Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې د مهاجر فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

خوست کې د مهاجر فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/18

د خوست ولایت په اماني فوټبال لوبغالي کې د دې ولایت د اتو مخکښو لوبډلو ترمنځ د مهاجر فوټبال لیګ سیاليو نږدې ۱۵ ورځې دوام درلود.

ولایتي مسوولین وایي، له دې لیګ موخه افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدونکو افغانانو ملاتړ او ورسره د فوټبال سوداګریزو لوبو پراختیا وه.

د خوست فوټبال فېډراسیون رییس ریبار هڅاند وايي: « دا چې په دې وروستیو کې افغانستان ته زیات شمېر کډوال راستانه شول، هغوی ته د مورال ورکولو په نیت مو دغه لیګ ته د مهاجر لیګ نوم ورکړ، ترڅو وښیو چې ولس او حکومت له دوی سره دي.»

د فوټبال ځینې لوبغاړي هم په دې ولایت کې د فوټبال د ودې لپاره د سوداګریزو لیګونو جوړول مهم ګڼي او زیاتوي، که په یاده برخه کې سوداګر وهڅول شي، دا به د ډېرو استعدادونو په موندولو او پرمختګ ته د لوبغاړو په هڅولو کې مرسته وکړي.

د فوټبال لوبغاړي عتیق الله لکڼوال وايي: « موږ له سوداګرو غوښتنه کوو چې خوست کې دا ډول لوبو ته پاملرنه ډېره کړي. دا ډول سیالۍ کولی شي خوست کې فوټبال ته وده ورکړي او دغه راز د ځوانانو ترمنځ یوالی، اتحاد او انسجام رامنځته کړي.»

د فوټبال لوبغاړی الیاس منګل وايي: « دا ډول تجارتي لیګونه باید نور هم جوړ شي او سوداګر یې ملاتړ وکړي. د خوست خلک له سپورټ سره ډېره مینه لري، په ځانګړې توګه فوټبال سره. که دا ډول ټورنمنټونه نور هم جوړ شي، هر ځوان به هڅه وکړي چې ونډه په کې ولري.»

خوست کې د فوټبال یادو سیالیو له پای ته رسیدو سره هم مهاله، ولایتي چارواکو او مسوولینو ډاډ ورکړ چې په دې ولایت کې به د سوداګریزو لیګونو جوړولو ته پاملرنه لا ډېره کړي، ترڅو لوبغاړو ته د عایدو ترلاسه کولو او لوبو ښه فرصتونه رامنځته شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول
لوبې

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول

جنوري 27, 2026
ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه
لوبې

ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه

جنوري 26, 2026
خوست کې د مطیع الله تراب په یاد فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
لوبې

خوست کې د مطیع الله تراب په یاد فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

جنوري 18, 2026
خوست کې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې
لوبې

خوست کې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې

جنوري 6, 2026
د ملي اردو لوبډلې د کابل فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه
لوبې

د ملي اردو لوبډلې د کابل فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه

جنوري 6, 2026
کرېکټ بورډ د نړیوال شل اوریز جام لپاره لوبدله اعلان کړه
لوبې

کرېکټ بورډ د نړیوال شل اوریز جام لپاره لوبدله اعلان کړه

جنوري 1, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist