Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کرېکټ بورډ: خوست کې د کرېکټ لېسټ اې سیالۍ پیل کېږي

کرېکټ بورډ: خوست کې د کرېکټ لېسټ اې سیالۍ پیل کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/05

د کرېکټ بورډ چارواکو د نړیوالو او کورني کرېکټ د ودې لپاره د تازه پیل کېدونکو سیالیو په اړه مالومات شریک کړل.

دوی وایي، د روانې اګسټ میاشتې په ۲۰مه نېټه به په خوست ولایت کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د سږ کال لېسټ اې یو ورځنۍ سیالۍ پیل او د سپټمبر تر ۶مې به دوام وکړي.

د کرېکت بورډ د کورني کرېکټ مسوول جارعبدالرحیمزی وايي: « لېست اې سیالۍ به دا ځل په خوست ولایت کې وشي. باید یادونه وکړم چې په دې سیالیو کې به پنځه ټیمونه برخه ولري او هر ټیم به د یوه زون استازیتوب کوي، لکه سپین غر، بند امیر، مس عینک، آمو او بست. په دې لوبو کې به د ملي لوبډلې د پنځوس اوریز فارمټ ډېری لوبغاړي ګډون ولري. دا لوبې به د روانې اګسټ میاشتې په ۲۰ پيل شي او د سپمټمبر تر ۶ به ادامه ولري. هره لوبډله به له پایلوبې وړاندې ۶ لوبې ولري او د پایلوبې په ګډون به ټولې ۱۶ لوبې وشي.»

د لوبغاړو غوراوي کمېټه بیا د افغانستان، پاکستان او متحد عربي ‌امارتو د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د را روانې درې ‌اړخیزې لوبلړۍ او اسیا جام سياليو لپاره د ملي لوبډلې د چمتوالي خبر ورکوي او وایي، په دې موخه د تمریناتي کمپ پيلولو لپاره ۲۲ لوبغاړي غوره شوي دي.

د لوبغاړو د غوراوي کمېټې مشر احمدشاه سلیمانخېل وايي: « افغانستان یوه درې اړخیزه لوبلړۍ لري چې په کې افغانستان، عربي متحده امارات او پاکستان ګډون لري. دا لوبې به په عربي متحده اماراتو کې د اګست له ۲۱ مې د سپټمبر تر ۷ نېتې ترسره شي. له هغې وروسته بیا آسیا کپ دی چې د سپټمبر پر ۹ مه به پیل شي. د دې لپاره د لوبډلمشر راشد خان او عمومي روزونکي په مشوره ۲۲ کسیز نوملړ یا سکواډ جوړ شوی دی.»

ټاکل شوې سږ کال د اسیا جام سیالۍ د راتلونکې سپټمبر پر ۹مه د متحده عربي امارتو د ابوظبۍ په شیخ ‌زاید لوبغالي کې د افغانستان او هانګ کانګ لوبډلو ترمنځ په سیالۍ سره پیل او د همدې میاشتې تر ۲۸مې نېټې به دوام وکړي.

 په دې جام کې به د پایلوبې په ګډون ټولټال ۱۹ سیالۍ ترسره شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول
لوبې

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول

جنوري 27, 2026
ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه
لوبې

ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه

جنوري 26, 2026
خوست کې د مطیع الله تراب په یاد فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
لوبې

خوست کې د مطیع الله تراب په یاد فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

جنوري 18, 2026
خوست کې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې
لوبې

خوست کې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې

جنوري 6, 2026
د ملي اردو لوبډلې د کابل فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه
لوبې

د ملي اردو لوبډلې د کابل فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه

جنوري 6, 2026
کرېکټ بورډ د نړیوال شل اوریز جام لپاره لوبدله اعلان کړه
لوبې

کرېکټ بورډ د نړیوال شل اوریز جام لپاره لوبدله اعلان کړه

جنوري 1, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist