خړو خاورو کې سترې هیلې؛ د فوټبال په نړۍ کې نوی ځلېدونکی افغان ستوری محمد عثمان چې د بادغیس له لرې پرتو سیمو یې په دوړو او خاورو کې د فوټبال لوبه پیل کړه؛ خو زیار او له دې لوبې سره لېوالتیا یې پرې نښودل چې د زرګونو نورو په څېر هېر او وړتیا یې هېره شي.
وروسته له هغې چې د فوټبال پر مهال د نوموړي ویډیوګانې په خواله رسینو کې لاس په لاس شوې، اوس دلته د بدني روزنې او المپیک ملي کمېټې دلته راغوښتی، ترڅو وړتیاوې یې وستايي او د ملاتړ ډاډ ورکړي.
د بدني روزنې او المپیک ملي کمېټې مشر کوچني عثمان ته په پلازمېنه کابل کې د مسلکي فوټبال د زده کړو او د نورو استانتیاوو زمینې برابرولو ډاډ ورکړ.
د بدني روزنې او المپیک ملي کمېټې رییس مولوي احمدالله وثیق وايي: «… دغه ماشوم پیدا کړي، خپل دفتر ته یې راولي، ویې نازوي او ټول وسایل ورته آماده کړي. هماغسې وشول او په هغه ورځ ما خپله له عثمان او د هغه له نیکه سره په ټېلېفون خبرې وکړې او کابل ته مو دعوت کړل، ترڅو یې له کورنۍ سره نږدې ووینو او دا مشوره ورسره وکړو چې په عثمان جان کې یو استعداد پروت دی، دا استعداد باید پټ پاتې نه شي، رشد وکړي، ترقي وکړي او پالنه یې وشي. نه یوازې د فوټبال په برخه کې بلکې ترټولو مهمه دا ده چې د ده تعلیمي سلسلې ته پوره پاملرنه وشي.»
د افغانستان د فوټبال فډراسیون مشر وایي، د محمد عثمان په بدن کې د فوټبال پټ استعداد موجود دی او کولی شي له فوټبال سره د خپلې بې سارې مینې پر مټ ملې لوبډلې او د نړۍ سترو لوبډلو ته لار ومومي.
یاد فډراسیون هم عثمان ته د فوټبال د معیاري زده کړې زمینې برابرولو ډاډ ورکړ.
د افغانستان د فوټبال فډراسیون مشر محمد یوسف کاګر وايي: « که چېرې موږ ده ته په کابل کې دا زمینه برابره کړو، د افغانستان د خلکو مالي او معنوي ملاتړ ورسره وي، موږ کولی شو د هېواد پر کچه یوه روښانه څېره او دغه راز د هېواد فوټبال ملي لوبډله کې ټاپ لوبغاړی جوړ کړو. عثمان به دوه کاله وورسته د هېواد په ملي ټیم کې ګډون وکړي.»
۱۲ کلن محمد عثمان عاطف د بادغیس چاکرها کلي اوسېدونکی دی چې په کم عمر کې د فوټبال زړه راښکونکې لوبې غیر عادي مهارتونه لري او دې کار په راتلونکي کې د نوموړي ځلېدو ته ګڼې هیلې راټوکولې دي.
دی وایي، په کمو امکاناتو سربېره له فوټبال سره بې ساري مینه لري او هیله یې دا ده چې په راتلونکي کې ملي لوبډلې او د نړۍ نامتو اروپايي لوبډلو ته لار پیدا کړي.
کوچنی فوټبالر محمد عثمان وايي: « زه به د راتلونکي لپاره ښه تمرینونه وکړم ترڅو په ملي ټیم کې د لوبېدو استعداد پيدا کړم، دغه هڅه به بیا بیا تکرار کړم. د افغانستان د فوټبال له فډراسیون مننه کوم چې ماته یې پاملرنه وکړه.»
د بدني روزنې او المپیک ملي کمېټه داسې مهال د افغان لوبغاړي ستاینه کوي او هغه ته د لا ډېرې مسلکي روزنې او میعاري تمریناتو زمینه برابروي چې له دې وړاندې ډېری داسې لوبغاړي د نه پاملرنې له امله له پامه غورځول شوي او وړتیاوې یې هېرې شوې دي.