د افغانستان کرېکټ بورډ په چوکاټ کې د پنځو زونونو ترمنځ لېسټ اې لوبې چې د خوست په رحمت ولي مسرور کرېکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، د ملي لوبډلې او کورني کرېکټ له لوبغاړو ورته لوبډلې جوړې شوې.
مسوولین د دې لوبو موخه ملي لوبډلې لپاره د لوبغاړو پيدا کول بولي.
د افغانستان کرېکټ بورډ کورني کرېکټ مسوول نظیم جار عبدالرحیمزی وايي: « په دې سیایلو کې پنځه لوبډلې دي، یانې د تېر کال په پرتله په کې یوه لوبډله زیاته شوې. دا لوبډلې د زونونو په نوم دي چې په کې مس عینک، سپین غر، بست، آمو او بند امیر لوبډلې شاملې دي. هره لوبډله به پای لوبې ته له وتلو وړاندې ۶ لوبې کوي چې په ټولیز ډول ۱۶ لوبې کېږي.»
عبدالرحیمزی زیاتوي، یادې سیالۍ به ۱۶ ورځې وخت ونیسي چې په کې به د آمو، بست، سپین غر، مس عینک او بند امیر لوبډلې لوبې ترسره کړي.