• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اکوړه خټک پر مدرسې ځانمرګی برید؛ د مولانا حامد الحق ژوند یې واخیست

د اکوړه خټک پر مدرسې ځانمرګی برید؛ د مولانا حامد الحق ژوند یې واخیست

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/01

د خیبر پښتونخوا د اکوړه خټک حقانیه دارالعلوم جومات کې د جمعې لمانځه پرمهال ځانمرګی بريد شوی چې په کې د پاکستان د مشهور عالم او د دې مدرسې د بنسټکر مولانا سميع الحق زوی مولانا حامد الحق هم ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پاکستاني رسنيو په راپورنو کې راغلي، د دغه بريد په پايله کې پنځه تنه نورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او له ۲۰ زيات ژوبل شوې دي چې له ډلې یې د ځينو روغتيايي حالت نازک ښودل شوی.

په ټولنیزو رسنيو کې خپره شويو ويډوګانې کې ښکاري چې ځايي خلک د جمعیت علمای اسلام سمیع الحق ډلې مشر مولانا حامد الحق د بريد له ويجاړيو را وباسي.

د خیبر پښتونخوا د نوښار نوشهره سیمې اکوړه خټک حقانیه دارالعلوم کې له ځانمرګي بريد وروسته د سيمې خلک په ډله ییز ډول راغونډ شوي او د دې بريد غندنه کوي.

د سيمې مشران ځايي خلکو ته په وينا کې وايي، په پاکستان کې امنيتي وضعيت خراب دی او له ډله ییزو راټولېدنو دې ډډه وشي.

د نوښار نوشهره سيمې اوسېدونکی وايي: « دلته یې په هغوی باندې چاودنه وکړه، مشرانو تاسو را یوځای کېږئ مه، حالات خراب دي ځانونه پوه کړئ. بیا بیا درته وایم چې دننه مه ورځئ هلته څه نه شته.»

بله خوا، له دې بريد وروسته  د سيمې په روغتيايي مرکزونو کې بېړنی حالت اعلان شوی. که څه هم د دې ځانمرګي بريد مسووليت تراوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو د سیاسي چارو شنونکي دا ډول کړنې د سيمې د اسختباراتي کړيو پلان شوي اهداف بولي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « که څه هم تر دې دمه د برید پړه چا نه ده منلې، خو امکان لري چې په دې کې د استخباراتو لاس وي؛ ځکه چې استخبارات غواړي له دې ډول مرګونو استفاده وکړي یا د دغو وژنو پړه پر یوه بل هېواد واچوي.»

د سياسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « د دې برید له تازه حال او مالوماتو داسې ښکاري چې د پاکستان مذهبي ډلې د یو د بل په خلاف راپورته شوې دي، د دوی ترمنځ اختلافونه ډېر شوي او داسې حد ته رسېدلي چې د یو بل له منځه وړلو ته یې مخه کړې.»

له دې ځانمرګي بريد سره هم مهاله، د بلوچستان په کوېټه کې ښار کې هم د پاکستاني پوځ  پر موټر چاودنه شوې چې په پايله کې یې څلور تنه پوځيان وژل شوې او اته نور ژوبل شوي دي.

د يادونې ده چې۵۷ کلن حامد الحق د حقاني دارلعلوم مرستیال مشر و او په ۲۰۱۸ کال کې یې د خپل پلار مولانا سمیع الحق ژوند له لاسه ورکولو وروسته د جمعیت علمای اسلام سميع الحق ډلې مشري پر غاړه واخیسته. نوموړی له ۲۰۰۲ تر ۲۰۰۷ زېږدیز کال پورې د پاکستان قامي اسمبلۍ یا ولسي جرګې غړی هم پاتې شوی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پرغزې د اسراییلي ځواکونو خونړيو بریدونو دوام پر نړیواله کچه غبرګونونه پارولي
نړۍ

پرغزې د اسراییلي ځواکونو خونړيو بریدونو دوام پر نړیواله کچه غبرګونونه پارولي

مې 31, 2025
کارپوهان: ټي.‌ټي.‌پي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او له افغانستان سره تړل یې ناسم سياست دی
نړۍ

ټي.ټي.پي: وروستیو کې مو د پاکستان له پوځ درې مهم مرکزونه نیولي

مې 28, 2025
ټي.ټي.پي: جنوبي وزیرستان کې مو پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې
نړۍ

ټي.ټي.پي: جنوبي وزیرستان کې مو پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

مې 20, 2025
پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ
نړۍ

پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

مې 14, 2025
هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې
نړۍ

هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې

مې 12, 2025
د پاکستاني طالبانو تحریک: تېره میاشت مو د پاکستان پر پوځ ۱۴۷ بریدونه کړي
نړۍ

ټي.ټي.پي ۲۵ پاکستاني پوځيان وژلي

مې 11, 2025

وروستي خبرونه

مسکو: د ممنوعه ډلو له لېست د اسلامي امارت نوم لرې کول د دواړو هېوادونو پر ګټه دي

مسکو: د ممنوعه ډلو له لېست د اسلامي امارت نوم لرې کول د دواړو هېوادونو پر ګټه دي

مې 31, 2025
کابل کې زرګونه لاريون کوونکو پر غزې د اسراییلي ځواکونو بريدونه وغندل

کابل کې زرګونه لاريون کوونکو پر غزې د اسراییلي ځواکونو بريدونه وغندل

مې 31, 2025
عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي

عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي

مې 31, 2025
پرغزې د اسراییلي ځواکونو خونړيو بریدونو دوام پر نړیواله کچه غبرګونونه پارولي

پرغزې د اسراییلي ځواکونو خونړيو بریدونو دوام پر نړیواله کچه غبرګونونه پارولي

مې 31, 2025
افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

مې 31, 2025
د افغانستان خلکو د پراخو لاریونونو له لارې پر فلسطین د اسراييلو ظلم او نسل وژنه وغندل

د افغانستان خلکو د پراخو لاریونونو له لارې پر فلسطین د اسراييلو ظلم او نسل وژنه وغندل

مې 31, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist