• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پر غزې د اسراییلو بریدونه په نړیواله کچه غندل شوي

پر غزې د اسراییلو بریدونه په نړیواله کچه غندل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/20

فلسطینيانو په غزه کې د بشپړ اوربند مزه لا نه وه لېدلې چې اسراییلي ځواکونو یې بیاځل سلګونه کورنۍ  د ویر په ټغر کېنولې.

اسراییلي جنګي الوتکو تېره ورځ(د مارچ ۱۹ مه) د فلسطیني کورنیو کنډواله شوې سرپناوې بمبارد کړې چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې له څه باندې ۴۰۰ تنو ژوند واخیست او له ۵۰۰ زیات نور یې ټپیان کړل.

رامي عبدو هغه فلسطیني وګړی دی چې په دې بریدونو کې یې د خور ټوله کورنۍ له لاسه ورکړې.  نوموړي پر خپله اېکس پاڼه د خور د اولادونو د انځورونو په خپرولو سره ویلي، وژل کېدو ته تیار دی خو له غزې نورو سیمو ته د بهرکېدو فشار ته به تسلیم نه شي.

عبدو وايي: « اسراییلو زما خور او د هغې ماشومان او ټوله کورنۍ ووژل، اسراییل کېدای شي موږ ټول ووژني، ژوندي مو وسوځوي او یا مو ټوټه ټوټه کړي؛ خو هېڅکله به مو له خپلې خاورې بهر نه شي کړای.»

د اسراییلو له لوري دغه بریدونه پر نړیواله کچه غندل شوي.

 د ملګرو ملتونو سر منشي انټونیو ګوتېرېش په غزه کې د اسراییلو په بریدونو غوسه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې ښکېل اړخونه دې اوربند ته درناوی وکړي او د بشري مرستو مخه دې نه نیسي.

هغه په دې اړه ویلي: « پر غزې د اسراییلي ځواکونو بریدونو سخت غوسه کړی یم. په پوره ټینګار وایم چې په غزه کې  باید د اوربند درناوی وشي. باید پاتې برمته وګړي آزاد او بشري مرستې بې ځنډه پیل شي.»

د دې ترڅنګ، سعودي عربستان، فرانسې، جرمني، ترکیې او د افغانستان سرپرست حکومت په ګډون یو شمېر هېوادونو هم په غزه کې د اسراییلو وروستي مرګوني بریدونو په کلکو ټکو غندلي او اسراییل یې په جګړه کې د ټولو نړیوالو اصولو په ماتولو تورن کړي دي.

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې له ښکېلو او نفوذ لرونکو هېوادونو غوښتنه شوې چې د فلسطین له خلکو ملاتړ لپاره خپلې هڅې ونه سپموي.

د اعلامیې یوه برخه: « د صهونیستي یرغلګرو دغه وحشیانه عمل نه یوازې د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو خلاف دی، بلکې د انسانیت له اساسي حقونو سره هم ښکاره تضاد لري.»

خو اسراییل چې د امریکا له پوځي ملاتړ برخمن دي او په غزه کې اوربند او جګړه د واشنګټن له تصمیم سره سم پلانوي، د اوربند لپاره د خپلو شرایطو تحمیلولو لپاره په حماس اسلامي غورځنګ د فشار په توګه  د بریدونو پر دوام ټنیګار لري.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په تازه ویډيويي پیغام کې حماس اسلامي غورځنګ تورن کړی چې د امریکا له لوري وړاندې شوي اوربند ته یې غاړه نه ده اېښې او برمته کسان نه آزادوي. 

نتنیاهو ویلي: « په تېرو دوو اوونیو کې اسراییلو  په دې خاطر هېڅ اقدام ترسره نه کړ چې هېله یې لره حماس به خپل لیدلوری بدل کړی، خو داسې څه پېښ نه شول. کله چې اسراییلو د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازې سټیو ویکاف د اوربند غوښتنه ومنله، حماس یې په کلکه مخالفت وکړ؛  ځکه نو ما تېره ورځ خپلو پوځونو ته امر وکړ چې په حماس بریدونه له سره پیل کړي.»

د غزې لپاره مشروط اوربند درې پړاوونه لرل چې په لومړي پړاو کې یې اسراییلو او حماس اسلامي غورځنګ د یو بل یو شمېر برمته او بندي کسان آزاد کړل او اسراییلو غزې ته یو اندازه بشري مرستې ور پرېښودې؛ همدارنګه فلسطیني کورنۍ خپلو کورونو ته ستنې شوې.

د دویم پړاو مذاکراتو پرمهال د اسراییلو نویو غوښتنو او د حماس له لوري یې مخالفت په غزه کې د فلسطینیانو د نسل وژنې دوام ته لاره پرانیسته او  د اوربند هېلې یې ورېژولې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کارپوهان: ټي.‌ټي.‌پي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او له افغانستان سره تړل یې ناسم سياست دی
نړۍ

ټي.ټي.پي: وروستیو کې مو د پاکستان له پوځ درې مهم مرکزونه نیولي

مې 28, 2025
ټي.ټي.پي: جنوبي وزیرستان کې مو پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې
نړۍ

ټي.ټي.پي: جنوبي وزیرستان کې مو پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

مې 20, 2025
پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ
نړۍ

پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

مې 14, 2025
هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې
نړۍ

هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې

مې 12, 2025
د پاکستاني طالبانو تحریک: تېره میاشت مو د پاکستان پر پوځ ۱۴۷ بریدونه کړي
نړۍ

ټي.ټي.پي ۲۵ پاکستاني پوځيان وژلي

مې 11, 2025
هند: نړۍ پاکستان د ترهګریزو ډلو پټنځای په توګه پېژني
نړۍ

د هند بهرنیو چارو وزارت مرستیال: نړۍ پاکستان د ترهګریزو ډلو پټنځای په توګه پېژني

مې 10, 2025

وروستي خبرونه

صنعتکارانو ته د ځمکو د سندونو وېش پيل شو

صنعتکارانو ته د ځمکو د سندونو وېش پيل شو

مې 29, 2025
له ایرانه څه باندې ۳ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شول

ملګري ملتونه: نورو هېوادونو ته د تګ په تمه پاکستان کې دېره افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

مې 29, 2025
ملګرو ملتونو او قزاق چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې

ملګرو ملتونو او قزاق چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې

مې 29, 2025
ایراني چارواکي: ایران کې د بهرنیو اتباعو ۵۰سلنه افغانان تشکیلوي

ایراني چارواکي: ایران کې د بهرنیو اتباعو ۵۰سلنه افغانان تشکیلوي

مې 29, 2025
کرنې وزارت: غواړو افغانستان د کرنې او مالدارۍ له پلوه پرځان بسیا کړو

کرنې وزارت: غواړو افغانستان د کرنې او مالدارۍ له پلوه پرځان بسیا کړو

مې 29, 2025
د هند نړیوالو چارو شورا: له کابل سره د نوي ډيلي سیاسي تعامل نرمه او مانا لرونکې تګلاره ده

د هند نړیوالو چارو شورا: له کابل سره د نوي ډيلي سیاسي تعامل نرمه او مانا لرونکې تګلاره ده

مې 29, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist