»

ټاکل شوې د راتلونکي سپټمبر میاشتې پر ۹ نېټه به د کرېکټ اسیا کپ لوبې پیل شي.

 د ۲۰۲۵ کال اسیا کپ سیالیو کې د افغانستان په شمول ۸ لوبډلې، هندوستان، پاکستان، سريلانکا، بنګله دېش، متحده عربي امارت، عمان او هانګ کانګ لوبېږي چې افغانستان په بي ګروپ کې له سریلانکا، بنګله دېش او هانګ سره مخ دی او هند به بیا په اې ګروپ کې له پاکستان، عمان او متحده عربي اماراتو سره ولوبیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول
لوبې

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول

جنوري 27, 2026
ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه
لوبې

ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه

جنوري 26, 2026
خوست کې د مطیع الله تراب په یاد فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
لوبې

خوست کې د مطیع الله تراب په یاد فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

جنوري 18, 2026
خوست کې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې
لوبې

خوست کې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې

جنوري 6, 2026
د ملي اردو لوبډلې د کابل فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه
لوبې

د ملي اردو لوبډلې د کابل فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه

جنوري 6, 2026
کرېکټ بورډ د نړیوال شل اوریز جام لپاره لوبدله اعلان کړه
لوبې

کرېکټ بورډ د نړیوال شل اوریز جام لپاره لوبدله اعلان کړه

جنوري 1, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist