Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: پاکستان کې روان امنیتي وضعیت د دې هېواد د نظام بقا ته لوی خطر دی

خلیلزاد: پاکستان کې روان امنیتي وضعیت د دې هېواد د نظام بقا ته لوی خطر دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/25

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په پاکستان کې روان امنیتي وضعیت د دې هېواد د نظام د پایښت لپاره جدي ګواښ ګڼلی او د همدې وضعيت په پايله کې يې د پاکستان د اوسني نظام د پاشل کېدو احتمال مطرح کړی.

همداراز خلیلزاد د مارچ پر ۲۲مه هم خبرداری ورکړی و چې د پاکستان نظام د ناکامېدو او سقوط لور ته روان دی او له اسلام اباد یې غوښتي و چې د مخنیوي لپاره یې پراخ اصلاحات پيل کړي.

هغه زیاته کړې: « د پاکستان خلکو ته دې ملي ورځ مبارک وي. سره له دې چې په هېواد کې یې شرایط ډېر سخت دي.»

دې پخواني امریکايي ډېپلومات داسې مهال د پاکستان پر وضعیت اندېښنه ښودلې چې د شنبې په ورځ پاکستاني ځواکونو په بلوچستان کې د بلوڅانو د یووالي کمېټې مشره ماهرنګ بلوڅ ونیوه او هلته یې پر سوله ‌يیزو لاریون کوونکو ډزې هم وکړې چې په پایله کې یې ۳ لاریون کوونکي ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، اسلام ‌اباد له څو لسیزو راهیسې له پښتنو او بلوڅانو سره د بې عدالتۍ ترڅنګ د تاوتریخوالي ډک چلن کړی او په خبره يې د دې هېواد امنیتي ادارو په سیمه کې د خپلو اهدافو لپاره داسې پالیسۍ مخته وړې دي چې اوس يې پایلې تجربه کوي.

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي:« د پاکستان د نظامي ګرانو او استخباراتي کړو په اړه د زلمي خلیلزاد وینا چې وايي په پاکستان کې نا امنۍ او په سیمه کې سیاسي او اقتصادي وضعیت، دا د دوی د کښت ثمره او د کړنو نتایج دي.»

د سياسي چارو شنونکی نجيب ‌الرحمن شمال وايي: « خلکو او ملکي ځواک له بده مرغه رول نه درلود، بلکې ټولې پرېکړې د پاکستان د نظامیانو له خوا په مختلفو سطحو کې نیول کېږي. که څه هم د پاکستان خلکو څو ځله د غیر ملکي حکومتونو په انتخاب کې ګامونه پورته کړي، خپل استازي یې حکومت او پارلمان ته استولي، خو دغه کسان د پاکستان د داخلي چارو او ننګونو په اړه په پرېکړو کې ونډه او واک نه لري. خلیلزاد هم له همدې امله نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د پاکستاني نظامیانو ناسم عمل په پاکستان کې د اوسنیو بحرانونو لامل دی، دا خبرې یو حقیقت دی.»

خلیلزاد داسې مهال د پاکستان حکومت لپاره امنیتي وضعیت تر هر بل وخت زیات خطر ناک بولي چې په پاکستان کې د امریکا سفارت چارواکو څو ځله د اعلامیو په خپرولو سره له خپلو وګړو غوښتي چې دغه هېواد ته له سفر کولو ډډه وکړي او هم یې په دې هېواد کې مېشتو امریکایانو ته خبرداری ورکړی چې عامه ځایونو ته له تګ راتګ پښه ونیسي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ
نړۍ

اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ

جنوري 28, 2026
د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی
نړۍ

د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی

جنوري 22, 2026
ټرمپ: ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته غواړم د بګرام پوځي اډه بیا ترلاسه کړم
نړۍ

ټرمپ: د ایران لپاره د نوي مشرتابه د لټون وخت دی

جنوري 19, 2026
ټرمپ: موږ افغان جګړه ګټلی شوه، خو د سیاسي دلایلو له امله مو بایلوده
نړۍ

ډونالډ ټرمپ: د لاريون کوونکو اعدامول به تهران ته بدې پایلې ولري

جنوري 15, 2026
عراقچي: د افغانستان او پاکستان د اختلافونو حلولو لپاره سیمه ییزه ناسته جوړوو
نړۍ

د ایران بهرنیو چارو وزیر امریکا ته: ایران هم جګړې او هم خبرو ته چمتو دی

جنوري 14, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist