Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کرېکټ؛ له ۱۹ کالونو کم عمره ملي لوبډله له بریالي سفر وروسته هېواد ته راستنه شوه

کرېکټ؛ له ۱۹ کالونو کم عمره ملي لوبډله له بریالي سفر وروسته هېواد ته راستنه شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/22

د کرېکټ له ۱۹ کالو کم عمره ملي لوبډلې شاوخوا ۲۰ ورځنی سفر له لاسته راوړنو ډک پای ته ورسېد او د دوشنبې پر ورځ بېرته هېواد ته راستنه شوه.

د غوراوي دغه لوبې چې د نيپال په کوربه ‌توب ترسره شوې، په کې افغان لوبډلې له نیپال، هانک کانګ، عمان او اماراتو لوبډلو سره لوبې درلودلې.

افغان لوبډلې د درېيو لوبو ګټلو او د باران له امله د یوې لوبې له مساوي پای ته رسېدو وروسته د ۲۰۲۶ ام کال نړیوال جام سیالیو ته چې د زېمبابوې او نیمیبیا په کوربه ‌توب به ترسره شي، په مستقیم ډول لاره پیدا کړه.

د کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات وايي: « ۸۰ تنه لوبغاړي دغې پروسې ته انتخاب شول. له دوی سره په بېلابېلو پړاوونو کې تمرینات ترسره شول او د دغو تمریناتي پړاوونو او کمپونو په پای کې ۳۰ تنه لوبډلې ته انتخاب شول. ۳۰ تنو لوبغاړو بیا هم مختلف تمرینونه ترسره کړل چې په پای کې یې ۱۸ تنه لوبغاړي انتخاب شول. په دوی باندې مسلسل باور وشو او څه موده وړاندې له پاکستان او عربي متحده اماراتو سره یو سریز ترسره شو. هماغه وو چې دوی خپله وړتیا ثابته کړه او نړیوال جام ته یې لاره ومونده.»

په دې لوبو کې د افغان لوبغاړی خالد احمدزی د غوره لوبغاړي په توګه نومول شوی دی.

نوموړي په درېيو لوبو کې ۲۰۲ منډې په ۱۰۱ اورېج او ۱۰۵ سټرایک رېټ ترسره کړې.

له ۱۹ کالو کم عمره لوبډلې لوبډلمشر وایي، لوبو ته یې له پخوا ځانګړی تیاری نیولی و او هر لوبغاړي په لوړه روحیه لوبه کوله.

احمدزی زیاتوي: « په اوله لوبه کې ما ۴۰ منډې وکړې، په دویمه کې مې ۳۰ ناټ اوټ منډې وکړې او د اماراتو خلاف درېیمه لوبه کې مې ۱۳۲ منډې وکړې. وروستۍ لوبه د باران له امله ونه شوه، خو ما په درېیو لوبو کې ۲۰۲ منډې وکړې.»

لوبډلمشر تسکین محبوب وايي: « الحمد الله زموږ لوبغاړي له هر لحاظه پوره دي، ځکه موږ سره ډېر سینیر روزونکي شته دي، که دا هېډ کوچ دی، که د بېټېنګ کوچ دی او د بالېنګ کوچ دی یا هم د فېلډېنګ. زموږ لوبغاړي په بالېنګ، بېټېنګ او فېلډېنګ ټولو برخو کې پوره دي.»

د افغان ځوانانو لوبډلې د ډګر ساتنې روزونکی وایي، د دې لوبو د بریا راز له لوبو وړاندې له نیپال سره د سریز ترسره کول و، ترڅو افغان لوبغاړي د دې هېواد له پېچونو سره بلد شي.

مجاهد ځدراڼ وایي، د پخوا په پرتله په هېواد کې د تمرین لپاره معیاري کمپونه لري او په خبره یې هڅه کوي چې د نړیوال جام لپاره د چمتووالي په موخه په لوبغاړو ډېر تمرین وکړي.

ځدراڼ   په دې اړه وايي: « زموږ به د چمتوالي کمپونه زیاتېږي او پر هلکانو به کار کوو، ترڅو ځانونه چمتو کړو؛ دا ځکه چې له جام وړاندې آسیا کپ هم دی او باید د هغه لپاره هم چمتوالی ولرو. تمه لرو چې زموږ د چمتوالي کمپونه او آسیا کپ به زموږ لوبډله نړیوال جام ته چمتو کړي.»

ټاکل شوې د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلو نړيوال جام د راتلونکي ۲۰۲۶ کال په جنورۍ او فبرورۍ مياشتو کې ترسره شوي.

 د افغانستان کرېکټ بورډ په خبره، افغان ځوانان به هم له بشپړ چمتوالي سره په کې ګډون وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول
لوبې

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول

جنوري 27, 2026
ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه
لوبې

ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه

جنوري 26, 2026
خوست کې د مطیع الله تراب په یاد فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
لوبې

خوست کې د مطیع الله تراب په یاد فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

جنوري 18, 2026
خوست کې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې
لوبې

خوست کې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې

جنوري 6, 2026
د ملي اردو لوبډلې د کابل فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه
لوبې

د ملي اردو لوبډلې د کابل فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه

جنوري 6, 2026
کرېکټ بورډ د نړیوال شل اوریز جام لپاره لوبدله اعلان کړه
لوبې

کرېکټ بورډ د نړیوال شل اوریز جام لپاره لوبدله اعلان کړه

جنوري 1, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist