• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/19

د پاکستان جمعیت علماء اسلام ګوند مشر د دې هېواد ملي اسمبلۍ په یوې عمومي ناسته کې له افغانستان سره د پاکستان روان سیاستونه او پالیسۍ سختې ننګولې دي.

مولانا فضل‌الرحمن د دوشنبې پر ورځ(د سلواغې ۲۹ مه) د پاکستان ملي اسمبلۍ ۱۳ مې ناستې ته په خبرو کې ویلي، د پاکستان پوځ او ریاست په تېرو ۴۰ کلونو کې د افغانستان او خپلو ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې نیابتي جګړې مخته وړې دي.

نوموړي د پاکستان پالیسۍ غلطې او ناکامې بللې دي او د دې هېواد حکومت يې تورن کړی چې پر يادو پالیسيو د غور پر ځای يې په یوه او بله پلمه د ګاونډیانو د ملامتولو هڅه کړې او په دې توګه یې خپل ولس تېر ایستی دی.

هغه زیاته کړې: « موږ له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړې کړې او په دې جګړو کې د پاکستان پوځ او ریاست برخه اخیستې ده. په کومو جګړو کې چې افغان وژل کېږي، موږ خو خپله کینه او غوسه پر هغوی سړوو؛ خو هېڅکله مو پر خپلو غلطو پالیسیو غور نه دی کړی او د دې پر ځای مو هڅه کړې چې ګاونډیان ګرم وګڼو او له دې لارې د خپل ولس پام بلې خوا ته واړوو، ترڅو زموږ پرغلطیو او ناکامیو پوه نه شي. دا باید ومنو چې دغه مسالې شته او په کې هېڅ راز تفصیل ته هم اړتیا نه لیدل کېږي. موږ هم باید خپلو ګرېوانو ته سر ټیټ کړو.»

مولانا فضل‌الرحمن دغه راز ویلي، د پاکستاني دیکتاتور جنرال پرویز مشرف پر مشرۍ د پاکستان حکومت پر افغانستان د امریکا د برید پرمهال خپله خاوره او فضا د غرب په واک ورکړه.

فضل الرحمن زیاته کړې، امریکا د دوی په واک کې د ورکړل شویو پوځي اډو او هوايي ډګرونو په وسیله د افغانستان پر خاوره او خلکو بمبارۍ کولې.

هغه په دې اړه ویلي: « دلته چې کله د پرویز مشرف حکومت و او هلته په امریکا کې ډیموکراتان په واک کې وو، نو ډېموکراتانو به ویل چې په پاکستان کې ديکتاتوري نظام حاکم دی. هغه مهال بل کلنټن هند ته تله، مګر په پاکستان کې پښه کېښودو ته هم چمتو نه و. زموږ له ډېرو هڅو او زاریو وروسته به چې راغی، نو ویل به یې چې نه غواړي د پاکستاني ديکتاتورانو سره انځور واخلي. خو له دې هرڅه سره، د سپټمبر له نهمې او یوولسمې پېښو وروسته، د پاکستان خاوره د هغوی په واک کې ورکړل شوه او وروسته موږ له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم د امریکا او ناټو متحدان شوو او هغوی ته مو خپلې هوايي اډې او فضايي حریم په واک کې ورکړل، وروسته به زموږ له اډو امریکايي جنګي الوتکې الوتې او هلته په افغانستان کې به یې بمبارۍ کولې.»

مولانا فضل الرحمن د پاکستان پر حکومت له دې کبله هم سخته نیوکې کړې چې کواګي افغانستان ته یې د تېر ۲۰۲۴زېږدیز کال په جنورۍ کې د سفر پایلې او پر مهمو مسایلو هوکړې چې د ده په خبره، د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره مهمې وې؛ د پاکستان د پالیسیو له امله، له پامه وغورځول شوې.

د سیاسي چارو شنونکي هم له افغانستان سره د پاکستاني حکومتونو دوه مخي سیاست ته په اشارې وايي، یاد هېواد د تاریخ په اوږدو کې تل له هېوادونو سره فرعي سیاست لوبولی او له دې لارو یې خپلو موخو ته د رسېدلو هڅه کړې.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « پاکستان له جوړېدو راهیسې افغانستان سره ښې اړیکې نه پالي او تل یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړې. کله چې سردار محمد داوود خان واک ته ورسېد، بیا په بربنډه توګه د افغانستان خلاف جګړه اعلان کړه او تقریبا ً له هماغه وخت راهیسې بیا تر اوسه د افغانستان خلاف له بېلابېلو لارو دسیسې جوړوي.»

د سیاسي چارو کارپوه فیض محمد ځلاند وايي: « که چېرې د پاکستان په سیاسي جوړجاړیو کې د افغانستان په اړه د دوی نظریه بدله نه شي، ماته نه ښکاري چې پاکستان د اقتصادي، ټولنیز او سیاسي ټیکاو خپل کړي او یا دې افغانان ښه ورځ وویني.»  

له افغانستان سره د پاکستان د سیاستونو په تړاو د دې پاخه او تجربه لرونکي سیاستوال څرګندونې داسې مهال دي چې د پاکستان حکومت د فضل الرحمن د څرګندونو خلاف، خپل هېواد د ترهګرۍ قرباني معرفي کړی او برعکس یې په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې افغان لوری د دې هېواد ضد وسله ‌والو ډلو پر ملاتړ تورن کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ دواړو د یو بل پر سټراټیژیکو سیمو بریدونه کړې
نړۍ

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ دواړو د یو بل پر سټراټیژیکو سیمو بریدونه کړې

جون 17, 2025
د پاکستان دفاع وزير: هند د پاکستان خلاف جنګېدونکو وسله والو ډلو ملاتړ کوي
نړۍ

د پاکستان دفاع وزير: هند د پاکستان خلاف جنګېدونکو وسله والو ډلو ملاتړ کوي

جون 16, 2025
اسراییلو پوځ: د ايران هوايي دفاع سیسټم مو ویجاړ کړی او پر فضا یې واکمن یو
نړۍ

اسراییلو پوځ: د ايران هوايي دفاع سیسټم مو ویجاړ کړی او پر فضا یې واکمن یو

جون 16, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه د پراخېدو په حال کې ده
نړۍ

د ایران او اسراییلو جګړه د پراخېدو په حال کې ده

جون 15, 2025
اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي
نړۍ

اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

جون 14, 2025
پرغزې د اسراییلي ځواکونو خونړيو بریدونو دوام پر نړیواله کچه غبرګونونه پارولي
نړۍ

پرغزې د اسراییلي ځواکونو خونړيو بریدونو دوام پر نړیواله کچه غبرګونونه پارولي

مې 31, 2025

وروستي خبرونه

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

جون 17, 2025
بلخ کې په جلدي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

بلخ کې په جلدي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

جون 17, 2025
هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ دواړو د یو بل پر سټراټیژیکو سیمو بریدونه کړې

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ دواړو د یو بل پر سټراټیژیکو سیمو بریدونه کړې

جون 17, 2025
غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

جون 17, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist