Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستاني طالبانو تحریک: پر حقانیه مدرسې برید د پاکستان استخباراتو کړی

د پاکستاني طالبانو تحریک: پر حقانیه مدرسې برید د پاکستان استخباراتو کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/02

د پاکستاني طالبانو تحریک(ټي.ټي.پي) د حقانیه داراالعلوم د مهتمم او د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا حامد الحق حقاني ترور غندلی او زیاته کړې یې ده چې په پاکستان کې هغه دیني او سیاسي څېرې په نښه کېږي چې د حق خبره پورته کوي.

ټي.ټي.پي په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، په دې وروستیو کې په پاکستان کې هغه دیني عالمان  او سیاسي مشران پر نښه کېږي چې د دې هېواد د استخباراتو او نورو پوځي ادارو د پالیسو پر ضد غږ پورته کوي.

ټي ټي پي د حامدالحق وژنه هم د پاکستان د استخباراتي ادارو د هغه سیاست دوام ګڼي چې له لارې یې په دې هېواد کې سیاسي او مذهبي قشر ځپل شوی دی.

د اعلامیې یوه برخه کې راغلي: « په دې وروستیو کې چې په دا ډول پېښو کې څومره هم حق ویوونکي علما او بالخصوص د ریاستي، استخباراتي او پوځي ادارو د پالیسو پر ضد غږ پورته کوونکي سیاسي او مذهبي مشران او مبارزین په نښه شوي، دا د هماغه ناپاکه او یهودي ډوله سیاست دوام دی چې د پاکستان وحشي او شیطاني استخباراتي ادارو د سیاسي او مذهبي طبقې د ځپلو لپاره خپل کړی.»

په ورته مهال، د افغاستان حکومت هم د مولانا حامد الحق وژنه غندلې او هیله یې څرګنده کړې چې په راتلونکي کې د داسې پېښو مخه باید ونیول شي چې دیني عالمان په کې قرباني کېږي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي: « د افغانستان اسلامي امارت پر مرحوم مولانا صاحب حامدالحق حقاني دغه برید په کلکه غندي. د نوموړي شهادت د علمي حلقو لپاره یوه ستره ضایعه بولي او په اړه یې د مولانا صاحب درنې او علمي کورنۍ، شاګردانو او متعلقینو ته تسلیت وایي.  الله تعالی دې له ظالمانو چې په سیمه کې د حق پرسته علماو پر ضد فعالیت کوي، د داسې ستر ظلم او جنایت انتقام واخلي او د بیا لپاره دې د ټولو علماء کرامو حفاظت وکړي.»

خو څارونکي بیا په دې باور دي چې په پاکستان کې مذهبي اختلافات خپل اوج ته رسېدلي او وروستی برید هم د دې ښکارندويي کوي چې د یو بل حذفولو ته یې مخه کړې.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « استخباراتو تل داسې لوبې کړې او کوي یې؛ ترڅو امریکا او جهان ته وښيي چې موږ د داعش قرباني یو، داعش ډله دلته خلک وژني او موږ یې تر شا ولاړ نه یو. غواړي په دې شکل یو دول سیاسي امتیازات ترلاسه کړي. تر ډېره بریده د دې امکان شته چې دا وژنه هم یوه استخباراتي لوبه وي او پاکستان په دغه شان لوبو کې ډېر ښه هنر او مهارت لري.»

د سیاسي چارو شنونکی عبدالواحد فقیري وايي: « د دې حملې له تازه حال او مالوماتو داسې ښکاري چې د پاکستان مذهبي ډلې د یو د بل په خلاف راپورته شوې دي، د دوی ترمنځ اختلافونه ډېر شوي او داسې حد ته رسېدلي چې د یو بل له منځه وړلو ته یې مخه کړې.»

د اکوړه خټک په جامع جومات کې د جمعې له لمانځه وروسته د یوه ځان وژونکي برید له امله د حقانیه دارالعلوم مهتمم او د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا حامد الحق حقاني او څو تنه نورو ژوند واخیستل شو او یو شمېر نور ټپيان شول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ
نړۍ

اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ

جنوري 28, 2026
د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی
نړۍ

د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی

جنوري 22, 2026
ټرمپ: ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته غواړم د بګرام پوځي اډه بیا ترلاسه کړم
نړۍ

ټرمپ: د ایران لپاره د نوي مشرتابه د لټون وخت دی

جنوري 19, 2026
ټرمپ: موږ افغان جګړه ګټلی شوه، خو د سیاسي دلایلو له امله مو بایلوده
نړۍ

ډونالډ ټرمپ: د لاريون کوونکو اعدامول به تهران ته بدې پایلې ولري

جنوري 15, 2026
عراقچي: د افغانستان او پاکستان د اختلافونو حلولو لپاره سیمه ییزه ناسته جوړوو
نړۍ

د ایران بهرنیو چارو وزیر امریکا ته: ایران هم جګړې او هم خبرو ته چمتو دی

جنوري 14, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist