• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اتصالاتو د افغانستان کرېکټ د مالي ملاتړ حقوق ترلاسه کړل

اتصالاتو د افغانستان کرېکټ د مالي ملاتړ حقوق ترلاسه کړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/18

د اتصالاتو مخابراتي شرکت د راتلونکي یوه کال لپاره د افغانستان کرېکټ د عمومي مالي ملاتړ حقوق ترلاسه کړل.

په همدې موخه د افغانستان کرېکټ بورد او اتصالاتو مخابراتي شرکت ترمنځ هوکړه هم لاسلیک شوه چې له مخې به یې ياد مخابراتي شرکت د کرېکټ ملي لوبډلې او کورني کرېکټ ټولو سیالیو مالي ملاتړ کوونکی وي.

د کرېکټ بورد مشر میرویس اشرف وايي: « د اتصالاتو او افغان کرېکټ بورډ ترمنځ د همکاریو ډېر اوږد سفر دی او دا سفر به لاهم ادامه ولري. موږ باید له اتصالات شرکت خاصه یادونه او مننه وکړو چې له لومړیو او سختو ورځو راهیسې یې د افغانستان د کرېکټ بورډ ملتیا او مالي ملاتړ کړی.»

د اتصلاتو مخابراتي شرکت بیا د کرېکټ بورډ د مالي ملاتړ ډاډ ورکوي او وايي، راتلونکي کې به هم دغه ملاتړ ادامه ولري.

د اتصالاتو مخابراتي شرکت حقوقي رییس سید خالد عزیز وايي: «موږ هیله لرو او ژمنه کوو چې له کرېکټ بورډ د اتصالاتو مالي ملاتړ به راتلونکي کې هم ادامه ولري. دا مالي ملاتړ د دواړو اړخونو پر ګټه دي، هم د اتصالاتو مخابراتي شرکت پر ګټه دی؛ ځکه چې کله زموږ لوبډله په نړیوالو میدانونو کې لوبېږي، نو د افغانستان دا برنډ خلکو ته ورښيي. په ورته وخت کې دا د کرېکټ بورډ لپاره هم یو مالي ملاتړ دی چې موږ یې دوی ته ورکوو.»

که څه هم د کرېکټ بورډ چاراکو د دې مالي ملاتړ ارزښت په ډاګه نه کړ، خو زیاته يې کړه چې اتصالات مخابراتي شرکت به یې د ټولو نړیوالو او داخلي لوبو مالي ملاتړ کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بندچک لوبډلې میدان وردګو کې د کرېکټ شپنیو سیالیو اتلولي خپله کړه
لوبې

بندچک لوبډلې میدان وردګو کې د کرېکټ شپنیو سیالیو اتلولي خپله کړه

جون 15, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي
لوبې

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
د افغانستان غېږ نيونې لوبغاړو په نړیوالو او آسیايي لوبو کې پنځه مډالونه ګټلي
لوبې

د افغانستان غېږ نيونې لوبغاړو په نړیوالو او آسیايي لوبو کې پنځه مډالونه ګټلي

جون 3, 2025
خوست کې د مهاجر فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې
لوبې

خوست کې د مهاجر فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

مې 18, 2025
کرېکټ؛ له ۱۹ کالونو کم عمره ملي لوبډله له بریالي سفر وروسته هېواد ته راستنه شوه
لوبې

کرېکټ؛ له ۱۹ کالونو کم عمره ملي لوبډله له بریالي سفر وروسته هېواد ته راستنه شوه

اپریل 22, 2025
يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي
افغانستان

يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي

مارچ 8, 2025

وروستي خبرونه

هرات کې معلولین: د ژوندي پاتې کېدو لپاره مجبور یو پر سړکونو ګدايي وکړو

هرات کې معلولین: د ژوندي پاتې کېدو لپاره مجبور یو پر سړکونو ګدايي وکړو

جون 18, 2025
د هرات بڼوال: تازه مېوې د خرابېدو له وېرې په ټیټه بیه پلورو

د هرات بڼوال: تازه مېوې د خرابېدو له وېرې په ټیټه بیه پلورو

جون 18, 2025
د ناروې کډوالو شورا: روان ژمی د ډېری افغانانو لپاره له کړاوونو ډک دی

اېګلنډ: له ګاونډیو هېوادونو ښايي د افغان کډوالو شړلو لړۍ چټکه شي

جون 18, 2025
د اقتصاد وزارت مسلکي معین پر مشرۍ یو پلاوی مسکو ته رسېدلی 

د اقتصاد وزارت مسلکي معین پر مشرۍ یو پلاوی مسکو ته رسېدلی 

جون 18, 2025
اتصالاتو د افغانستان کرېکټ د مالي ملاتړ حقوق ترلاسه کړل

اتصالاتو د افغانستان کرېکټ د مالي ملاتړ حقوق ترلاسه کړل

جون 18, 2025
د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې

جون 18, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist