• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نریندرا مودي: پاکستان د ترهګرو ملاتړی او صادروونکی هېواد دی

نریندرا مودي: پاکستان د ترهګرو ملاتړی او صادروونکی هېواد دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/18

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د پاکستان په تړاو په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، پاکستان د ترهګرۍ ملاتړ هېواد او اسلام اباد د ناورین مرکز دی.

مودي دغه راز ویلي، پاکستان نړۍ ته ترهګري صادروي او له دې هېواد سره تړلو ترهګریزو فعالیتونو نه یوازې هند بلکې ټولې نړۍ ته زیان رسولی.

د هند لومړي وزیر له پاکستاني چارواکو غوښتي چې نور د ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي او سوله دې انتخاب کړي.

مودي زیاته کړې: « پاکستان د ناورین مرکز او د ترهګرۍ ملاتړی هېواد دی. له پاکستان سره تړلو ترهګریزو فعالیتونو یوازې هند نه، بلکې ټولې نړۍ ته زیان رسولی. دغه هېواد د ترهګرۍ صادروونکی دی. د نړۍ په هر ترهګریز برید کې د پاکستان نښې لیدل کېږي.»

مودي ویلي، په پاکستان کې د اسامه بن لادن وژنه یې ښه بېلګه ده چې دغه هېواد له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

 اسامه بن لادن د سپټمبر یولسمې بریدونه  تنظیم کړي و، خو په پاکستان کې اوسېده او هملته ووژل شو.

د مودي په خبره، اوس ټوله نړۍ په دې پوهیږي چې د ترهګرو ځالې او مرکزونه په پاکستان کې دي او دغه هېواد یې ملاتړ کوي.

دغه راز مودي خبرداری ورکوي، ترڅو پاکستان چې د نړۍ پرمخ موجود وي، د سیمې او نړۍ هېوادونه به له ترهګرۍ آرام ژوند ونه لري.

د سیاسي چارو شنونکي هم د هندي چارواکو د خبرو پخلی کوي او وايي، پاکستان په سیمه کې د ناخوالو او ترهګریزو پېښو رامنځته کولو مرکز دی.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « ترڅو پاکستان په دې سیمه او نړۍ کې موجود وي، نړۍ به له ترهګرو ډلو آرام ژوند ونه لري. د پاکستان تجزیه د نړۍ امن او سوله ده.»

د سیاسي چارو شنونکی حکمت‌الله حکمت وايي: « د پاکستان حکومت له پیدایښت ترنن پورې، د پاکستان د ولس لپاره نه د زاړه استعمار او د امریکا د ګټو لپاره رول لوبولی دی. پاکستان په سیمه کې د جګړو او ستونزو رامنځته کولو او د اقتصادي بندیزونو اساسي مرکز ګرځېدلی.»

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې جګړې زور اخیستی او د دې هېواد پر امنیتي ادارو، پوځي کاروانونو او نظامي تأسیساتو بریدونه زیات شوي دي.

 ترټولو تازه برید کې چې د بلوچستان په نوشکي سیمه کې د امنیتي ځواکونو پرکاروان ترسره شو، د ۹۰ تنو سرتیرو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « پاکستان له بده مرغه د خپلو نیمګړو او بدرنګو پرېکړو او پالیسیو نتایج ویني. هر هغه هېواد چې د نورو هېوادونو په کرکېچ او کمزوري کولو کې خپلې ګټې ویني او په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه کوي، د پاکستان په سرنوشت به اخته کېږي.»

څه موده وړاندې افغان لوري داسې اسناد او راپور وړاندې کړ چې داعش ډله له ډیورنډ فرضي کرښې هاخوا په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې مرکزونه لري او د پاکستان د پوځ له خوا روزنه ورکول کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کارپوهان: ټي.‌ټي.‌پي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او له افغانستان سره تړل یې ناسم سياست دی
نړۍ

ټي.ټي.پي: وروستیو کې مو د پاکستان له پوځ درې مهم مرکزونه نیولي

مې 28, 2025
ټي.ټي.پي: جنوبي وزیرستان کې مو پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې
نړۍ

ټي.ټي.پي: جنوبي وزیرستان کې مو پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

مې 20, 2025
پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ
نړۍ

پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

مې 14, 2025
هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې
نړۍ

هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې

مې 12, 2025
د پاکستاني طالبانو تحریک: تېره میاشت مو د پاکستان پر پوځ ۱۴۷ بریدونه کړي
نړۍ

ټي.ټي.پي ۲۵ پاکستاني پوځيان وژلي

مې 11, 2025
هند: نړۍ پاکستان د ترهګریزو ډلو پټنځای په توګه پېژني
نړۍ

د هند بهرنیو چارو وزارت مرستیال: نړۍ پاکستان د ترهګریزو ډلو پټنځای په توګه پېژني

مې 10, 2025

وروستي خبرونه

صنعتکارانو ته د ځمکو د سندونو وېش پيل شو

صنعتکارانو ته د ځمکو د سندونو وېش پيل شو

مې 29, 2025
له ایرانه څه باندې ۳ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شول

ملګري ملتونه: نورو هېوادونو ته د تګ په تمه پاکستان کې دېره افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

مې 29, 2025
ملګرو ملتونو او قزاق چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې

ملګرو ملتونو او قزاق چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې

مې 29, 2025
ایراني چارواکي: ایران کې د بهرنیو اتباعو ۵۰سلنه افغانان تشکیلوي

ایراني چارواکي: ایران کې د بهرنیو اتباعو ۵۰سلنه افغانان تشکیلوي

مې 29, 2025
کرنې وزارت: غواړو افغانستان د کرنې او مالدارۍ له پلوه پرځان بسیا کړو

کرنې وزارت: غواړو افغانستان د کرنې او مالدارۍ له پلوه پرځان بسیا کړو

مې 29, 2025
د هند نړیوالو چارو شورا: له کابل سره د نوي ډيلي سیاسي تعامل نرمه او مانا لرونکې تګلاره ده

د هند نړیوالو چارو شورا: له کابل سره د نوي ډيلي سیاسي تعامل نرمه او مانا لرونکې تګلاره ده

مې 29, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist