• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/09

امریکا له ایران سره د اټومي پروګرام په اړه د مخامخ خبرو له پیلولو خبر ورکړی.

 د دې هېواد ولسمشر ‌‌ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د اسراییلو له لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو سره په لیدنه کې ویلي، د ایران اټومي وسلو په اړه به شنبه د واشنګټن او تهران لوړ پوړي چارواکي مهمه ناسته ولري.

ټرمپ همداراز خبرداری کړی،که د ډېپلوماسۍ له لارې یې له ايران سره د اټومي پروګرام په اړه خبرې ناکامې شي، دا به تهران ته ناوړه پایلې ولري.

ټرمپ زیاته کړې:« موږ یوه مهمه لېدنه لرو. موږ ګورو چې څه پېښېږي؟ زه فکر کوم هرڅوک د هوکړې رامنځته کېدو ته خوشالېږي، خو که ډېپلوماټيکې هڅې د اټومي وسلو د محدودیت په برخه کې ناکامې شي، نو تهران به اټومي وسلې ونه شي لرلی.»

تهران له دې وړاندې له واشنګټن سره مستقیم مذاکرات رد کړي او غیر مستقیم مذاکرات یې د ډېپلوماسۍ دوام لپاره پرانیستې لار بللې ده.

 خو تازه د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، له امریکايي چارواکو سره غیر مستقیم مذاکرات به د عمان په کوربتوب راتلونکې شنبه پیل کړي.

عراقچي زیاته کړې:« ایران او د امریکا متحده ایالاتو پلاوي به د شنبې په ورځ په عمان کې د لوړې کچې غیر مستقیمو مذاکراتو لپاره سره وویني. دا یوه موقع او ازموینه ده او اوس توپ د امریکا په میدان کې دی.»

ټرمپ له دې وړاندې له اېم.بي.سي ټلوېزيون سره په مرکه کې تهران ته ګواښ کړی و، که له واشنګټن سره مستقیم مذاکرات ونه مني او اټومي پروګرام محدود نه کړي، پر دې هېواد به هوايي بریدونه وکړي.

خو د سیاسي چارو کارپوهان د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو متناقض تعریف ته په اشارې وايي، واشنګټن پر تهران له پوځي لارو فشار زياتولو ته لېوالتیا نه لري او اوسني ګواښونه يوازې د تهران وېرولو لپاره دي.

د دوی په خبره، ټرمپ په تېره واکمنۍ کې هم پر ایران پراخ اقتصادي بنديزونه وضع کړل، خو له پوځي لارې یې هېڅ اقدام ته زړه ښه نه کړ.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « دواړه هېوادونه پوهېږي چې جګړه د دوی پر ګټه نه ده، نه یوازې ایران بلکې امریکا هم نه غواړي جګړه وکړي؛ ځکه چې په دې کې یې تاوان دی. که څه هم دواړه په دې پوهېږي، خو بیا هم یوبل ته ګواښونه کوي. په پای کې ښايي د روسیې یا کوم بل هېواد په منځنګړیتوب دواړه هېوادونه خبرو ته سره کېني.»

امریکا په ۲۰۱۸ زېږدیز کال د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د برجام په نوم له هغه تړون په ناڅاپي توګه د وتلو پرېکړه وکړه چې په ۲۰۱۵ زېږدیز کال د امریکا، جرمني، فرانسې، بریتانیا، چین او روسیې له لوري د تهران اټومي پروګرام د محدولو لپاره پرې هوکړه شوې وه.

هغه مهال ټرمپ په دې ټینګار درلود چې د ایران پر اټومي پروګرام وضع شوی محدودیت اوږد مهاله ګټه نه لري، د تهران د بالیستک توغندیو کنټرول نه تضمینوي او په جدي توګه سیمه ‌يیز ثبات ننګوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پرغزې د اسراییلي ځواکونو خونړيو بریدونو دوام پر نړیواله کچه غبرګونونه پارولي
نړۍ

پرغزې د اسراییلي ځواکونو خونړيو بریدونو دوام پر نړیواله کچه غبرګونونه پارولي

مې 31, 2025
کارپوهان: ټي.‌ټي.‌پي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او له افغانستان سره تړل یې ناسم سياست دی
نړۍ

ټي.ټي.پي: وروستیو کې مو د پاکستان له پوځ درې مهم مرکزونه نیولي

مې 28, 2025
ټي.ټي.پي: جنوبي وزیرستان کې مو پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې
نړۍ

ټي.ټي.پي: جنوبي وزیرستان کې مو پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

مې 20, 2025
پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ
نړۍ

پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

مې 14, 2025
هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې
نړۍ

هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې

مې 12, 2025
د پاکستاني طالبانو تحریک: تېره میاشت مو د پاکستان پر پوځ ۱۴۷ بریدونه کړي
نړۍ

ټي.ټي.پي ۲۵ پاکستاني پوځيان وژلي

مې 11, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist